د مصنوعي حمل او د رَحم په کرایه کول...

Egypt's Dar Al-Ifta

د مصنوعي حمل او د رَحم په کرایه کولو حکم

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۶) میلادي کال د (۹۵) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

په  مصنوعي ډول د حمل ا خیستلو په اړه او  همدا رنګه که یوه ښځه د خپل ماشوم لپاره د بلې ښځې رحم یا د مور په نس کې د ماشوم د پاته کېدلو ځای په کرایه اخلي نو د دې ټولو په اړه د اسلام د سپېڅلي دین شرعي حکم بیان کړي چې ایا دا روا ده که ناروا ؟

ځواب

که چېرې دې ته اړتیا  پیدا شي چې د ښځې او د هغې د خاوند انجاب یا حمل باید له رحم نه بهر په طبي خاصو طریقو سره را منځ ته شي ، هغه داسې چې ښځه او یا هم د هغې خاوند کومه   مریضي و لري او دا ثابته شي چې د نوموړې ښځې رحم د دې وړ ندی چې حمل واخلی بلکې یوازینۍ لاره یې دا ده چې  د هغې له رحم نه بهر ترتیب او بیا هلته ور نقل شي ، او طریقه یې په لاندې توګه ده:

د ښځې له رحم نه بهر د حمل رامنځ ته کول داسې چې د خاوند یا مېړه له منیو نه هغه ژوندي حیوان چې د حمل سبب ګرزي او د مېرمنې له رحم نه هغه وړه هګۍ چې د هغې نه د انسان خلقت منځ ته را ځي دا دواړه را واخستل شي او په یوه طبي خاصه طریقه سره نوموړی منوي حیوان هغې وړې هګۍ ته داخل کړی شي او بیا بیر ته د مېرمنې رحم یا د ماشوم کېدلو ځای ته داخل کړی شي دا د اسلامي شریعت له نظره په هغه صورت کې ممانعت نه لري چې : دا په یقین سره ثابته شي چې نوموړي هګۍ د خپلې مېرمنې او منوي حیوان د هغې د  مېړه دي او یوازې په طبي ځانګړو طریقو سره د هغو دواړو تر منځ له رحم نه بهر  یو ډول تفاعل او یو ځای والی را منځ ته شوی دی، چې بیا هغه د منوي  حیوان په ذریعه بډایه  شوې هګۍ   بیر ته د نومړې مېر منې رحم ته انتقال شوې ده  ، بې  له دې چې په هغې کې کوم تبدیل را منځ ته شي او  بې لدې چې  له هغې سره د بل انسان مني یو ځای شي ، بل دا چې پکار ده چې دا کار د هغه پوه او امین طبیب په لاس تر سره شي چې د خلکو په منځ کې په نه خیانت کولو سره مشهور وي .
او د ښځو د رحمونو او حمل ځایونو په کرایه نیول د اسلام د شریعت له مخې حرام او ممنوع دی ، او په دې اړه د اسلامي فقې ټولنې د لمړۍ شمېرې پرمان له مخې چې د ۲۹/۳/۲۰۰۱ نېټه په خپله علمي جلسه کې یې صادر کړ د رحم په کرایه نیول یې د اسلامي شریعت له مخې حرام او ناجایز عمل و باله ، همدارنګه د موجوده عصر ټولو فقها وو په دې اجماع کړې ده چې دا کار حرام دی ، ځکه چې د دریم لوري په موجودوالي سره سړی په یقین سره نه شي ویلی چې د ماشوم اصلي مور دې کومه یوه وي : ایا هغه ښځه چې د حمل د هګۍ مالکه ده او ماشوم په ټولو ارثي خواصو کې هغې ته ورته دی ، دا دې د نوموړي ماشوم حقیقي مور وي ؟ او یا دا چې حقیقي مور دې هغه وي چې دا ماشوم یې په خپل رحم کې په مختلفو پړاونو کې ساتلي او لوي کړی دی تر دې چې هلته یو ژوندي انسان جوړ شوي او بیا یې دې نړۍ ته له همغه ځایه سترګې پرانستلي دي ؟ نو د دې لپاره چې په نوموړي مسئله کې ډېر لوي خلل او په آینده کې د دواړو ښځو تر منځ یوه لویه تنازع او جدل را منځ ته کېږي چې خلل او نزاع دواړه د اسلام له اصلي موخو چې امن ، نظم ، استقرار د حالاتو او رفع د نزاع دې ، یو مخالف عمل بلل کېږي .
 
والله سبحانه وتعالی اعلم
Share this:

Related Fatwas