په یوه کار موافقه کول بې له دې چې مزدوري پکښې تعین شي
پوښتنه
له دوه ښځو سره مې د وکالت داسې قرارداد و کړ چې زه به د هغوی د میراث کور چې د مهندسینو په سیمه کې ده خرڅوم او رسمي اجراءات به یې پای ته رسوم ، خو دا چې د هغوی نورو ورثه و تر منځ او د ورثه و او اخستونکي ترمنځ لویې لانجې را منځ ته شوې نو موږ دې ته موقع پیدا نه کړه چې زه له هغوی سره د خپلې مزدوري په اړه اتفاق ته و رسېږم . اوس نو موږ په نومړي کار کې بریالي شو او کور مو په ډېره ښه او لوړه بیعه خرڅ کړ چې بالاخره دواړو ښځو او نورو وارثانو خپل خپل حقونه تر لاسه کړل نو زه غواړم معلوم کړم چې زما شرعي حق له دواړو ښځو سره او همدا رنګه له نورو وارثانو سره څه دی ؟ ځکه چې موږ په لمړي سر کې په دې اړه کوم اتفاق نه دی کړی .
ځواب
که چېرې خبره همداسې وي لکه چې په سوال کې ذکر شوې ده چې دوه ښځو هغه ته د خپل میراث کور د خرڅولو لپاره وکالت ورکړی وي او د هغه د مزدوري په اړه کوم تعین یا ذکر نه وي شوی ، او نوموړي وکیل هغه کار په پوره توګه سر ته رسولی وي ، نو په دې صورت کې پکار ده چې د خلکو هغه صحیح عرف او رواج ته رجوع و شي چې په دا ډول معاملو کې تر سره کېږي ، په څانګړي ډول هغه عرف چې د همدا ډول معاملو تر منځ رواج وي ، نو په دې وخت کې به هغه د موکلینو او اخستونکو تر منځ وسيط یا لارښود بلل کېږي ، خو که په دې رواج سره هم د هغوی تر منځ فیصله او جوړه و نه شي نو بیا به د دا ډول معاملو اړونده قضاء ته قضیه وړاندې کېږي ترڅو قضاء د هغوی حقونه په ښکاره او روښانه ډول سره ور معلوم کړي او خلاف او لانجه ختمه شي .
والله أعلم
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
