د مړي د ښخولو په وخت کې وعظ کول

Egypt's Dar Al-Ifta

د مړي د ښخولو په وخت کې وعظ کول

پوښتنه

آيا د مړي د ښخولو په وخت کې حاضرو کسانو ته وعظ (وینا)کول روا دي؟

ځواب

 د مړي د ښخولو په وخت کې د مرګ او آخرت د ژوند په يادونه کې د لنډې خطبې او نصيحت په کولو کې هېڅ باک نشته؛ د اميرالمؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه څخه روایت دی چي هغه وایي: مونږ په بقيع الغرقد کې په جنازه کې وو، او رسول اللهﷺ مونږ ته راغلو، او کیناسته او مونږ هم د هغه چاپېره کیناستلو، او یوه کوچني عصا ورسره وه، او بیا هغه خپل سر ټیټ کړ او په غمجن توګه په هغه عصا په ځمکه خطونه کول بیا یې وویل: «ما مِنكم مِن أَحَدٍ، ما مِن نَفسٍ مَنفُوسةٍ إلا كُتِبَ مَكانُها مِنَ الجَنَّةِ والنَّارِ، وإلا قد كُتِبَ شَقِيَّةً أو سَعِيدةً»، فقالَ رَجُلٌ: يا رسولَ اللهِ، أفَلا نَتَّكِلُ على كِتابِنا؟ فقال: «اعمَلُوا؛ فكُلٌّ مُيَسَّرٌ لِما خُلِقَ له» متفقٌ عليه.

ژباړه: " په تاسو کې هیڅ څوک او هېڅ یو ژوندی نشته مګر دا چې د هغه ځای په جنت کې دی او که دوزخ کې لیکل شوی دي، او او لیکل شوی دي چې دابه بدبخته وي او که نیک بخته"، یو سړي وویل: ای د خدائ جل جلاله رسوله، آیا مونږ په خپل کتاب توکل ونه کړو؟  نو نبی کریمﷺ وویل: "عمل وکړئ. او هر شخص ته هغه لار  آسانه شوې چې د کومې لپاره پیدا کړل شوی دی".

Share this:

Related Fatwas