په مصنوعي تلقیح کې باید ځینې شرطونه اوصول په پام کې و نیول شي چې مهم یې په لاندې توګه دي :
پوښتنه
زه یوه پېغله جلۍ یم چې د مخې غاښونه مې ډېر وږده او بهر را وتلي دي ، په ځانګړي توګه هغه وخت چې و خاندم چې له دې سره یو ډول نفسي ستونځی او خورا لوی تشویش را سره پیدا کېږي او کله ناکله بېخي له خندا څخه ډډه کوم . نو آیا د یو متخصص طبیب په مرسته د غاښونو جوړول او برابرول د شریعت له مخې حرام دي او که حلال ؟
ځواب
الله تعالی (ﷻ) انسان پیدا کړ او له ټولو مخلوقاتو څخه یې غوره او معزز و ګرځاوو او بیا یې داسې امر ور ته وکړ چې په هغه بڼه کې چې ما پیدا کړی یې بدلون به نه را ولي ترڅو ستا له لوري د الله (ﷻ)په تقدیر او فیصله باندې اعتراض وارد نه شي ، او دا بدلون یې د شیطان عمل و باله ، الله (ﷻ) وایي :
((وَلَآَمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا)) [ النساء : ۱۱۹]
مانا او تفسیر : او (شیطان و ویل)زه به هرومرو دوۍ (انسانانو) ته امر کوم نو هرومرو به دوۍ د الله (ﷻ) خلقت او پیدایښت تغیروي او څوک چې له الله(ﷻ) نه پرته شیطان په دوستي سره و نیسي نو بېشکه چې ښکاره زیان یې وکړ .
امام بخاري او امام مسلم رحمهم الله له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه یو مرفوع حدیث روایت کړی دی چې هغه و ویلي دي :
((لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُوتَشِمَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ . فَبَلَغَ ذَلِكَ امْرَأَةً مِنْ بَنِى أَسَدٍ يُقَالُ لَهَا أُمُّ يَعْقُوبَ ، فَجَاءَتْ فَقَالَتْ إِنَّهُ بَلَغَنِى أَنَّكَ لَعَنْتَ كَيْتَ وَكَيْتَ . فَقَالَ وَمَا لِى لاَ أَلْعَنُ مَنْ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - وَمَنْ هُوَ فِى كِتَابِ اللَّهِ ( وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا )] الحشر : ۷))
ترجمه : الله (ﷻ)لعنت کړی دی په هغو ښځو چې په ستنو یا نورو شیانو سره په بدن خالونه وهي او په هغو ښځو چې و غواړي په بدن یې خال و وهل شي ، او په هغو ښځو چې د نورو ښځو د مخ اضافه وېښته لرې کوي او په هغو ښځو چې و غواړي چې د مخ وېښتان یې لرې شي ، او په هغو ښځو چې د نورو ښځو د مخې غاښونو تر منځ فاصله جوړوي تر څو بیا وړه او ښکلې معلومه شي ، او په هغو ښځو چې و غواړي چې غاښونه یې دا ډول ور جوړ کړی شي ( معنا دا چې په فاعله او مفعوله دواړو د خدای جل جلاله لعنت دی )، او هغوی چې و غواړي دا کار د ښکلا لپاره تر سره او د الله جل جلاله په خلقت او پیدایښت کې تغیر را ولي ٬٬ کله چې دا خبره د بني اسد د قبیلې یوې ښځې ته چې ام یعقوب نومېده ورسېده ، را غله او عبد الله رضي الله عنه ته یې و ویل چې : ما ته دا خبر را ورسېد چې تا په دغو دغو ښځو باندې لعنت ویلی دی ! هغه په ځواب کې ور ته و ویل : زه به څرنګه په هغه چا لعنت نه وا یم په چا باندې چې د الله رسول صلی الله علیه وآله وسلم لعنت ویلی دی او هغه د خدای جل جلاله په کتاب قران کریم کې وجود لري [وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ما نا : او هغه څه چې رسول (صلی الله علیه وآله وسلم) یې تاسې ته در کوي وایې خلۍ او له هغه څه نه چې تاسې منعه کوي پریږدی ]
او لعنت معنا دا ده چې : د الله له رحمت نه شړل ، او هغه په کبیره ګناه سره را منځ ته کېږي .
او یوه فقهي قاعده ده چې وايي : الضرر یزال یعنې ضرر لرې کېدلی شي ؛ ځکه چې د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم قول دي چې :
(لا ضرر ولا ضرار )
ژبـــــاړه : نه دضرراو زیان منل شته اونه هم بل چاته دضرر او زیان رسول . دا حدیث امام احمد ، ابن ماجه او حاکم رحمهم الله روایت کړی دی .
والله سبحانه وتعالی أعلم
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa
