دجومات یوه برخه په هغه څه کې کارول ...

Egypt's Dar Al-Ifta

دجومات یوه برخه په هغه څه کې کارول چه دهغې لپاره ندي وقف شوي

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۶) میلادي کال د (۲۳۰۶) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

یو جومات یا مجسد چې له سلو کلونو را هیسې جوړ شوی دی ، د سیمې خلکو نوموړي جومات په خپلو پیسو وران او بیا یې له سره یو پوړ یا منزل جوړ کړ ، د کلي خلکو له یوو کال نه زیات په هغه کې  نمنځونه ادا کړل ،چې وروسته بیا خلکو دویم پوړ هم آباد کړ ، د دویم پوړ په آبادولو سره د نوموړي مسجد یو له مسئولینو څخه دا پرېکړه وکړه چې نور به نو لمنځونه په دویم پوړ کې ادا کېږي او لاندې پوړ به د ځینو مراسمو د ترسره کولو لپاره وي او د لمانځه لپاره یوازي دویم منزل کفایت کوي  ، د یادولو وړ خبره ده چې د مراسمو له پای ته رسېدلو نه وروسته بیر ته د مسجد فرشونه هلته اوارېږي او خلک په هغه کې هم لمنځونه ادا کوي . نو ایا په دې توګه سره لاندنی پوړ د مراسمو د ادا کولو هال جوړېدلی شي او که نه ، سره له دې چې خلکو چې کومې پیسې غونډې کړې وې هغه یوازې  په دې صفت چې دلته مسجد جوړېږي ؟

ځواب

    هغه ځمکه چې د جومات اړونده کارونو له پاره وقف شوی وي ، جواز نه لري چې له هغې نه یوه اندازه د نورو کارونو لپاره په کار واچول شي نه موقتا او نه د تل لپاره ؛ نو نه هغه په کرایه ور کولی شي ، نه یې پلورلی شي او نه هم د نمانځه اوعبادت  پرته په بل څه کې استعمالولی شي : لکه لمونځ ا و اعتکاف ، ذکر تعلیم ، تعلم او د مسلمانانو عامه مصلحتونه هغه هم په داسې توګه چې د نمونځ کونکو حق ضایع نه شي ؛ الله تعالی (ﷻ) داسې ویلي دي :

وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا) [الحج :40]
ژبـــــاړه : او مسجدونه  چې په هغو کې د الله (ﷻ) نوم ډېر یادېږي .
(وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ ) [البقرة :114]
ژبـــــاړه : او څوک به لوی ظالم وي له هغه چا څخه چې د الله(ﷻ) جوماتونه بنده وي له دې نه چې د هغه (ﷻ) نوم پکښې یاد شي  .
او په بل آیت شریف دی چې :
(فِى بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ [النور :36])
ژبـــــاړه : ( دغه له نور نه ډکه ډېوه) په کورونو(جوماتونو) کې ده ،الله (ﷻ) اجازه ور کړې ده چې هغه دې لوړ او آباد کړی شي  او د هغه (ﷻ) نوم دې په دغو (کورونو یا جوماتونو) کې یاد کړی شي (او) په همدې  کې سهار او ماښام د هغه (ﷻ) تسبیح او پاکي بیانوي  .
او بل آیت دی چې :
(وَأَنَّ المَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا [الجن :18])
ژباړه : او بېشکه چې جوماتونه یوازې د الله(ﷻ) (د عبادت او ذکر) لپاره دي ، نو تاسې له الله (ﷻ) سره بل هیچوک مه بولۍ (یعنې له الله پاک سره بل څوک مه شریکوي).
نو ! بنا  پر دې سره د کومې پېښې په اړه چې پورتنۍ پوښتنه شوې ده ، خلاصه د ځواب  دا  ده  چې  روا   نده نه   د لنډ وخت   او نه هم د تل لپاره  چې د جومات  یوه برخه دې د مراسمو تالار جوړ کړی شي او خلک دې د خپلو ودونو ، عقیقو او داسې نورو مراسمو لپاره په نوبت سره نیسي .
 
والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas