په غیر اسلامي هیوادونو باندې د ډلییزې وژنې وسلې استعمالول
پوښتنه
په دا ورستیو وختونو کې د ځینو تنظیمونو او ډلو ټپلو له لوري ځینې لیکنې او وړاندیزونه نشر شوي دي چې وا يي چې په کفري هیوادونو باندې د ډلییزې وژنې د اسلحې کارول جوار لري ، په دې ګمان چې د دوۍ دا قول یا رایه د شریعت په اصولو بنا او ولاړه ده ، چې په دلیل کې د فقهې یوه اندازه عبارتونه او نصوص هم ذکر کوي او همدا رنګه دوۍ دا مسئله د تترس (1)، تبییت(2) او تحریق په هغو مسئلو باندې قیاسوي چې د فقهې په ځینو کتابونو کې ذکر شوې دي ، نو ایا دغه خبره سمه ده او د اسلام له سپېڅلي شریعت سره برابره ده او که نه ؟
ځواب
د ډلییزې وژنې وسله په پوزي او عسکري اصطلاح کې هغه نوعه غیر تقلیدي وسلې ته ویل کېږي چې په له لمنځه وړلو کې ډېره ځواکمنه وي ، چې د هغې په استعمالولو سره په سیمه کې یوه لویه تباهي را منځ ته کېږي او څومره ژوندي موجودات چې وي لکه انسانان ، څاروی او دا سې نور او همدا رنګه د استعمال شوې ځمکې چاپېریال ټول له منځه وړي .
دا ډول وسله په درې قسمه ده :
۱) ذروي یا هستوي ؛ لکه اټم بم ، هیدروجین بم او نېتروجین بم ، دا ډول وسلې په داسې توګه جوړې شوې دي چې یو ډول ځانګړې شعاګاني یا وړانګه لرونکي مواد خپره وي چې بشریت او ودانۍ په کامله توګه له منځه وړي او د یوې اوږدې مودې لپاره ښارونه په پوره ډول ملوث او ګنده کوي ، او ځینې د دې ډول بمونو بیا یوازې انسانان او ژوندي وګړي له منځه وړي چې ودانیو او تاسیساتو ته کوم زیان نه رسوي .
۲) کیمیاوي ؛ هغه ګازونه دی چې په بېلابېلو طریقو سره استعمالېږي او سوځونکي مواد له ځانه سره لري ، دا ډول ګازونه ژوندیو مخلوقاتو ته ډېر لوی خطرونه رسوي آن تر دې چې کله ناکله د مرګ سبب هم ګرځي ، همدا راز نباتات او فصلونه هم له دې څخه پوره اغیزمن کېږي ، دا زهرجن مواد زیاتره په ګازي اود هغو بهېدونکو موادو په بڼه کې وي چې ډېر زر په بخار سره بدلېږي او کله ناکله بیا صلب یا سخت حالت کې وي .
۳) بیالوژيکي وسلې ؛ مراد له دې ډول وسلو نه هغه مکروبونه او ویروسو نه دي چې د دښمن په لیکو کې د مختلفو خطرناکو وبایي ناروغیو د نشرولو لپاره استعمالېږي او د دښمن د مدارکو او مواردو لکه حیواناتو او زراعت په له منځه وړلو کې په کار اچول کېږي .
د اسلامي هیوادونو لپاره د دا ډول وسلو لاس ته را وړنه که د دې لپاره وي چې پر خپلو ځانو دتیرۍ مخه و نيسي نو دا د شرعې غوښتنه او په زړه پورې کار دي ، او دلیل هم د خدای (ﷻ) دا قول دي چې فرمايلي یې دي :
((وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ))[الأنفال :۶۰]
مانا او تفسیر : او تیار کړۍ تاسو (ای مومنانو) د هغوی (کافرانو د جنګ) لپاره د خپل توان په اندازه له طاقت او له تړلو (تکړه) اسونو نه چې تاسې په هغو سره د الله (ﷻ)دښمن او ستاسو دښمن و وېروۍ .
علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر کې ویلي دي چې : ٫٫ أي : من کل ما یتقوی به في الحرب کائنا ما کان ٬٬ اهـ ۲۴/۱۰ چاپ إحياء التراث العربي . ژبـــــــاړه : یعنې : ټول هغه څه چې په جګړه کې مسلمانانو ته په هغې سره قوت او طاقت را منځ ته کېږي .
الله پاک (ﷻ) په پورتني آیت شریف کې مسلمانانو ته دا سې امر کوي چې دښمنان دا سې منع کړي چې بیا یې په زړه کې هم دا را و نه ګرځي چې په مسلمانانو باندې برید و کړي ، او د اسلام په سپېڅلي شریعت کې منعه کول یو ډېر مهم اساس دي لکه څرنګه چې په شرعي حدودو او تعزیرونو کې ښکاره او څرګند را معلومېږي او همدا منعه او دفاع همدا راز یو سیاسي معتبر اساس او مبدأ ده چې هیوادونه یې د خپلو دفاعي سیاستونو په لاره کې کاروي لکه څرنګه چې دا خبره په نظامي ستراتیژې علم کې ثابته او بیان شوې ده ، نو د دا ډول وسلو لاس ته را وړل د هغه اصلي مطلوب له بشپړونکوڅخه دی او (مکمل المطلوب مطلوب ) یعنې د مطلوب تکمیل کونکی هم مطلوب وي ، او اجازه ور کول د یوه شي د هغه په مکتملاتو کې هم اجازه بلل کېږي ، او دا خبره دې هم پټه نه وي چې په دې کار سره د هیوادونو تر منځ یو ډول متبادل پوزي او ستراتېژیک توازن هم را منځ ته کېږي چې دا په خپل ذات کې یوه لویه فایده بلل کېږي ؛ ځکه دا کار د هغه دولت مخه نیسي چې و غواړي په یوه اسلامي هیواد باندې د برید او تیري اراده و کړي ، چې دا بیا هغه ناوړه جګړو ته د ور دا خلېدلو مخه نیسي چې اصلا باید را منځ ته نشي .
دا خو د نوموړې اسلحې تفصیلي پېژندنه وه او دا چې هدف له هغې نه د تیرې کونکو وېرول او مخنیوی وي ، او د دې ډول وسلې تر لاسه کول په دې نیت چې د دښمنانو د بریداو تیرې د مخنیوی لپاره وي له هغه نیت سره فرق لري چې غواړي دا ډول وسله تر لاسه او په غیر اسلامي هیوادونو یې د استعمالولو لمړی والی و کړي ،او د سوال کونوکي په پوښتنه کې له صورت د مسئلې نه دا سې را معلومېږي چې مقصد یې دا دویم ډول تر لاسه کونه ده ، چې د ځینو فردي اجتهادونو او ځینو ډلو ټپلو ځانګړي هدفونه دي چې د هغو پر اساس د دا ډول وسلې لاس ته را وړنه جایزه بولي ، چې دا ډول لاس ته را وړنه د اسلام د سپېڅلي شریعت په وړاندې ممنوع او ناروا عمل دی ، او دا چې د دې هدف لپاره د نوموړې وسلې لاس ته را وړل روا بولي او نسبت یې شریعت او د شریعت عالمانو ته کوي دروغ او په شریعت او دین پورې ددرواغوتړل دي ، او په دې باندې دلیل لاندې امور دي :
لمړی : دا چې جنګ یا جګړه باید یوازې د مسلمان مشرتابه تر بیرغ لاندې وي او باید چې د جنګ فیصله هم هغه په خپل اجتهاد سره و کړي ، او باید چې خلک یې په دې اړه پوره اطاعت و کړي . او دا کار د مسلمانانو مشرتابه ته د دې لپاره ور سپارل شوی دي چې یوازې هغه د هیواد له ښکاره او پټوکارونو نه خبر دی ، او هغه دی چې د را تلونکو افعالو او د هغو د پایلواټکل کولی شي او د خپل رعیت په مصلحتونو ښه پوهېږي ، او له همدې کبله کله چې یو څوک د مسلمانانو مشر و ټاکل شي سملاسي د جګړې د اعلانولو واک او ټولې عامې او نړیوالې چارې ور سپارل کېږي ، او همدا خلیفه او د مسلمانانو مشر هم بیا په خپل وار هیڅ فرمان د خپلو نفسي یا ځانې غوښتنو پر اساس نه صادروي بلکې د هر کار او هرې پېښې لپاره د تخصص له خاوندانو نه لازم مالومات او مشوهري اخلي ؛ چې هغوی عبارت دي له کار پوهانو ، پوزې چارواکو او سیاسي مشاورینو څخه چې په پای کې دوۍ ټول په تصمیم نیولو او فیصله کولو کې د مسلمانانو له ولي امر سره شریک بلل کېږي .
او که د عامو مسلمانانو له منځ نه یو تن و غواړي چې دا ډول وسله په خپل سر استعمال کړي نو دا به نه یوازې دا چې د مسلمانو په ولي امر باندې به یې ظلم کړی وي او د هغه حق به یې ضایع کړي وي بلکې د ټول امت حق به یې غصب کړي وي ؛ ځکه چې همدا وګړې خپلو ځانو نو ته دا حق ور کوي چې دا سې پریکړي و کړي چې په اصل کې د ټول ملت تر سرنوشت پورې اړه لري پرته له دې چې دې ملتونو او اهل حل او عقد ته په کې مراجعه وکړي ، او هغه هم په دا سې کارونو کې چې هیواد او هیواد وال ټول د تباهي لویې کندې ته ور غورځوي .
علامه بهوتي رحمه الله تعالی په شرح منتی الإرادات کې و یلي دي : ٫٫ د امیر له اجازې پرته غزا کول حرام دي ؛ ځکه چې د جګړې کار تر هغه پورې اړه لري ، ځکه هغه د دښمن په زیاتوالي ، کموالي ، کمین او جنګي چلونو باندې ښه پوهېږي ( مګر په هغه صورت کې چې ناڅاپه له کافر دښمن سره مخامخ شي او د هغه له شر او ضرر څخه و وېرېږي )چې په دې صورت کې پر ته د امیر له امر څخه له هغو سره جګړه کولی شي ؛ ځکه چې په دې حالت کې مصلحت په جګړه کې دی ٬٬ آهـ [۶۳۶/۱ ، چاپ عالم الکتب ].
دویم : دا چې په دې عمل سره د هغو نړۍ والو تړونونو ، معاهدو او اتفاقونو چې اسلامي هیوادونو له نورې نړۍ سره تر سره کړي دي پرېکول او ماتول را منځ ته کېږي ؛ ځکه چې د ټولې اسلامي نړي هیوادونو دا تړونونه په خپله اراده او خوښه تر سره کړي او لاس لیک کړي دي ، او دا نړیوال تړونونه د دې لپاره را منځ ته شوي دي چې په ټوله نړۍ کې امنیت او صلح یقیني شي او دا به هلته یقیني کېږي چې په دې تړون ټول لاسلیک کونکي هیوادونه په خپلو ژمنو پوره وفا وکړي ، او په دې اړه موږ ته الله (ﷻ) دا سې امر کوي :
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ)) [المائدة : ۱]
مانا او تفسیر : ای مومنانو ! په خپلو عهدونو یا تړونونو باندې وفا وکړۍ .
په پور تني ایت شریف کې (العقود) چې مفرد یې عقد دی او عقد په هر هغه تړون باندی التزام ته ویل کېږي چې د یو کار په هکله د دوواړ خونو تر منځ و شي ، شیخ الاسلام علامه ابن عاشور التونسي رحمه الله تعالی په خپل تفسیر کې په دې آیت باندې نیښلونه کوي او وايي چې : لام د تعریف په العقود کې تعریف د جنس ده لپاره د استغراق یعنې خپلو ټولو افرادو ته ور شامل دی، چې په دې سره ټولو هغو عقدونو یا تړونونو ته ور شاملېږي چې مسلمانانو له خپل خدای (ﷻ) سره تړلي دي چې هغه عبارت دي له عمل کولو په شریعت ... او هغو تړونونو ته چې مسلمانانو له نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم سره بیعت کړي و چې : له الله (ﷻ)سره به هیڅ شی نه شریکوي ، غلا به نه کوي ، زنا به نه کوي ... او هغو تړونونو ته هم ور شاملېږي چې مسلمانانو له مشرکانو سره تر سره کړي وو او همدا رنګه هغه چې مسلمانانو په خپلو منځونو کې یو له بل سره جوړ کړی او را منځ ته کړي وي . آهـ (3)
امام ترمذي رحمه الله تعالی له عمرو بن عوف المزني رضي الله عنه څخه حدیث روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم ویلي دي :
((((الْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ إِلاَّ شَرْطًا حَرَّمَ حَلاَلاً أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا))))
ژبـــــــاړه : مسلمانان په خپلو شرطونو پابند دي ، مګر هغه شرط چې حرام حلالوي او حلال حراموي .
امام جصاص رحمه الله ویلي دي چې : دا حدیث عام دی او په ټولو هغو شرطونو باندې وفا کول واجب ګرځوي چې یو انسان یې په خپل ځان لازم کړي تر هغو پورې چې د تخصیص لپاره کوم دلیل نه وي را منځ ته شوی . آهـ أحکام القرآن : ج۲ ص : ۴۱۸ چاپ : دار الفکر .
امام بخاري رحمه الله تعالی له علي بن ابي طالب رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم ویلي دي
((ذِمَّةُ الْمُسْلِمِينَ وَاحِدَةٌ يَسْعَى بِهَا أَدْنَاهُمْ ، فَمَنْ أَخْفَرَ مُسْلِمًا فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ، لاَ يَقْبَلُ اللَّهُ مِنْهُ صَرْفًا وَلاَ عَدْلاً))
ژبـــــاړه : د مسلمانانو ذمه واري او وعده په امان ورکول سره یوه ده او یو له دوۍ نه کولی شي چې هغه تر سره کړي یعنې کله چې یو مسلمان له چا سره تعهد په امان ور کولو سره و کړي ، هیڅوک هغه نشي ماتولی ، نو که چا د یوه مسلمان تعهد مات کړ په هغه دې د الله ، ملایکو او ټولو خلکو لعنت وي ، نه به یې الله (ﷻ)فرض قبول کړي او نه نفل یعنې هیڅ عمل یې د الله (ﷻ) په وړاندې د منلو وړ نه دی .
امام بخاري رحمه الله تعالی په خپل صحیح کې له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه و آله وصحبه وسلم
ویلي دي :
((أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا ، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ))
ژبــــــــــــاړه : څلور خویونه چې په چاکې موجود وي هغه خالص منافق دی ، او په چاکې چې یو له دې خویونو وي په هغه کې یو خصلت د نفاق موجود دی تر هغو پور ې چې هغه خوی پرېږدي ؛ کله چې امانت ور وسپارل شي خیانت به کوي او کله چې خبرې کوي دروغ به وا یي او کله چې وعده و کړي هغه به ماتوي او کله چې له چاسره لانجه کوي ښکنځلې به کوي .
او بیهقي رحمه الله وتعالی له عمرو بن الحمق الخزاعي رضي الله عنه نه روایت کړي چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي :
((إِذَا أمَنَ الرَّجُلُ الرَّجُلَ عَلَى نَفْسِهِ ثُمَّ قَتَلَهُ فَأَنَا بَرِىءٌ مِنَ الْقَاتِلِ وَإِنْ كَانَ الْمَقْتُولُ كَافِرًا))
ژبـــــــــاړه : کله چې یو سړي و بل سړي ته د هغه د سر امان ور کړي بیا یې وروسته له هغه و وژني نو زه له قاتل نه بېزاره یم ولو که مقتول کافر هم وي .
او کومو خوا و چې دا تړونونه تر سره کړي دي ټول یې د سولی په حالت کې تر سره شوي دي او د دې لپاره دي چې باید جګړه را منځ ته نه شي ، او په دې اړه الله (ﷻ) ویلي دي :
((وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)) [الأنفال : ۶۱]
مانا او تفسیر : او که دوۍ سولی ته غاړه کېښودله نو ته هم سولی ته غاړه کېده او په الله(ﷻ) توکل و کړه بېشکه چې هغه (ﷻ) اورېدونکی او عالم دي .
دریـــــــم : د دا ډول وسلې په استعمالولو سره په ناڅاپي ټوګه سره د ناخبرو خلکو وژ نه را منځ ته کېږي چې دا کار په اسلام کې جواز نه لري ؛ ځکه چې ابو داود په خپل مسند او حاکم په مستدرک کې له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت کوي هغه وا يي چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي چې :
((لاَ يَفْتِكُ المُؤْمِنٌ ،الإِيمَانُ قَيَّدَ الْفَتْكَ))
ژباړه : مؤمن به ناخبره او د غفلت په حالت کې څوک نه وژني ، ایمان د غفلت وژنه منعه کړې ده .
ابن الأثیر رحمه الله تعالی ویلي دي چې : په پورتني حدیث شریف کې چې د فتک کلمه ذکر شوې ده مانا یې دا ده چې یو سړی په خپل ملګري باندې د غفلت او ناخبرۍ په حالت کې حمله و کړي او هغه و وژني . آهـ (4)
د حدیث مانا او شرح داسې ده : د سړي ایمان هغه له ناببره وژلو نه دا سې منع کوي لکه څرنګه چې قید سړې له تصرف او حرکت نه منع کوي ، او د نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم دا قول چې ٫٫ لایفتک المؤمن٬٬ لفظا خبرې جمله ده او په معنا د نهې سره ده ؛ ځکه چې په دې کار کې مکر او دوکه موجوده ده او له فرېب او دوکې کولو نه په اسلام کې نهې را غلې ده ، او یا دا چې نوموړې جمله خبریه نه بلکې نهې ده .
کله چې خبیب الأنصاري رضي الله عنه د مشرکینو په بند کې واقع شو او بیا وروسته په مکه کې خرڅلاو ته وړاندې شي نو بنو الحارث ابن عامر بن نوفل بن عبد مناف هغه را و نیوو او خبیب هغه څوک وو چې د بدر په غزا کې یې حارث بن عمر وژلي وو ، اوس نو خبیب له هغو سره د بندي په توګه د مرګ لپاره شپې سبا کوي ، او کله یې چې د مرګ وخت را لنډ شو هغه د حارث له لور نه چې د هغې په کور کې بندي وو و غوښتل چې یو پاکې یا پتري ور کړي تر څو د خپل بدن د هغو ځایونو وېښتان و خریي چې لرې کول یې سنت دي ، کله چې هغې پاکي یا د وېښتانو خریلو آله ور ته راوړله له خپل وړوکي زوی څخه غافله شوه او زوی یې د خبیب لوری ته په خاپوړو وره غی خبیب هغه را واخیسته او په خپل ورانه باندې یې کېناوو ، مور یې چې دا حالت و لیده په لوی هیبت او وېره کې و لوېده ، خبیب رضي الله عنه ور ته و ویل ایا ته وېرېږې چې زه به دا هلک و وژنم ؟ خو زه به هیڅکله دا کار و نه کړم ، حارث و ویل : په خدای مې دې قسم وي چې له خبیب نه غوره بندي مې په خپل عمر کې نده لیدلی .... نو دا یو مسلمان بندي وو چې د خپلو دښمنانو په لاس کې پرېوتی وو چې هغوی یې د وژنې لپاره تیاری کوي او دې د مرګ ته انتظار کوي ، خو له دې ټولو لو سره سره کله چې هغه ته موقع په لاس وره غله او کولی یې شولې چې د هغو زړونه د دې هلک په وژنه سره له وینو ډک او په لوی غم یې اخته کړي خو هغه دا کار نه کوي ؛ ځکه چې د مسلمان دا اخلاق نه دي چې له خلکو سره دوکه او چل و کړي او نه هم څوک په غفلت او ناڅاپي توګه و وژني .
څلورم : دا چې له دې کار سره د کوچنیانو او ښځینه مرګ او ژوبله ور اوړي چې دا کار هم د اسلام د سپېڅلي دین له نظره یو ناروا او نامشروع عمل بلل کېږي ؛ ځکه چې په بخاري او مسلم کې له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت شوی دی چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په یوه غزوه کې یوه وژل شوې ښځه و موندل شوه کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې پېښې خبر شو نو فورا یې د ښځو او ماشومانو وژنه ناجایزه و بلله ، او په همدې صحیحینو کې په یوه بل روایت کې را غلي دي چې : نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه منعه کړه . امام نووي رحمه الله تعالی ویلي دي چې : ټولو علما وو په دې حدیث باندې په عمل کولو اتفاق کړی دی ، او په دې یې هم اتفاق کړی دی چې د هغو ښځو او ماشومان وژنه حرامه ده چې له مسلمانانو سره جګړه نه کوي ، خو که یې جګړه کوله نو د جمهورو علما و رایه دا ده چې باید و وژل شي . آهـ (5)
پنځـــــــــم : په دې فعل سره د نوموړو هېوادونو اصلي اوسېدونکو مسلمانانو او یا هم هغه مسلمانانو ته چې هلته تللي دي لویه مرګ او ژوبله ور اوړي ، او د اسلام سپېڅلي دین د مسلمان وینه ډېره عظیمه بللې ده او د هغې په ناحقه توینه باندې یې ډېر لوي تخویف او ترهیب بیان کړی دی ؛ د قران کریم د النساء سورت په ۹۳ آیت کې دا سې را غلي دي :
((وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا))[النساء : ۹۳]
مانا او تفسیر : او هغه څوک چی یو مؤمن قصدا و وژني نو جزا یې دوزخ دی همېشه به په هغه (دوزخ)کې وي او الله (ﷻ) په هغه باندې غضب کړی دی او په هغه یې لعنت ویلی دی او هغه ته یې لوی عذاب تیار کړی دی .
او د مائدې د سورت ۳۲ آیت بیا داسې دی :
((مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا))[المائدة : ۳۲]
مانا او تفسیر : د همدې (لمړني قتل ) له کبله موږ په بنې اسرایلو دا سې شریعت فرض کړ چې که څوک یو نفس و وژني، بې له دې چې دې نفس څوک وژلي وي او ( بې له دې چې) کوم فساد یې په ځمکه کې کړی وی ، نو داسې دی لکه ټول خلک یې چې وژلي وي ، او که څوک همدا( انساني نفس ) ژوندي کړې (یعنې د هغه ژوند وژغوري )،نو دا سې دی لکه ټول انسانان یې چې ژوندي کړي وي .
امام نسائي رحمه الله په خپل سنن کې له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم دا سې ویلي دي :
((لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ))
ژبـــــــــاړه : البته د الله په نزد د دنیا له منځه تلل ډیر اسانه دي له دې څخه چې یو مسلمان و وژل شي .
او ابن ماجه رحمه الله له حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت کوي چې هغه ویلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مې و لیده چې له کعبې شریفې نه یې طواف کاو او داسې یې ویل :
((مَا أَطْيَبَكِ وَأَطْيَبَ رِيحَكِ مَا أَعْظَمَكِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكِ وَالَّذِى نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ حُرْمَةً مِنْكِ مَالِهِ وَدَمِهِ وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلاَّ خَيْرًا))
ژبــــــــــاړه : څومره ښکلې او پاکه یې او ښکلی بوی لرې ، څومره لویي او عظمت لرې او لوی حرمت لرې ، په هغه ذات مې دې قسم وي چې د محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) نفس د هغه په لاس یا قدرت کې دی چې د مؤمن د وینې او مال حرمت او کرامت د الله (ﷻ) په وړاندې ستا له حرمت نه ډېر لوی دي او دا چې موږ به په هغه له خیر نه پرته بل ګمان نه کوو .
د یوه مسلمان قصدا په ناحقه وژل ډېره لویه ګناه ده آن تر دې چې له کفر نه وروسته بیا تر دې بله لویه ګناه نشته ، او د قاتل د توبې په اړه د صحابه کرامو او تابعینو .. تر منځ اختلاف دی چې ایا د قاتل توبه قبلېږي او که نه .
شپږم : دا چې دا ډول وسله استعمالول ښايي چې ټولو مسلمانانو ته ډیر لوي مشکلات او ستونځې را منځ ته کړي بلکې ښایي چې ټوله نړۍ له لوی تاوتریخوالي سره مخامخ کړي ؛ ځکه په کوم هیواد چې دا ډول حمله وشي طبيعي خبره ده چې هغه به د غچ اخستلو لپاره همدا ډول او یا هم تر دې قوي حمله کوي ، بله دا چې ځینې له دا ډول وسلو څخه ډېر بدياوورانونکياغیزې لری او ښایي چې له استعمال شوې ځمکې نه شاوخوا هغو نورو هیوادونو ته هم خپاره شي چې هیڅ جرم یې نه وي کړی . نو د دا ډول کړنو او تصرفاتو زیانونه او ضررونه ښایي چې له ګټو نه ــ که چېرې ګټه و لري ــ په موجوده او راتلونکو حالاتو کې څو چنده زیات وي ، او د شریعت یوه لویه او منل شوې قاعده ده چې (دفع المفسدة واجب ، و انه مقدم علی جلب المصلحة ) مانا دا چې : د فساد او ضرر دفعه کول واجب دي ، او د ضرر دفعه کول تر مصالحو لاس ته را وړلو څخه مخکې دي .
اوم : د ځینې دا ډول وسلو په استعمالولو سره خاصو او عامه شتمنیو ، مالونو ته لوي زیانونه ور اوړي ، چې د مالونو له منځه وړل او ضایع کول د اسلام په سپېڅلي شریعت کې حرام بلل شوي دي او دا حرمت بیا په هغه صورت کې نور هم سېوا کېږي چې نوموړی مال د هلاک کونکي خپل ملکیت نه بلکې د بل چا وي ـــ لکه چې په دې صورت کې لیدل کېږي ـــ ، نو دلته حرمت له دوه لوریو را منځ ته کېږي یو دا چې د شریعت د نهې مخالفت کېږي او دویم دا چې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کېږي .
اتـــم : د داډول وسلو کارول په ځینو صور تو نو کې استعمالونکی دې ته اړه وي چې هغه هیواد ته سفر و کړي چې هلته دا عملیات تر سره کوي ، او هلته تلل وروسته له هغه را منځ ته کېږي چې ټول ځانګړي رسمي إجراءات تر سره کړي او د هغه هیواد موافقه هم وا خلي چې ضمنا له دې موافقې سره دا هم را منځ ته کېږي چې نوموړی هیواد په دې شرط د هغه په ور تللو موافقه لري چې هلته به ضرر او ورانی نه کوي ، او دا شرط که څه هم په لفظ کې نه وي ذکر شوي خو په مانا کې معلومېږي ، چې فقها وو هم دا ډول یادونه کړې ده ؛ امام خرقي رحمه الله په مختصر کې دا سې وايي : څوک چې د دښمن ځمکې ته په امان سره ور داخل شو نو د هغو په مال کې به خیانت نه کوي ، ابن قدامه رحمه الله د دې عبارت شرحه کوي او وایي چې : په دې صورت کې له هغو سره خیانت کول حرام دي ؛ ځکه چې هغوی ده ته د ور تلولو اجازه او امان په دې شرط ور کړ چې دی به له هغو سره خیانت نه کوي او هغوی به له خپله لوري په امن کوي ، که څه هم دا خبره په لفظ کې نه وي یاده شوې خو دا په مانا کې موجوده ده ، او له همدې کبله که د هغوی له لوري یو تن موږ ته په امان غوښتنې سره را غي او بیا یې خیانت و کړ نو په دې سره هغه خپله وعده ماته کړه . نو کله چې یو مسلمان د دښمن لوري ته په امان او سوله سره ور واوړي بیا له هغو سره خیانت کول روا نه دي ؛ ځکه چې په دې صورت کې خیانت کول غدر بلل کېږي چې زموږ په دین کې غدر جواز نه لري .آهـ
[ المغني ج :۹ ص : ۲۳۷ چاپ : دار احیاء التراث العربي ]
او هغه شرعي او فقهې عبارتونه چې د دې ناوړه او نامشروع عمل د رواجولو لپاره په هغو تکیه شوې ده هغه عبارتونه دي چې له خپل اصلي سیاق نه وېستل شوي دي او په پلې کولو کې یې هم اختلاف موجود دی ؛ نو په دې سره دلیل نیول یو ډول شر ته لار جوړول دي او بس ؛ځکه چې په دې کې اصلا هغه بېلابېل توپیرونه له منځه ځې چې د بیلا بیلو حالاتو تر منځ وجود لري ، لکه دا چې د جګړی حالت د سلم یا سولی له حالت سره توپیرلري ، او دا چې د حرب یا جګړې حالت ځانګړي احکام لري چې د سلم یال سولی حالت یې نه لري ځکه چې د سلم یاسولی په حالت کې وینه ، مال او عرض ټول په امن وي ، او دا فرق واضحه ده موثر هم ده چې له دې سره د ډلییزې وژنې د وسلې د استعمالولو تړل سمون نه خوري ، ځکه هغه عبارتونه چې د فقهې په کتابونو کې را غلي دي لکه په دښمن باندې په شپه کې ناڅاپي حمله کول یا تترس یعنې د دښمن له لوري د مسلمانانو نه د ډال په توګه استفاده کول ،او دا سې نور مسائل چې په اسلامي فقهه کې را غلي دي ؛ چې په دې مسایلو باندې قیاسول یو ښکاره غلطي او خطا ده او بس ، که نوموړي مسایل او قواعد په خپل ذات کې په خپل هغه ځای کې چې فقها و وکارولې دي او په خپله هغه حکم کې چې دوۍ ور باندې نازل کړی دی صحیح دي . خو لویه غلطي دا ده چې دا ډول سالم احکام له خپل محل څخه را نقل شي او په بل نامناسب ځای او په یوه صورتا ، تکیفا او حکما مختلفه پېښه کې و کارول شي .
همدا راز د نوموړې مسئلې قیاس په قتال د صائل یا حمله کونکي او د هغه په وژنه باندې هم صحیح نده ؛ ځکه چې د صائل د منعه کولو او د جهاد د باب احکام یو له بل سره توپیر لري ؛ لکه دا چې : پکار ده چې صائل په تدریجې ډول سره په اسانه طریقه سره له حملې کولو نه منعه شي ، نو که په خبرو سره منعه شو وهل یې حرام دي او که په لاس سره منعه شو نو په توره سره یې منعه کول حرام دي ، او همداسې نور ، او په دې مسئله باندې په قیاس کولو سره هیڅ کله څوک دا حق نه شي تر لاسه کولوی چې د ټول وژنې د وسلې د استعمالو اجازه دې ځان ته ور کړي .
همدا راز په هغو حدیثونو باندې استدلال کول چې د تبییت المشرکین یا د منجنیق کارول او یا کورونو سوځونې په اړه را غلي دي ، نو څوک چې د عامه وژنې وسله په دې صورتونو باندې قیاسوي ، دا قیاس په حقیقت کې مردود او باطل دي ؛ ځکه چې د دې پورته صورتونو او عامه وژنې وسلې تر منځ دوه لوي توپیرونه وجود لري ؛ دا سې چې نوموړي احادیث د جګړې په حالت کې وارد شوي دي ، او ښکاره خبره ده چې د جګړې د حالت احکام د نورو حالتونو له حکمونو سره فرق لري ، او همدا راز په منجنیق کې د ډبري یا کاڼي د ویشتلو او نوموړې وسلې د کارول تر منځ په تاثیر غورځونه کې لوی فرق وجود لري ؛ ځکه د منجنیق ګوزار محدوده مرګ ژوبله را منځ ته کوي خو د اټومي وسلې کارل لویه بربادي شاته پرېدي او توپیر یې ښکاره ده ، بل دا چې نوموړي واقعات کوم چې په نبوي احادیثو کې ذکر شوي دي هغه د یوه ولي امر تر بیرغ او امر لاندې تر سره شوي دي ، چې دا بیا له دې صورت سره لوي فرق لري چې یو فرد یا افراد له لویې ټولنې نه را پورته شي او د امیر یا ولی امر نه خروج و کړي او په خپل سر د جګړې او جهاد اعلان و کړي ، چې په دې سره به هغه نه یوازې دا چې د امیر حق تلف کړی وي بلکې د ټول امت حق به یې د جهاد په نوم تر پښو لاندې کړي وي .
بل دا چې نوموړي احادیث فرضا که صحیح هم و بلل شي نو دا په ځینو معینو پیښو کې را منځ ته شوي دي چې عموم یې نده صحیح ، نو له همدې کبله ځینو علماو دا رایه ور کړې ده چې اصل په تبییت او سوځونه او تخریب کې عدم جواز دی ؛ ځکه چې په دې باب کې په هغو قولي نصوصو باندې اعتماد کېدلی شي چې د عموم صفت لري .
سره له دې چې زموږ دا رایه ده چې حق او غوره خبره دا ده چې له سره د عامه وژنې ټولې هغه وسلې چې عامه سوځونه را منځ ته کوي باید استعمال یې منعه و ګرځول شي ؛ تر ځو د هغې قولي نهې په مقتضی سره عمل و شي چې په اور د سوځونې په اړه لمړي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم امر و کړ او بیا مخکې له دې چې هغه امر تطبیق شي هغه صلی الله علیه وآله وسلم بیر ته نهې و کړه ، سره له دې چې حالت هم حالت د جګړې وو او نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم په هغه حدیث کې چې بخاري له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت کړی دی دا سې و ویل :
((وَإِنَّ النَّارَ لاَ يُعَذِّبُ بِهَا إِلاَّ اللَّهُ))
ژبـــــــــاړه : بېشکه چې له الله (ﷻ) څخه پرته بل څوک په اور باندې چا ته عذاب نه شي ورکولی .
نو نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم له سوځونې نه منعه کړې ده ، او دا هم ښکاره او معلومه ده چې زیاتره د دا ډول وسلو د لوی اور اچونې سبب ګرځي ، نو حق خبره دا ده چې د دا ډول وسلو استعمال باید مطلقا منعه شي که څه هم د جګړې حالت وي ځکه چې په دې اړه له نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم څخه چې کومه نهې را غلې ده هغه عامه ده .
او دا چې څوک دا مسئله دا سې بولي لکه د تبییت العدو(6) نو دا خلکو ته یوه نوعه مغالطه ور کول دي ؛ ځکه چې فقهاوو چې په کوم ځای کې د تبییت جواز ور کړی دی هغه مقید ده په ځینو قیودو سره د مثال په توګه : باید چې حالت د جګړې وي ، او باید چې نوموړي دښمن هغه څوک وي چې قتال یې روا وي ، او هغه څوک نه وي چې زموږ او هغوی تر منځ توافق نامې او یو ډول تړونونه لاس لیک شوي وي چې هغه د ډزبندي حکم لري ؛ نو بنا پر دې سره په هغو کفارو باندې چې زموږ او هغوی تر منځ تعهد نامې او نړیوال تړونونه وجود و لري په ناببره او ناخبره توکه د تبییت تر عنوان لاندې حمله کول هیڅ جواز نه لري ؛ ځکه چې د تړونونو ټول لوري په خپل منځ کې یو بل ته د هغو په نفس ، مال او ناموس تأمین ور کوي یعنې په دې اقرار کوي چې ټول به د یو بل له ضرر نه په امن یو ، نو کله چې له دغو سره تبییت او دا ډول نور عملونه جواز ونه لري نو د عامه وژنې هلاکونکې وسله خو د هغوی په مقابل کې باید چې من باب اولی حرامه او ناجایزه و بلل شي .
او د تترس مسله او دا سې نورې یوازې د جګړې په حالت کې جواز لري او هغه هم د یو لړ ځانګړو شرطونو او معینو صورتونو په حالاتو کې چې قفهاوو یې په اړه تفصیلي معلومات لیکلي دي . (7)
نو بنا په پورتني تفصیلي بیان سره : نوموړې دعوه باطله او هیڅ شرعي اعتبار نه لري او د دا ډول اقوالو نشرول او رواجول یو لوی جرم او د ځمکې په سر د عظیم فساد خورول دي کوم چې الله (ﷻ) په کلکه منعه کړی دی او مرتکب ته یې د سختو عقوباتو وعید بیان کړی دی ،
الله جل جلاله ویلي دي :
((لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا))[الأحزاب : ۶۰]
مانا او تفسیر : په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي ! که چېرې دا منافقین (له خپل نفاق نه) منعه نه شي او هغه کسان چې په زړونو کې یې ( د فحاشي او بدلمني) مرض دی او هغه کسان چې په مدینه منوره کې دروغ او باطل د وېرې اچونکي اقوال خپروي (که دوۍ ټول له دې خپلو بدو اعمالو نه منعه نه شول) نو هرو مرو به مو په دوۍ باندې برلاسي کړو چې بیا به دوۍ له تا سره په دې (مدینه) کې و نه اوسېږي مګر لږ (وخت)
((وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ))[الأعراف : ۸۵]
مانا او تفسیر : او تا سې فساد مه کوۍ په ځمکه کې وروسته له اصلاح او جوړښت د هغې څخه ، دا ستاسو لپاره خیر دی که چېرې تاسو مومنان یاستۍ .
((فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ *أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ)) [محمد : ۲۲،۲۳]
مانا او تفسیر : نو ښایي چې که تاسې قدرت ته و رسېږۍ نو په ځمکه کې به فساد و کړۍ (یو بل به و وژنۍ) او صله رحمي به قطعه کړۍ ، دوۍ هغه کسان دي چې الله تعالی پرې لعنت کړی دی (له خپل رحمت نه یې لرې کړي دي) پس دوۍ یې (له حق اورېدلو او لیدلو نه ) کاڼه او ړانده کړل .
والله سبحانه وتعالی أعلم
-----------------------------------
(1) تترس دې ته وايي چې کفار په جګړه کې د مجاهدینو په مقابل کې له مسلمانانونه د ډال په توګه کار واخلي .
(2) تبییت بیا دې ته وا یي چې په شپه کې په دښمن باندې د هغه په ناخبري کې حمله وشي .
(3) د علامه ابن عاشور تفسیر : التحریر والتنویر : ۷۴/۶ چاپ : الدار التونسي للنشر
(4) النهایة في غریب الحدیث والأثر ، ج : ۳ ص : ۷۷۵ چاپ : المکتبة العلمیة بېروت لبنان
(5) د امام نووي کتاب ( شرح مسلم ) جلد ۱۲ صفحه : ۴۸ چاپ : دار إحياء التراث العربي .
(6) تبییت دې ته وا یي چې په شپه کې په دښمن باندې د هغه په ناخبري کې حمله وشي .
(7) مراجع : البحر الرائق ج : ۵ ص : ۸۰ ، حاشیة ابن عابدین ج : ۳ ص : ۲۲۳ ، روضة الطالبین ج : ۱۰ ص : ۲۳۹ ، مغني المحتاج : ج : ۴ ص : ۲۲۳ ، المغني لابن قدامه ج : ۸ ص : ۴۴۹ و ج : ۱۰ ص : ۳۸۶