د هغې ښځې حقوق چې له کوروالي یا جماع نه مخکې طلاقه شي
پوښتنه
له یوې نجلۍ سره مې د نکاح مراسم تره شول خو مخکې له دې چې ور سره جماع یا کور والی وکړم هغې له ما څخه د طلاق غوښتنه و کړه .
نو د هغې شرعي حقوق څه دي ؟
ځواب
له جماع یا کور والي څخه مخکې طلاق ته باین ویل کېږي ، نو که چېرې دا ډول طلاق د مېرمنې په غوښتنې سره تر سره شي او دا خپله د طلاق په مجلس کې حاضره وي او خاوند د هغې له ټولو او یا هم له ځینو شرعي حقونو نه برائت وکړ نو د هغې حقونه د دوی دواړو له اتفاق سره سم ثابتېږي ، او که مېرمنې له خپل مېړه څخه په داسې حال کې خلع و غوښتله چې مېړه اصلا د هغې د طلاق اراده نه لرله نو په دې صورت کې بیا مېرمن باید هغه ته ټول معجل مهر او هغه د طلا سیټ او نور څیزونه یې چې ور څخه اخستي وي ټول بیر ته ور کړي او له مؤجل مهر نه به هم برائت اعلانوي ، او که مېرمن په خپله د طلاق په مجلس کې موجوده نه وه بلکې خاوند یې په غیاب کې طلاق ور کړ نو په دې صورت کې به بیا هغه د معجل او مؤجل مهر دواړو څخه د نیمایي مهر مستحقه ګرځي یعنې نیم د معجل او نیم د مؤجل ، او په دې کې د طلا او نور د کور ټول سامان او اساس دا خل دي په دې مانا چې په هر څومره طلا او د کور په نور سامان اخستلوچې اتفاق شوی وي که خاوند هغه پېرلي وي او یا یې تر اوسه پورې نه وي پېرلي ټول به نیمایي ور ته ور کوي او یا به يې ور ته اخلي ، او که په اتفاق کې د ځینې څیزونو پېرل یا خریداري کول په ښځه او یا د هغې په خپلوانو باندې کېښودل شوي وو نو هغه ټول د دوي خپل حق دي او خاوند دا حق نه لري چې له هغو نه څه شي وا خلي ؛ ځکه چې الله (ﷻ) ویلي دي :
((وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ)) [البقرة : ۲۳۷]
مانا او تفسیر : او که تاسې طلاق کړي دوۍ (خپلې مېرمنې) له مسه کولو یاکور والي نه مخکې او حال دا چې د هغوی لپاره مو مهر ټاکلی وي نو ستاسوله ټاکل شوي مهر څخه نیمایي ( ورکول لازم ګرځي )، مګر که هغوی (طلاقې شوې ښځې ) عفوه وکړي (داسې چې ټول مهر مېړه ته ور و بښي ) او یا یې هغه څوک (مېړه) معاف کړي چې د نکاح غوټه یې په لاس کې ده (داسې چې ټول مهر مېرمنې ته ور کړي او ور ويې بښي) .
والله سبحانه وتعالی أعلم
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
