د حاجت د پوره کیدلو په نیت د "يس" س...

Egypt's Dar Al-Ifta

د حاجت د پوره کیدلو په نیت د "يس" سورت ی تلاوت کول

پوښتنه

د حاجت د پوره کیدلو او د چارو د آسانتيا په نيت د سورت " يس" لوستل څه حکم لري؟

ځواب

د قرانکریم تلاوت یو له هغو امورو څخه دی چې څښتن ته یې د الله تعالی له لوري برکت، اجر او ثواب رسیږي. او له هغو سورتونو څخه چې د تلاوت د فضیلت په اړه یې احادیث راغلي دي یو هم سورت «یس» دی؛ له معقل بن یسار رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «او "يس"  د قرآن زړه دی. كه څوک یې د اللهﷻ او آخرت د غوښتنې په نیت تلاوت کړي، هغه ته به بخښنه وشي او په خپلو مړو باندې یې تلاوت کړئ». (امام احمد روایت کړی).

د سورت "يس"  تلاوت ډیر فضیلت لري او لوستلوونکی ته به یې الله تعالی ډیر اجر ورپه برخه کړي، د علماوو یوه ډله تاییدوي چې د سورت "يس" تلاوت د ضرورتونو د پوره کیدلو او د تکلیفونو د ختمیدلو په نیت -لکه د رزق براخۍ، د پورونو د ادا کیدلو  او اړتیاوو اسانتیاوې- په نیت سره جواز لري. او څوک یې په دې یقین سره تلاوت کړی، چې خدایﷻ به د قرآن كريم  او سورت "يس" د تلاوت په برکت سره د هغه مقصد پوره کړي، ان شاء الله مقصد به یې حاصل شي.

Share this:

Related Fatwas