د سترګو په ګاټو کې د لېنز کارولو حکم
پوښتنه
هغه وړې عدسې یا لینز چې د سترګو له ګاټو سره نښلول کېږي ایا شرعا یې د سړیو او ښځو د نظر د جوړولو لپاره استعمالول جواز لري او که نه ؟ د یادولو وړ خبره ده چې دا لینز مختلف رنګونه لري چې کله کله د ستر ګو د ګاتود رنګ دبدلولولپاره هم کارول کیږي : نو ایا په دې سره د لینز استعمالونکی د لیدونکو په وړاندې په غرر یا دوکه او چل کې واقع کېږي او که نه ، او ایا دا په حکم د تغیر في خلق الله کې دا خلېږي او که نه ، او ایا دا د نامحرمو په وړاندې د زینت ښکاره کولو په ګناه کې را ځي او که نه ؟
ځواب
د دا ډول عدسې یا لینز استعمالول که د ستر ګو د نظر د تصحیح لپاره وي نو دا یو جایز او روا کار دی او کوم شرعي مانع نه لري ؛ ـــ ځکه چې په د ې کار سره : لیدونکی په غرر یا دوکه کې نه واقع کېږي ؛ ځکه دا کار داسې دی لکه په رنجو سره د سترګو تورول چې د سترګو تورول د ظاهري زینت لپاره دي او جواز لري .
والله سبحانه وتعالی أعلم
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
