د تروریزم د ګواښ راکمول
پوښتنه
متخصصین د افراطیت د ګواښ کمولو او د ټولنو د ساتلو لپاره د کومو وسایلو وړاندیز کوي؟
ځواب
د هغه ویجاړونکو کړنو سره د مقابلې لاره چې انساني استقرار اغیزمن کوي او د بشریت پرمختګ ځنډوي د ټولو ګډه همکاري او هم همږي ده.
او دا چې هر متمدن هیواد، او هر دولتي ارګان، دیني بنسټ او نړیوال سازمان د افراطیت او تروریزم د ستونزې د تشخیص او د مخنیوي لپاره د پروګرامونو په جوړولو کې خپله برخه واخلي، د مخنیوي لپاره یې لازم میکانیزمونه جوړ او د هغو هیوادونو په وړاندې د پرېکنده او مخنیونکي اقداماتو ترسره کړي، چې د افراطي او تروریستي سازمانونو ملاتړ، تمویل او ساتنه کوي.
په ځانګړې توګه د دې د څارنی وروسته چې د افراطیت او تروریزم د یوې تصادفي انفرادي پدیدې څخه په یوې منظمې اجتماعي پدیدې چې د یو نړیوالو جوړښت شکل یې خپل کړی بدله شوي ،او دا چې د اخلاقي او بشري اړخونونو سربیره دینې ارخه هم په پام کې نه نیسي،او له شک پرته دې پرمختګ د عربي سیمې په ډېرو هېوادونو کې بې ثباتي رامنځته کړې ده، او کیدای شي د افراطیت او تروریزم له پدیدې سره د مقابلې ترټولو مهم میکانیزم فکري مقابله وي.
اړونده بنسټونه باید د ژور لید او دقیقو مطالعاتو پر بنسټ په عصري علمي ميتود او منهجې غبرګون سره په جدي مقابله کې ښکیل شي چې د غندلو او بیاناتو له مرحلې څخه د دې افراطي افکارو پراختیا د هغوی له تاریخي او ټولنیزو ریښو څخه تر هغه وخته پورې چې دوی د وحشت او تاوتریخوالي دې کچې ته رسیدلي وي د څارنې، تحلیل او تعقیب مرحلې ته لاړ شي، ښایي دیني بنسټونه د لومړنیو بنسټونو څخه وي چې باید دې مقابلی ته پاملرنه وګړي.