د هغې ښځې حقونه چې مېړه یې له هغې سره له جماع کولو مخکې مړ شي
پوښتنه
یو خور چې کوزده یې و شوه او مخکې له دې چې واده شه او مېړه یې څو ورځې مخکې له دې چې ور سره کور والی وکړي وفات شو ، موږ غواړو چې د لاندې موضوعاتو په اړه په شرعي حکم پوه شو :
- د هغو سامانونو لست چې د ناوې لپاره د دواړو لورو په موافقه لیکل شوی وو ، چې د رواج سره سم باید یوه برخه د هغې خاوند او یوه برخه مېرمن تیار او برابر کړي .
- طلا یا سره زر .
- دخاوند مړینه د هغه د کار په وخت کې د یوې پېښې له لامله را منځ ته شوله چې د نوموړې پېښې له وجې یوه اندازه مالي عوض هم لاس ته را غلی دی ، نو د دې پیسو حکم څه دی ؟
- معاش یا تنخا.
- په نکاح خط کې مؤجل مهر هم لیکل شوی دی ،هغه د چا حق کیږي .
- د مړي په نوم یو کور یابلاک هم موجود دی چې د هغه د پلار په اپارتمان کې ده .
د یادونې وړ خبره ده چې هغه یو پلار ، درې وروڼه ، درې خویندې او همدا مېرمن لري .
ځواب
شرعې فیصله دا ده چې د خاوند یا مېړه په مړینه سره د هغه مېرمن د پوره مهر مستحقه ګرځي .
او د پوښتنې په اړه بنا په هغه څه چې موږ و ویل فتوا دا ده چې :
لمړی : د هغه مېرمن د کامل او پوره مهر مستحقه ګرځي په دې مانا چې د کور د سامان په لست کې چې کومه برخه باید د هغې خاوند پېرلې وی دا معجل یا مقدم مهر بلل کېږي او هغه اندازه سره زر چې تعین یې شوی وه د مهر جز یا یوه برخه بلل کېږي چې باید د هغه کونډې ته ور کول شي همدا رنګه هغه مؤجل یا مؤخر مهر چې په نکاح خط کې لیک شوی دی دا ټول د کونډې شرعي حق دی او باید هغې ته ور کړل شي .
دویم :د هغه عوض په اړه چې د مړي د دندې له ځایه لاس ته را غلی دی که چېرې په هغو معینو خلکو نه وي وېشل شوي چې د هغه د مړینې له لامله زیانمن شوي وي یعنې د هغوی د زیان او تاوان په اندازه ؛ نو شرعي میراث په توګه په ورثه و باندې ویشل کېږي .
دریم : د هغه د تنخا په اړه خبره دا ده چې هغه د بېمې او معاشاتو په قانون سره فیصله کېږي .
دریم : د مؤخر یا مؤجل مهر په اړه خبره لکه چې ذکر شوه د کونډې شرعي حق دی چې باید د میراث له تقسیم نه مخکې ور ته ور کړی شي .
څلورم : د هغه د کور په اړه فیصله دا ده چې که د هغه شخصي ملکیت وي نو په ورثه و باندې د میراث د شرعي تقسیم له مخې هر یوه ته د خپلې برخې په اندازه ور وېشل کېږي ، نو د هغه کونډې ته ربع فرضي ور کول کېږي ځکه چې هغه له ذو الفروضو څخه ده او له ربع یا څلورمې حصې پرته نور ټول د هغه د پلار حصه ګرځي په عصبیت سره ؛ ځکه چې له پلار پرته د هغه لپاره بل نیږدي خپل په عصبیت سره څوک نشته ، او د هغه وروڼو او خویندو ته هیڅ برخه نشته ځکه چې د هغه پلار قوي جهت بلل کېږي او د هغه وروڼه او خویندې یې ټول له میراث اخستلو نه بند کړل .
دا په هغه صورت کې چې که خبره همداسې وي لکه څرنګه چې په سوال کې را غلې ده او د مړي نور ورثه وجود و نه لري او یواځې همدا ورثه وي کوم چې په پورتنۍ پوښتنه کې یاد شوي دي .
والله سبحانه وتعالی أعلم .
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
