د حمل کمه موده

Egypt's Dar Al-Ifta

د حمل کمه موده

پوښتنه

موږ د ۲۰۰۳ میلادي کال د (۲۰۷۹) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

    پوښتنه دا ده چې د حمل کمه موده په اسلامي شریعت کې څومره ده ؟

ځواب

    د اسلامي شریعت د فقها وولخوا د حمل کمه موده شپږ میاشتې ښودل شوې ده او په دې کې د هغوی تر منځ هیڅ اختلاف وجود نه لري ، دوۍ نوموړې موده د قران کریم له دوه مبارکو آیتونو نه اخیستې ده ، لمړی آیت دا دی چې :
    ((وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا))[الأحقاب :۱۵]
    مانا او تفسیر : او موږ انسان ته دا سپارښتنه کړې ده چې له خپل مور او پلار سره به نېکي کوي ، (ځکه) د هغه مور دې په خپله ګېډه کې په تکلیف سره حمل یا بار کړي وو او بیا یې په تکلیف سره زېږولی و ، او د هغه حمل او له شودو نه یې بېلول په دیرشو میاشتو کې پای ته رسېږي .
    دویم آیت :
    ((وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ)) [البقرة : ۲۳۳]
    مانا او تفسیر : او میندې به خپلو اولادونو ته پوره دوه کاله شودې ور کوي هغه څوک چې غواړي رضاعت یا شودې ور کول پوره کړي .
    وجه د دلالت دا ده چې الله (ﷻ) د رضاعت موده پوره دوه کاله و ګرځوله لکه څرنګه چې په دویم آیت کې ذکر شول یعنې څلور ویشت میاشتې ، او د حمل او له شدو نه بېلولو موده یې دیرش میاشتې و ګرځوله ، لکه څرنګه چې په لمړني آیت کې ذکر شو ، او کله چې دواړه آیتونه سره جمعه کړو نو په دې دلالت کوي چې د حمل کمه موده شپږ میاشتې ده .
    او په دې سره د پوښتنې ځواب و ویل شو .

    والله سبحانه و تعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas