د تلاوت سجدې

Egypt's Dar Al-Ifta

د تلاوت سجدې

پوښتنه

په قرآن کریم کې د سجدو د ځایونو د لوستلو او اوریدول په صورت کې چې د سمدستی  سجدي کولو توان ونه لري څه ویل کیږي؟

ځواب

یو مسلمان ته چې کله د تلاوت د سجدي توان ونه لري مستحب ده چې ځینې اذکار او دعاګاني ولولي.

د تلاوت سجده په لمانځه او هغه څخه بیرون سنت مؤکد ده ځکه چې نبی کریمﷺ
ویلي: «کله چې بنی آدم د سجدي تلاوت وکړي او بیا سجده وکړي، شیطان ګوشه کیږي ژاړي او وایي وای د وي په ما!» (امام مسلم روایت کړی)، د تلاوت سجدي د صحت لپاره د اودس، د بدن،جامو او ځای پاکوالی او قبلې ته مخ کول او د عورت  ستر شرط دي، او که دا شرطونه پوره نشي نو د تلاوت سجده صحت نه لري، نو کله چې یو مسلمان د تلاوت د سجدي لپاره دا شرطونه پوره نه شي کړی او یا یې ورته پوره کول مشکل شي نو هغه کوي شي چې څلور ځلي د دې کلمې په ویلو اکتفا وکړي: "سبحان الله، والحمد لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر، ولا حول ولا قوة إلا بالله العظيم" او داسي نور اذکار او دعاګانې چې د اللهﷻ  ثناء په کې شوې وي.

Share this:

Related Fatwas