ایا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ...

Egypt's Dar Al-Ifta

ایا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم معراج یوازې په روح سره وو او که په روح او جسد دواړو سره

پوښتنه

ize: 12pt" dir="rtl">موږ د ۲۱۵۸ کال د۲۱۵۸ م شمېرې غوښتنې په اړه خبر تر لاسه کړی دی چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د معراج په اړه ده او وايی چې ایاد نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم معراج  اسمانونو ته په جسد او روح دواړو سره وو اوکه یوازې د خوب په لیدلو کې تر سره شو

ځواب

إسراء او معراج هغه لویه معجز ده چې الله ()یوازې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم ته د دې لپاره ور کړې ده چې خلکو ته د هغه د لوی مقام لوړې مرتبې او تشریف اعلان و کړي او بل دا چې الله () اراده لرله چې د خپلو  لویو علامو څخه ځینې علامې  هغه صلی الله علیه وآله وسلم  ته ور  و ښه يي ، الله () ویلي دي :

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آَيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ))[الاسراء :۱]
مانا او تفسیر : پاک ده هغه ذات  چې خپل بنده (محمد     )
 یې په شپه کې له مسجد حرام نه هغه مسجد اقصی ته بو ته چې موږ د هغه په شا و خوا کې برکت اچولی دی ، لپاره د دې چې موږ هغه ته
د خپل قدرت له عجایبو  څخه  ور  و ښیو ، بېشکه چې هغه (): اورېدونکی او لیدونکی دی .
په بل آیت شریف کې را غلي دي چې :
((وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى (1) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى (2) وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (4) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (5) ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى (6) وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى (7) ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى (8) فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى (9) فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى (10) مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (11) أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى (12) وَلَقَدْ رَآَهُ نَزْلَةً أُخْرَى (13) عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى (14) عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى (15) إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى (16) مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى (17) لَقَدْ رَأَى مِنْ آَيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى (18 النجم))

مانا او تفسیر : قسم مې دې وي په ستوري چې کله و لوېږي او غایب شي ، ستاسو ملګری( چې محمد صلی الله علیه وآله وسلم دی ) بې لارې شوی نه دی  او نه یې هم د باطل لوری نیولی دی ، او هغه له خپلې رأي او نفسې خواهشاتونه خبره نه کوي ، دا (قرآن) نه ده مګر  وحي ده چې (د الله له لوري) هغه ته لېږل شوې ده  ، د ډیر سخت طاقت او قوت خاوند( چې جبریل علیه السلام دې ) هغه ( صلی الله علیه وسلم) ته تعلیم او زده کړه ور کړې ده ، د ښه منظر خاوند(چې جبریل أمین دی ) په خپل حقیقي صورت کې ځان برابر کړ ، اوپه داسې حال کې چې هغه (جبریل أمین) په لوړو کنارو(د اسمان ) باندې ولاړ   و  ،  بیا( نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم ) ته ور نږدې شو چې  نورهم را کوز او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ښه ور نږدې شو ، نو د دواړو ترمنځ مسافه  د دوه لیندیو په اندازه وه او یا له دې نه هم کمه وه ، نو( الله
 د حضرت جبریل امین په واسطه) خپل  بنده (محمد    ) ته د هغه څه وحي وکړه چې (الله) یې هغه ته وحي وکړه   ، (د محمد     ) زړه هغه څه دروغ و نه بلل چې ( ستر ګو) یې و لیدل ، ایا تاسې له هغه ( صلی الله علیه وآله وسلم ) سره په هغه څه کې چې هغه یې وینې  مجادله او شخړه کوي  ، او بېشکه چې هغه ( علیه الصلاة والسلام ) یو ځل بیا هم (جبریل علیه السلام ) و لیده ، د سدرة المنتهی یا دبیرې د ونې په خوا کې ، او د همدې ونې په خوا کې جنت المأوی  دی ، ( هغه      جبریل امین و لیده) کله چې  پټه کړه د بیرې ونې هغه څه چې پټوله یې ،
( د رسول الله      
) سترګې ( د عجایبو له لیدلو نه ) وانه وښتې او نه یې تجاوز وکړ ، واقعا چې هغه (     ) د خپل رب () د کایناتو لويې علامې او عجایب و لیدل .
 
د جمهورو علما و دا رایه ده چې إسراء یعنې د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم له مکې نه بیت المقدس ته د شپې تلل په روح او بدن دواړو سره و شول ؛ ځکه چې قران کریم په دې باندې صراحت  کړی دی ــــ هغه دا چې په آیت شریف کې ( بِعَبْدِهِ ) کلمه را غلې ده او د عبد اطلاق په روح او جسد دواړو باندې کېږي ـــــ   نو د اسراء په اړه د قران کریم آیاتونه او نبوي احادیث صریح را غلي دي او سوال کونکۍ کولۍ شي چې هغو حدیثونو ته مراجعه وکړي چې د اسراء په اړه را غلي دي ، او د معراج په اړه بیا د علما و تر منځ اختلاف  دی چې ایا معراج یا اسمانونو ته تلل په جسد سره شوي دي او یا په روح (مراد له روح نه دا چې خوب لیدل ) . د جمهورو محققو علماء و رایه دا ده چې معراج  په یوه شپه کې په ویښه په روح او جسد دواړو سره شوی دی . او ځینې علما بیاپه دې رایه دي چې معراج یوازې په روح سره شوي او یا دا چې د خوب په لیدلو کې تر سره شوی دی . خو دا   ورستۍ رایه او قول هیڅ اعتبار نه لري ؛ځکه چې الله () لکه څرنګه چې په دې قادر دی چې د خپل نبي صلی الله علیه وآله وسلم اسراء په روح  سره کولی شي نو په دې هم قادر دی چې د هغه معراج یا اسمانونو ته تلل   په روح او جسد دواړو سره وکړي .
خو کله چې په قران کریم کې د اسراء په اړه په صراحت او د معراج په اړه ضمني ایاتونه نازل شول نو په نبوي احادیثو کې د دواړو په اړه په ډېر صراحت سره بیان شوی دی .
      د پورتنۍ پوښتنې په اړه دا وایو چې :
نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم   د مکې له حرم نه د اقصی شریف حرم ته په شپه کې بوتلل شو او بیا له هغه ځایه په روح او جسد دواړو سره لوړو آسمانونو ته بوتلل  شو او موږ سوال کونکي ته دا نصیحت کوو چې په دا ډول مسایلو کې بحث او څېړنه کله کله مسلمانان له ډېرو   ورځنیو ضروري مسایلو نه بلې خوا ته اړه وي نو پکار ده چې موږ د هغو مسایلو په اړه پوښتنه وکړو چې مسلمانانو ته یې فایده او ګټه ور اوړي  .
 
            والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas