د مقتدي له امام نه مخکې درېدل
پوښتنه
ځواب
د حنفي ، شافعي او حنبلي مذهب جمهورو علما و په رایه سره د مقتدي مخکې والی په امام جایز نه دی ، نو هغه مأموم یا څوک چې د امام له سلام ګرزولو نه وروسته را شي او په هغه چا پسې اقتدا و کړي چې یوه اندازه مونځ ور نه تېر شوی وي او په هغه ځای کې ولاړ وي چې له امام نه د قبلې لوري ته مخکې وي د ده مونځ هم باطل ګرزي (ځکه چې اقتدا په باطل پسې باطله ده) ؛ او د امام معنا هم د لغت له مخې دا ده چې باید له خلکونه مخکې وي ؛ ابن قاسم الغَزًِي الشافعي په خپل کتاب « فتح القریب المجیب شرح متن الغایة » کې ویلي دي : ( او د جماعت په هر ځای کې چې مقتدي په امام پسې مونځ ادا کړي او دی د خپل امام په مانځه پوهېږي یعنې خپله امام ویني او یا هم ځان نه مخکې صفونه ویني نو مونځ ېې په دې شرط جایز او اقتدا یې سمه ده چې له امام نه د قبلې لوري ته مخکې نه وي ولاړ ، او که چېرې له امام نه په یوه طرف کې د قبلې لوري ته مخکې ولاړ وي نو مونځ ېې غیر صحیح دي ، او له امام سره مساوي یا برابر درېدل یې مانځه ته ضرر نه رسوي ، خو مستحب دا ده چې له امام نه لږ وروسته و درېږي ) اهـ ، او د مالکي مذهب علما واېې چې د مقتدي مخکې والی پر امام باندي که ضرورت نه وي نو جایز دی خو سره له کراهته او که ضرورت وي بیا نو مکروه هم ندی ؛ او د مأموم مونځ هم په صحیح بولې په هغه صورت کې چې په خپل امام پسې په د مانځه به ارکانو کې متابعت او رسیدګي کولی شي ؛ او د دوۍ دلیل دا دی چې د دې مسئلې په اړه سکوت را غلی ؛ نو هغه په حکم د عفوې کې داخلېږې خو په دې شرط چې په مانځه کې ېې خلل را منځ ته نه شي داسې چې که له امام نه مخکې وو درېږي نو د امام متابعت نه شي کولی ، د « مواهب الجلیل شرح مختصر خلیل » مصنف ویلي دي : ( فرع ! په المدخل کې وايی : د لمونځ کونکوله امام او جنازې نه مخکې درېدل دوه مکروهاته را منځ ته کوي : یو دا چې له امام نه مخکې شو دویم دا چې له جنازې یا مړي نه مخکې شو. اهـ . نو بنا په دې سره یوازې له جنازې نه مخکې درېدل مکروه دي ، او که امام یا هم مقتدي هر یو له جنازې نه وړاندې و درېده په دې دواړو حالاتو کې مونځ جایز دی) اهـ ، د « الفواکه الدواني إلي رسالة ابن أبي زید القیرواني » خاوند لیکي : (دوه ملاحظات : لمړي دا چې زموږ له دې فیصلې نه دا سې معلومېږي چې دا ترتیب او همدا رنګه د امام نه شاته درېدل مستحب دې او د دې خلاف عمل مکروه دی ، او د مقتدي له امام نه مخکې یا ور سره یو ځای درېدل هغه وخت مکروه دی چې ضرورت او اړتیا وجود وو نه لري )اهـ ، او په « حاشیة العدوي علی شرح کفایة الطالب الرباني » کې را غلي چې : (که چېرې مقتدي له امام نه د عذر له وجې مخکې وو درېده دا سې چې جماعت ډک وي او شاته ځای نه وي ، مونځ یې جایز دی او مکروه هم نه دی)اهـ .
و الله سبحانه و تعالی أعلم