مسجدونه د اشخاصو په نوم نومول
پوښتنه
که یو څوک جماتونه د مشهورو اشخاصو او یا هم د جومات جوړونکي په نوم و نوموي نو دا کار د اسلام له نظره منع او حرام دي او که نه ؟
ځواب
د اسلام د سپېڅلي شریعت له مخې د یو چا په نوم د جوماتونو نومول کوم مانع نه لري ، که هغه شخص د جماعت جوړونکی وي او یا هم بل څوک لکه یو مشهور عالم یا حاکم او یا هم کوم نیک شخصیت ، که چېرې هغه د دې نوم مستحق وي ، او یا هم د دې لپاره وي چې د نوموړي جومات له نورو نه توپیر را منځ ته شي او د خلکو لپاره یې پېژندنه آسانه و ګرځي لکه د عمرو بن العاص جومات، د امام شافعي جومات او داسې نور خو دا په هغه صورت کې چې نیت یې نیک او خدایي وي ؛ ځکه نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم وايي چې (( إنما الأعمال بالنیات )) ژبـــــاړه : بېشکه چې (ثواب ) د عملونو په نیت پورې اړه لري .
خو که څوک یو جومات په یوه نوم د ریا ، تکبر او فخر کولو لپاره ونوموي نو دا کار بیا جواز نه لري .
په پورتني بیان سره د سوال کونکي د پوښتنې ځواب را څرګندېږي .
والله سبحانه وتعلی أعلم .
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
