کورنۍ تاوتریخوالۍ

Egypt's Dar Al-Ifta

کورنۍ تاوتریخوالۍ

پوښتنه

کورنۍ تاوتریخوالۍ څه حکم لری په ځانګړې توګه د میرمنې سره؟

ځواب

کورنۍ تاوتریخوالۍ له شرعي اړخه غندل شوی منکر دی، او حرمت یې لا هم زیاتیږي که په کورنۍ کې د یوې ښځېنه په وړاندې ترسره شي، او تر هغې هم سختیږې که د میرمنې(زوجې) په وړاندې وي، شریعت د ښځو پر وړاندې چلند د محبت او رحم په بنسټ بنا کړی دی؛ نو له همدې امله د خپلې ښځې وهل یا د هغې سره تاوتریخوالی کول شرعا حرام دي، او هغه څه چې په سورة النساء کې د ښځو د وهلو په اړه راغلي دي، هغه د تادیب یوه بڼه ده چې د یوه ځانګړي حالت سره مناسبت لري، او هغه خپل شرایط لري چې خلکو هیر کړي دي نو ځکه خو یې د هغي تطبیق په داسی توګه کړی چې د خپل مقصد برعکس حالت ته رسیدلی؛ نو له همدي امله د قانونی او ټولنيزو نظامونو له بدلون سره سم د هغې په منع كولو او جرم ګڼلو كې كومه مانع نشته او بلکه منع كول به يې د رسول اللهﷺ له كړنو او د شريعت د مقاصدو او اخلاقو سره موافقت وي.

Share this:

Related Fatwas