فکري افراطیت

Egypt's Dar Al-Ifta

فکري افراطیت

پوښتنه

فکري افراطیت څه دی، او نښانې یې څه ده؟

ځواب

فکري افراطیت لومړی پړاو دی، چې د افراطیت له مختلفو بڼو څخه لومړۍ بڼه ګڼل کیږي،په دې مرحله کې افراطي شخض د داسي فکر او چلند دریځ غوره کوي چې د ټولنې د عمومي پوهاوي څخه بهر وي، یا د هغه اصلی جریان د پوهاوی سره مخالف وي چې دی يې برخه دی.

نو یو فکري متطرف په خپل شخصي بارونو او نظریات پیل کوي په تدریجي ډول د استقامت او اعتدال له حدودو څخه تیریږي او د غلو، زیادروۍ او ټکر او تصادم احکامو ته نږدې کیږي، د بیلګې په توګه، هغه څوک چې د تور پوستکي خلکو په وړاندې د نژاد پرستۍ نظریه ولري داسیې یو فکري او چلندي دریځ خپلوي چې  هغه د ټولنې هغه عمومي اصولو څخه تجاوز وي، کوم چې په دې برخه کې نژاد پرستي او افراطیت ردوي، او په همدې ډول د دین په برخه کې افراطیت او داسې نورو برخو کې.

فکري افراطیت  د تیري یو فردي یا ډله ایز تمایل دی، چې په ځان یا بل چا باندې منعکس کیږي، فرق نکوي هغه بل څوک که فرد، یوه ډله، یو قوه، ټولنه، یوه سیمه، یو هیواد او یا د هیوادونو ډله وي.

نو د فکري افراطیت موخه د داسې افکارو خپرول دي چې په شریعت، مدني یا نړیوال قانون کې معتمد اصل نه لري، ترڅو موخې، مصلحتونه، نظامونه او عقیدي د غیر شریعی لارو د محدودو یا پراخو ګټو لپاره تر پوښتنې لاندې راولي.

فکري افراطیت د فرد، ډلې، دولت او نړیوالې ټولنې پر امنیت منفي اغیز کوي، همدا راز فکري او کلتوري امنیت هم بې ثباته کوي او په ځینو مواردو کې د تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ لامل ګرځي.

Share this:

Related Fatwas