د احرام له پاسه د ګنډل شوې بټوې تړل...

Egypt's Dar Al-Ifta

د احرام له پاسه د ګنډل شوې بټوې تړل

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۴) میلادي کال د (۱۱۹) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او پوښتنه لري :

سوال کونکۍ چې د ( متاع ) په نوم یو لاسي بکس لري او هغه عبارت دی له یو ډول ځانګرو بټو و څخه چې حاجیان یې د حج یا عمرې په مهال د احرام له پاسه په خپله ملا پورې تړي چې په هغه کې خپلې چپلکې اویا نور د استعمال څیزونه ساتي . هغه غواړي دا معلومه کړي چې آیا  دا ډول کمربندیا بټوه استعمالول د حاجي لپاره روا ده او که ناروا ځکه چې نوموړې بټوه په تارونو سره ګنډل کېږي ؟

ځواب

احرام د حج له احکامو څخه دي او دموږ مبارک شریعت د احرام د جامو لپاره یو لړ اصول  وضعه کړي یا ایښی  دي  او یو له دغو اصولو څخه دا ده چې حاجي به د حج او عمرې لپاره د احرام په وخت کې ګنډلي کالي یا جامې نه آغوندي، او ګنډلې جامې هغه دي چې په عادي حالاتو کې آغوستل کېږي چې هغه په تارونو سره ګنډل شوې وي .

   او سوال کونکی چې د څه په اړه پوښتنه کوي هغه په دا ډول استعمال او آغوستلو کې نه داخلېږي بلکې هغه یوه لویه بټوه ده چې د حاجې د ا‌ړتیاوړ سامان پکې ساتل کېږي نو له هغو ګنډل شویو څیزونو څخه نه بلل کېږي چې په شریعت کې یې منعه را غلې ده ، نو له دې لامله د هغې کارول  جایز دی پروا نه لري .
  
    والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas