ایا د قرآن شریف د تلاوت لپاره طهار...

Egypt's Dar Al-Ifta

ایا د قرآن شریف د تلاوت لپاره طهارت یا پاکي شرط ده ؟

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۳) میلادي کال د (۱۸۷۱) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

سوال کونکی وایي چې : ایاد قران کریم تلاوت د ثواب په نیت پرته له اوداسه جواز لري او که نه ؟ هیله لرم چې په دې اړه د اسلام د سپېڅلي شریعت حکم بیان کړي ؟

ځواب

    که څوک غواړي چې  عظیم الشان قران له مخې تلاوت  کړي نو په هغه باندې واجب ده چې له وړې او لویې دواړو بې اودسیونه  پاک وي یعنې نه جنوب وي او نه هم بې اودسه ؛ ځګه چې د حضرت علي کرم الله وجهه په حدیث کې راغلي دي چې وا يي :

(رأیت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم توضأ ثم قرأ شیئاً من القرآن ثم قال : هکذا لمن لیس بجنب فأما الجنب فلا ولا آیه .)
ژبــــــــــاړه : رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مې و لیده چې اودس یې و کړ بیا یې یوه اندازه قرآن کریم  و لوسته بیا یې و  ویل : دا طریقه د هغه چا لپاره ده چې جنوب نه وي ، خو که څوک جنوب وي، نه! یو ایت دې هم نه لولي
او که چېرې د قرآن کریم قاري یا لوستونکی حافظ وي او یا یې یوه اندازه یاد وي او د قرآن مجید له مخې نه بلکې له یاده  یې لولي نو په دې صورت کې شرعاکوم مانع وجود نه لري او لوستل یې جواز لري .
له پور ته بیان څخه د پوښتنې ځواب معلوم شو .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas