کوچنیانو ته د شلتوب ضد واکسین کولو حکم
پوښتنه
په افریقا کې د کوچنیانو لپاره د شلتوب ضد واکسینونو لوي کمپاین شروع شوی دی ، په دې اړه پوښتنه دا ده چې ایا دا کار د اسلامي شریعت له نظره کوم مانع لري او که نه ؟
ځواب
د کوچنیانو یا ماشومانو واکسین کول د وقایوي علاج هغه ډول ده چې اسلامي شریعت یې غوښتنه کوي ، او د اسلام د سپېڅلي شریعت حکمونه خلک دې ته هڅوي چې دا ډول فایدمن کارونه تر سره کړي ... نو په مسلمانانو لازمه ده چې د واکسیناسیون له ډلې سره د خپلو اولادونو په واکسمین کولو کې پوره مرسته وکړي تر څو په راتلونکي کې هغوی له بېلابېلو مهلکو بېماریو څخه خوندي و ساتل شي .
والله سبحانه وتعالی أعلم