د ترحم په نیت د وژلو په اړه د اسلام د حنیف دین حکم
پوښتنه
پوښتنه دا ده چې د ترحم په نیت د قتل یا وژنې حکم په اسلام کې څه دی ؟
په دې مانا چې یو ناروغ د شدید درد یا معیوبېدلو له وجې دطبیب نه غوښتنه وکړي چې دده ژوند ختم کړي او یا هم یو طبیب له خپله ځانه ور ته و وایي چې د نوموړي ناروغ لپاره په دې حالت کې له پاته کېدلو نه مرګ غوره ده ،نو په دغسې یوحالت کې طبیب کولي شي چه دترحم په نیت دناروغ ژوند ختم کړي ؟
په دې مانا چې یو ناروغ د شدید درد یا معیوبېدلو له وجې دطبیب نه غوښتنه وکړي چې دده ژوند ختم کړي او یا هم یو طبیب له خپله ځانه ور ته و وایي چې د نوموړي ناروغ لپاره په دې حالت کې له پاته کېدلو نه مرګ غوره ده ،نو په دغسې یوحالت کې طبیب کولي شي چه دترحم په نیت دناروغ ژوند ختم کړي ؟
ځواب
الله تعالی جل جلاله په خپلو بندګانو باندې ډېر رحکم کونکی او مهربانه ده بلکې هغه په انسان باندې د هغه له مور او پلار او له ټولو خلکو څخه زیات مهربانه دي په عظیم الشان قران کې دا سې وايي :
((وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ))[البقرة : ۱۶۳]
مانا او تفسیر : او ستاسو د عبادت لایق خداي یو خدای دی ، نشته بل لایق د عبادت مګر همدی چې ډېر مهربان او پوره رحم کونکی دی .
په بل آیت کې وايي :
((وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ)) [الأعراف : ۱۵۶ ]
مانا او تفسیر : او زما رحمت هر شي ته ور شامل دی
په قران کریم کې دې ته ورته ډېری نور آیاتونه هم شته چې همدا ډول مانا ور کوي ، او همدا راز له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه په دې اړه حدیثونه وارد شوي دي چې د الله له لورې په خپلو بندګانو باندې د بېساري رحمت او مهرباني څرګندونه کوي . او دغه معیوب بدن چې الله (ﷻ) کوم انسان ته ورکړی وي دا د هغه شخصي ملکیت ندی چې هرڅرنګه هغه و غواړي هغه سې به پکې تصرف کوي بلکې هغه له نومړي بنده سره د هغه د خالق له لوري یو امانت دی چې د قیامت په لویه ورځ به د الله (ﷻ) په وړاندې له هغه پوښتنه کېږي ؛ الله تعالی (ﷻ) ویلي دي :
((وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ))[ البقرة : ۱۹۵]
مانا او تفسیر : او تاسو په خپلو لاسونو سره ( ځانونه) هلاکت ته مه غورځوۍ ، او تاسو نېکي کوي ؛ بېشکه چې الله (ﷻ) له نېکي کونکو سره مینه لري .
او هغه بېمار یا مریض چې له طبیب څخه په یوه یا بله طریقه سره د خپل ژوند ختمول و غواړي دا په حقیقت کې ځان وژنه بلل کېږي نعوذ بالله من ذلک چې په اړه یې امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی په خپلو صحیحینو کې دا لاندې حدیث روایت کړی دی :
(عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - عَنِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ « مَنْ تَرَدَّى مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ ، فَهْوَ فِى نَارِ جَهَنَّمَ ، يَتَرَدَّى فِيهِ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا ، وَمَنْ تَحَسَّى سَمًّا فَقَتَلَ نَفْسَهُ ، فَسَمُّهُ فِى يَدِهِ ، يَتَحَسَّاهُ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا ، وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ ، فَحَدِيدَتُهُ فِى يَدِهِ ، يَجَأُ بِهَا فِى بَطْنِهِ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا » .)
ژبـــــــــاړه : ابو هریره رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم څخه روایت کوي چې هغه ویلي دي : چا چې له غره څخه خپل ځان را و غورځاوو او خپل ځان یې و واژه ، هغه د دوزخ په اور کې دی ، په هغه کې به ځان د تل او همېشه لپاره و غورځوي ، او څوک چي زهر و څکي او په هغو سره خپل ځان و وژني ، خپل زهر به یې په لاس کې وي ، د دوزخ په اور کې به یې څکي ، د همېشه او تل لپاره به په هغه کې وي ، او څوک چې ځان د وسپنې په ټوټه یا تېغ سره و وژني نو همدا خپله وسپنه به یې په لاس کې وي او د دوزخ په اور کې به یې په خپله خېټه کې وهي او په همدې کې به د تل لپاره وي . (د همېشه او تل کلمه دلته د ډېرې زمانې په ما نا سره ده )
او د صحیحینو په بل روایت کې را غلي دي چې :
(« إِنَّ رَجُلاً مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ خَرَجَتْ بِهِ قَرْحَةٌ فَلَمَّا آذَتْهُ انْتَزَعَ سَهْمًا مِنْ كِنَانَتِهِ فَنَكَأَهَا فَلَمْ يَرْقَإِ الدَّمُ حَتَّى مَاتَ. قَالَ رَبُّكُمْ قَدْ حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ ».)
مانا او ترجمه : له تاسې نه د مخکې زمانې په یوو سړي دا نه را ختلې وه ، خو کله چې هغې دانې په عذاب کړ نو له خپل تېکي نه یې غشی را بهر کړ ، هغه دانه یې پرې را و سپړله ، وېنه یې هیڅ و نه درېدله آن تر دې چې مړ شو . ستاسو رب (ﷻ) و ویل : بېشکه ماپه هغه باندې جنت حرام کړ .
او دا سې نور ډېر حدیثونه په دې اړه وجود لري .
او دا چې یو ډاکټر یا طبیب د کوم ناروغ ژوند د داسې څه له وجې له منځه وړي چې ده ته پکې مصلحت ښکارېږي نو دا کار په حقیقت کې نعوذ بالله بې له حقه د یوو نفس وژنه ده چې په اړه یې لوي خدای (ﷻ)په
عظیم الشان قران کې دا سې ویلي دي :
عظیم الشان قران کې دا سې ویلي دي :
((وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا))[ النساء : ۹۳]
مانا او تفسیر : او څوک چې یو مؤمن په قصد سره و وژني نو جزا د هغه دوزخ ده چې تل به په هغه (دوزخ ) کې وي ، او الله (ﷻ) په هغه باندې غضب کړی دی ، او له خپله رحمت څخه یې لرې کړی دی ، او هغه ته یې لوی عذاب تیار کړی دی .
او رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم بیا داسې وايي :
(لاَ يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنِّى رَسُولُ اللَّهِ إِلاَّ بِإِحْدَى ثَلاَثٍ النَّفْسُ بِالنَّفْسِ وَالثَّيِّبُ الزَّانِى ، وَالْمَارِقُ مِنَ الدِّينِ التَّارِكُ للْجَمَاعَةَ)[البخاري وغیره]
مانا او ترجمه : د هغه مسلمان وینه تویول روا نه دي چې دا شاهدي ور کوي چې ـــ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنِّى رَسُولُ اللَّهِ ـــ له الله (ﷻ) پرته بل څوک لایق د عبادت نشته او زه د الله استازی یم ، مګر په یو له درېو حالاتو کې یې وینه تویول روا دي : د بل نفس د قتل په مقابل کې ، او واده لرونکی زناکار یا زنا کاره، او هغه څوک چې له دین څخه خارج شي او د مسلمانانو ډله پریږدي .
نو بنا په دې سره د پورتنۍ پوښتنې په اړه دا وایو چې : د ترحم او شفقت په نیت هغه وژنه چې د ناروغ په غوښتنه سره وي او یا هم د طبیب ، شرعا هیڅ ډول جواز نه لري او له لویو ګناهونو څخه بلل کېږي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له ټولو احادیثو څخه په ښکاره را څرګندېږي ، او طبیبان دې په دې پوه شي چې ـــ لا طاعة للمخلوق في معصیة الخالق ـــ د مخلوق اطاعت د خالق په معصیت کې نشته یعنې د مخلوق پیروي به د خدای (ﷻ) په معصیت کې نه کوې ، نو که هر څومره یو ناروغ له طبیبانو څخه دا ډول غوښتنه وکړي پکار ده چې طبیبان هغه و نه مني تر څو خدای مکړه د ناروا قتل په لویه ګناه ککړ نه شي .
والله سبحانه وتعالی أعلم