په طبي درملنه کې د بنیادي حجرو ټیکن...

Egypt's Dar Al-Ifta

په طبي درملنه کې د بنیادي حجرو ټیکنالوژۍ کارول

پوښتنه

په طبي درملنه کې د بنیادي حجرو ټیکنالوژۍ کارول څه حکم لري؟

ځواب

بنیادي حجرې هغه حجرې دي چې د تقسیم کیدو او زیاتیدو وړتیا لري چې د بیلابیلو  ډولونو تخصصي حجرو ترلاسه کوي او د بدن مختلف بافتونه جوړوي. پوهان پدې وروستیو کې توانیدلي چې دا حجرې وپیژني، د ځینو ناروغیو درملنې لپاره د دې د کارولو په هدف دا جلا کړي او وده وکړي. دا حجرې د جنین څخه ترلاسه کیدای شي چې د جرثومې دوري په مرحله کې وي، یا جنین د حمل په یوې مرحلې کې سقط شوی وي، یا د پلاسنټا یا د نو د تار له لارې، او یا د ماشومانو یا لویانو ،او  یا د داخلي حجرو له کتلې څخه د حجرو د استنساخ له لارې ترلاسه کیدای شي.

د دغو حجرو ترلاسه کول، وده ورکول او د درملنې لپاره یې کارول او یا پرې ممکنه علمي څیړنو ترسره کولو کې کار اخیستل، که چیرې دا هغه کس ته زیان ونه رسوي چې له هغه څخه ترلاسه کیږي، شرعا جایز دي.

خو د حرامو طريقو له لارې د بنیادي حجرو ترلاسه کول روا نه دي، لکه په قصدي توګه د جنين سقط کول پرته له کوم شرعي دليل څخه، يا د ښځې د تخمک او د بیګانه شخص د سپرم ترمنځ تلقیح اجرا کول، او يا له ماشوم څخه دا حجرې  اخيستل، حتی که د هغه د سرپرست په اجازې سره هم وي. ځکه چې سرپرست د هغه چا په اړه چې د هغه تر سرپرستۍ لاندې وي، د خالص ګټه لرونکي تصرف پرته د بل تصرف حق نه لري.

Share this:

Related Fatwas