د اختلاط حکم

Egypt's Dar Al-Ifta

د اختلاط حکم

پوښتنه

آیا ښځو سره د نارینه وو اختلاط شرعا مطلق حرام دی او په هر ځای کې باید جلا شي؟

ځواب

 د نارینه او ښځو ترمنځ اختلاط شرعي مانع نلري که چیرې د اسلامي شریعت له لارښوونو سره برابر په مناسب حد او چوکاټ کې وي او  دا لکه څنګه  چې د زده کړې په ځایونو لکه ښوونځيو، پوهنتونونو، عامه ترانسپورت، د کار ځایونو او د خلکو د عامه ژوند او ګټو په نورو برخو کې د نارینه او ښځو په منځ کې چې په عادي توګه اختلاط واقع کیږي، تر څو چې نارینه او ښځه هر یو د اسلام د آدابو ساتنه وکړي. د بیلګې په توګه ښځه په لباس او ژبه کې حیا مراعت کړي او له کومو شیانو چې  شريعت منعه کړې ده،خپلې سترګې و ساتي، او د دوي تر منځ په داسي ډول خلوت نه اوسئ چي ددوي حرمتونه تر پښو لاندي کړي او شبهه پيدا کړي، همدا ډول نارينه بايد خپلي سترګي ټيټ کړي او د خدايﷻ د حرماتو ساتنه وکړي،اوکه چيرې دا ټول ترسره شي نو د نارینه وو سره د ښځو په اختلاط کي کومه شرعي مانع نشته. خدای تعالی فرمایي:﴿قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ﴾ [النور: 30]، ژباړه: « [اې پېغمبره(ﷺ)!] مومنانو ته ووايه: چي خپل نظر (له نامحرمو نه) وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي»، خو که ښځه او نارينه د اسلامي شريعت د آداب او لاښوونو پابندي ونکړي او اختلاط يې د فتنې سرچينه وي او چې د ګناهونو او محرامتو د ارتکاب لامل ګرځي ده نو بیا شرعا حرام دی.

Share this:

Related Fatwas