د عمومې چارو د ځینو مسایلو په اړه د...

Egypt's Dar Al-Ifta

د عمومې چارو د ځینو مسایلو په اړه د تروریستي حرکتونو لید

پوښتنه

افراطي فکر لرونکي د عمومې چارو پوري تړلي مهمو مسایلو سره لکه د ښځو مسلې، اوسني قوانین، هنرونه او داسې نور مسایل چې په صحنه منتشر دي څنګه چلند کوي؟

ځواب

د دې منحرف جریان خلک له ښځو سره دښمني کوي او له کوره وتل يې منع کوي مګر د ضرورت په بار، او له همدې امله، نو زده کړه او کار د هغو اړتیاوو څخه نه بلي چې ښځې یې لپاره وتلو  ته پریښودل شي .

پداسې حال کې چې د کار څخه د یوې ښځې بې برخې کول په هغه اړتیا باندې اعتدا او تیری دی چې کیدای شی هغه په اوسني وخت کې ورته ضرورت ولري،خو له زده کړې او پوهې څخه د ښځو بې برخې کول په هغه اړتیا باندې یو ښکاره او وحشیانه برید دی چې هغه په ​​​​خپل اوسني او راتلونکي وخت کې ورته محتاجه ده.

او تکفیریان په دې باور دي چې اسلامي دولت هغه دی چې سندرې، موسیقي، هنر، سپورت او هنري کارونه منع کوي او سوداګریز بانکونه، د مالی اوراقو بازارونه او پورونه نه مني، همدارنګه هغه داسی تعلیمي نظام جوړوي چې خپل ماشومان د عصر د تمدن او په نړۍ کې د ژوندانه عامو طریقو څخه په بیزاری وروزي، او د دوی په ګمان د سلف صالحین د ژوند د طرز غوښتونکي وي.

همدارنګه هغه داسي دولت وي چې عکس اخیستل، چاپول او نقاشي د شریعت له مخې حرام ګڼي. او د عکسونو او انځورونو پوري تړلي د هر څه سره تعامل کول منع کوي، لکه هټۍ یې، وسایل، کمرې، د انځور اخیستلو وسایل، تلویزیون، سینما او نور.

دوی په دې باور هم دي چې اسلامي دولت هغه دی چې شرکتونه، بنسټونه، بانکونه او د پیسو تبادلې پلورنځي په ملي او نړیوالو نومونو د انسانانو لخوا په جوړ شوي قوانینو تعامل کولو څخه منع کوي ځکه چې هغه د خدای له حکم سره په ټکر کې دي، همدارنګه هر ډول مالي راکړه ورکړه چې د اسلامي حاکمیت دننه او یا له کفارو سره د دوی له نظره سود وي منع کوي، ځکه چې دا له اسلامي لارښوونو ښکاره سرغړونه ده.

Share this:

Related Fatwas