د وقف کونکي د شرط د تغیرېدلو حکم

Egypt's Dar Al-Ifta

د وقف کونکي د شرط د تغیرېدلو حکم

پوښتنه

موږ د ۲۹/۱۱/۲۰۰۶ م د (۲۲۷۶) شمېرې پوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

    زما وکیله وایي چې پلار مې یوه اندازه زراعتي ځمکه د دې لپاره وقف کړه چې عاید یې د خپلې کورنۍ په مسجد باندې مصرف کړی شي ، په دې مانا چې یو دهقان به یې کري ـــ او هغه زما خاوند دی ـــ او حاصل به یې د امام تنخوا او د جماعت نور لګښت ته ورکول کېږي . خو وروسته بیا نوموړی جومات په اوقافو وزارت پورې و تړل شو او هغه وزارت ټول لګښت په غاړه لري سره له دې چې د وقف کونکي کورنۍ هم شتمن دي او کولی شي چې د جومات مصرف پخپله تر سره کړي ، نو پوښتنه دا ده چې ایا زه کولی شم چې د نوموړې ځمکې حاصلات او غله بلې کومې خیریه مؤسسې او یا هم کومې یتیم خانې ته خیرات ورکړم ؟

ځواب

    د هغې فقهي مشورې قاعدې له مخې چې وایي (شرط الواقف کنص الشارع) یعنې د وقف کونکي شرط داسې دی لکه د شارع عبارت او لفظ ، نو تر هغو پورې چې د وقف کونکي د شرط عملي کولو ته لاره وي باید چې عملي شي او شرعا له هغه نه بلې خوا ته اوښتل جواز نه لري .
    نو بنا پر دې سره د پوښتنې په اړه فتوا دا ده چې : ستا د وکیلې د پلار له هغه شرط نه چې وا یي د دې ځمکې حاصل به په جومات او د هغه په امام مصرفیېږي شرعا باید بلې خواته انصراف و نه شي ، او دا چې جومات اوس تر اوقافو پورې اړه لري د وقف کونکي د شرط د پلي کولو مخه نه نیسي ، او دا چې د هغه کورنۍ مالداره ده او د مسجد مصارف له نورو لارو هم کولی شي دا هم په دې اړه کوم اعتبار نه لري او هغوی کولی شي چې خپل مالونه په نورو خیریه کارونو کې و لګوي .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas