په فوري بیعه او د قسطونو په بیعه کې د لاس ته را غلې ګټې حکم
پوښتنه
د فوري بیعې او د قسطونو د بیعې نه چې کومه فایده او ګټه تر لاسه شي آیا دا حلاله ده او که حرامه ؟
ځواب
په قرآن عظیم الشان کې یو آیت دی چې :
((وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا))[البقرة :۲۷۵]
مانا او تفسیر : او الله (ﷻ) بیعه روا کړې ده او سود یې حرام کړی دی .
خو شریعت د ګټې لپاره کمه او لږیا ډیره اندازه نه ده ښودلې .
نو بنا پر دې سره په فوري بیعه او یا هم د قسطونو په بیعه کې د یوې معینې ربحې یا ګټې اندازه نده معلومه ، خو موږ سوال کونکي ته دا توصیه کو چې باید له خلکو سره په خپله راکړه ورکړه کې له ترحم نه کار واخلي او قېمتونه له حده ډېر پورته نه کړي ؛ ځکه چې په دې اړه له نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم څخه حدیث روایت شوی دی چې هغه ویلي دي :
(رَحِمَ اللَّهُ رَجُلاً سَمْحًا إِذَا بَاعَ ، وَإِذَا اشْتَرَى ، وَإِذَا اقْتَضَى )رواه البخاري
ژبـــــاړه :الله (ﷻ)دې په هغه سړي رحم وکړي چې د راکړې ، ورکړي او د خپل حق خوښتنې په وخت کې له سهولت او نرمي نه کار اخلي .
والله سبحانه وتعالی أعلم