پوښتنه
ize: 12pt">موږ د (۲۰۰۴) میلادي کال د (۲۷۲۴) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او پوښتنه لري :
په رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یا د هغه په اولاد یا کعبه شریفه یا قرآن مجید باندې ترجې یعنې امید یا هیله کول جواز لري ؛ دا سې چې یو سړي و وايي چې : په نبي چې ته به دا کار کوي ، په حسین ، په قران ته به دا کار کوي په کعبه او داسې نور ؟ خو هدف او مراد یې په هغوی قسم خوړل نه وي بلکې یو نیک تفاؤل او هیله وي ، او دا ډول کلمې استعمالول له الله عز وجل سره شرک بلل کېږي او که نه ؟ ځکه چې کله د سړي له خولې نه دا توري را و وځي سملاسي یې په خواکې کس ور ته وايي : دا کلمې حرامې دي ، دا شرک دی ، او و وایه چې لا اله إلا الله .
ځواب
د اسلام سپېڅلي دین په داسې وخت کې نازل شو چې د جاهلیت د زمانې خلکو به په خپلو خدایانو د تعظیم او عبادت په توګه لوړې (قسمونه) کول او په دا ډول عمل سره به هغوی له الله عز وجل سره شریکان او مثالونه پیداکول ، او د دوۍ همدا حالت الله (ﷻ) په قرآن کریم کې بیانوي او وايي :
((وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ)) [البقرة : ۱۶۵]
مانا او تفسیر : او ځینې له خلکو نه هغه څوک دي چې له الله (ﷻ) نه پرته یې نور خدایان ( د عبادت لپاره )نیولي دي ، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه مینه له الله (ﷻ) سره ، او هغو کسانو چې ایمان را وړی له الله (ﷻ) سره ډېره ټینګه مینه کوي ، او که چېرې و ویني هغه کسان چې ظلم (شرک)یې کړی دی په هغه وخت کې چې دوۍ عذاب و ویني ، بېشکه چې قوت او طاقت ټول یوازې له الله سره دی او الله (ﷻ) سخت عذاب ورکونکی دی (نو د باطلو خدایانو عبادت به یې نه وای کړی).
رسول الله صلی الله علیه آله وسلم له الله پرته په بل چا قسم خوړل منعه کړي دي تر څو د توحید پوره ساتنه و شي ، هغه صلی الله علیه آله وسلم وايي :
أبو هریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نه روایت کوي چې هغه ویلي دي :
(مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِى حَلِفِهِ وَاللاَّتِ وَالْعُزَّى . فَلْيَقُلْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ)متفق علیه
ژبــــــــاړه : څوک چې لوړه یا قسم و کړې او په خپله لوړه کې دا سې و وایي چې په لات بت او عزا بت مې دې قسم وي . نو دی دې فورا دا سې و وايی چې لا اله الا الله یعنې له الله پرته بل څوک لایق د عبادت نشته .
او ترمذي رحمه الله د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما حدیث را وړي او هغه یې حسن بللی دی او ابن حبان او حاکم صحیح بللی دی ، ابن عمر رضي الله عنهما وايي چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي :
(مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ)
ژبــــــــاړه : څوک چې له الله پرته په بل څه قسم و کړي نو هغه کافر شو او یا مشرک شو . یعنې دا سې خبره یې وکړه چې له مشرکینو سره یې مشابهت پیدا کړ نه دا چې له اسلام څخه و وتلو ـــ العیاذ بالله ـــ ځکه چې ټول علماو په دې اتفاق کړی دی چې له الله پرته په بل څه قسم کونکی نه کافر کېږي تر څو یې چې د هغه شي چې قسم ور باندې کوي دا سې تجلیل او تعظیم نه وي کړی لکه د الله عز وجل او کفر یې هم له همدې وجې ده یعنې په کوم شي چې قسم کوي که یې په لويي او عظمت باندې دا سې عقیده و لري لکه د الله په لويي او عظمت نو په دې حالت کې سړی کافر کېږي ، او یوازې په هغه د قسم کولو په صورت کې نه کافر کېږي او نه هم مشرک ، او همدا راز رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خلک له دې څخه منعه کول چې په خپلو پلرونو باندې قسمونه و کړي څرنګه به چې دا کار د جاهلیت په زمانه کې خلکو کاوو او په خپلو پلرونو به یې د هغوی د تعظیم او افتخار لوړې کولې او د هغوی نسبونه به د اسلام له وروڼو څخه مقدم ګڼل ، ان تر دې چې خپله دوستي او دښمنې به یې هم په همدي اساس بلله ، چې له همدې وجې نه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم داسې و ویل :
(أَلاَ إِنَّ اللَّهَ يَنْهَاكُمْ أَنْ تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ ، فَمَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ ، وَإِلاَّ فَلْيَصْمُتْ) متفق علیه
ژبــــــــاړه : خبر دار بېشکه الله عز وجل تاسو له دې نه منعه کوي چې په خپلو پلرونو قسمونه و کړي ، خو که یو څوک قسم کوي نو په الله عز وجل دې قسم کوي او که دا سې نه کوي نو چوپ دې پاته شي . دا حدیث بخاري ، مسلم او نورو محدثینو روایت کړی دی .
او دا چې په پلرونو باندې له قسم کولو څخه نهې ولې را غلې ده نو علت یې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په بل حدیث کې داسې بیان کړی دی :
(لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ يَفْتَخِرُونَ بِآبَائِهِمُ الَّذِينَ مَاتُوا إِنَّمَا هُمْ فَحْمُ جَهَنَّمَ أَوْ لَيَكُونَنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجُعَلِ الَّذِى يُدَهْدِهُ الْخِرَاءَ بِأَنْفِهِ إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ إِنَّمَا هُوَ مُؤْمِنٌ تَقِىٌّ وَفَاجِرٌ شَقِىٌّ النَّاسُ كُلُّهُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ خُلِقَ مِنْ تُرَابٍ)رواه أبو داود والترمذي وحسنه من حدیث ابو هریرة رضي الله عنه .
هرومرو به یا دا قومونه له دې نه منعه کېږي چې په خپلو مړو پلرونو باندې فخر کوي هغوی د اور سکاره دي ، او یا به هرومرو دوۍ د الله عز وجل په نزد له هغه غوباړي څخه هم سپک وي چې په خپله پزه سره د خوشایو مردکي رغړه وي ، بېشکه چې الله عز وجل له تاسو نه د جاهلیت د زمانې کبر او غرور لرې کړی دی ، بیشکه یا به هغه متقي او پرهېزګار مومن وي او یا به بدبخته فاجر وي ، خلک ټول د آدم (علیه السلام) اولاده ده او آدم علیه السلام له خاورې نه پیدا شوی دی . حدیث د ابو هریره رضی الله عنه دی او ابو داود او ترمذي روایت کړی دی او ترمذي حسن بللی دی .
په دې اړه الله عز وجل په قران کریم کې دا سې ویلي دي :
((فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا فَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ))[البقرة :۲۰۰]
مانا او تفسیر : نو کله چې تاسو د حج مناسک سر ته و رسوۍ نو د الله (ﷻ) داسې ذکر وکړۍ لکه څرنګه چې د خپلو پلرونو ذکر کوۍ یا له دې نه هم ډېر زیات ذکر ، نو له دې خلکو نه ځینې دا سې دي چې وايي ای زموږ ربه ! موږ ته په دنیا کې زموږ برخه راګړه ، او ده لره په آخرت کې څه برخه نشته .
مفسرین د دې آیت په اړه وايي چې : د جاهلیت د زمانې خلک به دحج په موسم کې ولاړ وو او یوه به ویل چې زما پلار به خلکو ته داسې ډوډۍ ورکولې او ډېرې حملې به یې کولې ، نو دوۍ به په خپل منځ کې د خپلو پلرونو کارنامې یادولې نو اسلام له دا ډول تفاخر او اعمالو نه منعه کړل او دا آیت یې په اړه نازل شو.
او په هغه څه باندې قسم کول چې په شریعت کې د هغه تعظیم شوی وي لکه نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم ، اسلام ، کعبه او داسې نور نو په دې کې د مشرکینو له قسمونو سره هیڅ مشابهت نشته ، خو دا چې یوې ډلې علماو دا ډول قسم هم منعه کړی دی هغوی په ظاهر د روایتونو عمل کړی دی چې ظاهرا په دې اړه نهې عامه را غلې ده ، او هغو علماو چې روا بللی دی لکه امام احمد بن حنبل رحمه الله چې په نبي علیه الصلاة والسلام باندې قسم جایز بولي او دلیل یې دا ښودلی دی چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د شهادت د کلمې یو رکن دی چې د شهادت کلمه تر هغو نه صحیح کېږي چې تر څو پورې د رسول الله ذکر پکښې نه وي ؛ ځکه چې په دې کې له الله پاک سره معارضه نه را منځ ته کېږي بلکې د رسول تعظیم د هغه تعظیم له مخې کېږي چې الله یې تعظیم کړی دی ، او په غیر الله باندې له قسم کولو نه چې کومه عامه نهې او منعه را غلې ده هغه هرګز مراد نده ؛ ځکه چې ټول علماء په دې متفق دي چې د الله (ﷻ)په صفتونو باندې قسم کول جایز دی ، نو دا نهیې د عموم او مراد ورڅخه خصوص ده .
ابن المنذر رحمه الله ویلي دي : په غیر الله باندې په قسم خوړلو کې علماو اختلاف کړی دی ، یوه ډله وايي چې : دا نهې د جاهلیت د زمانې تر هغو قسمونو پورې خاصه ده چې هغوی به د تعظیم په توګه په ځینو شیونو باندې قسمونه خوړل لکه په لات او عزا بتانو باندې او په خپلو پلرونو باندې ، نو په دا ډول قسم باندې سړی ګنهګارېږي او کفاره نه لري ، خو هغه قسمونه چې تاویل یې بیرته د الله تعظیم ته ور اوړي لکه : د رسول په حق مې دې قسم وي ، په اسلام قسم ، په حج ، په عمره ، قرباني ، خیرات ، عتق او داسې نور چې مراد له هغو څخه اصلا د الله عز وجل تعظیم دي او هغه ته پرې ځان نیژدې کول دي ، نو دا تر نهې او منعې لاندې نه واقع کېږي ، او ابو عبیده رحمه الله او نورو ډېری هغو علماو چې موږ ورسره لیدلي دي همدا رایه لرله ، او دلیل یې د صحابه کرامو هغه حالت باله چې خلکو به په عتق ، قرباني او صدقه باندې قسمونه کول او هغوی به جوابونه ورکول او بد نه کڼل سره له دې چې صحابه کرامو ته خو دا نهي چې مخکې یاده شوه معلومه وه ، نو دا په دې دلالت کوي چې نوموړې نهي عامه نه ده؛ ځکه که چېرې نهي عامه وي نو هغوی به خلک له دا ډول قسمونو څخه منعه کړي وو. اهــ
اوس راځو دې خبرې ته چې ایا د هیلې یا ترجې او د خبرې د تاکید لپاره په رسول یا نورو شیانو قسم خوړل چې هدف هم په حقیقت کې قسم نه وي نو دا د هغې نهي لاندې له سره داخل نده کوم چې د قسم په غیر الله په باره کې را غلې ده ،بلکې دا یو جایز او روا کار دی او هیڅ پروانه لري ځکه چې دا ډول الفاظ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او صحابه کرامو په خبرو کې هم راغلي دي ، او موږ یې لاندې مثالونه ذکر کوو :
امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کې له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت کوي چې هغه ویلي دي :
(جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَىُّ الصَّدَقَةِ أَعْظَمُ أَجْرًا فَقَالَ « أَمَا وَأَبِيكَ لَتُنَبَّأَنَّهُ أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْبَقَاءَ ..)الخ
ترجــــــمه :یوه سړی رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته راغي او ویې ویل : ای د الله رسوله ! کومه صدقه ډېر لوی ثواب لري ؟ رسوله الله صلی الله علیه وآله وسلم ور ته و ویل : هرومرو ستا په پلار ، ته به خبر شي ؛غوره صدقه هغه ده چې ته په داسې حال کې صدقه (خیرات) ورکړې چې ته روغ یې بخیلې در سره وي له فقر نه وېرېږې او د عمر دا وږدوالي هیله هم لرې .. ترپایه
په یو بل حدیث کې چې امام مسلم رحمه الله یې له طلحة بن عبید الله رضي الله عنه څخه روایت کوي چې د نجد یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه یې د اسلام په اړه پوښتنه وکړه چې د حدیث په آخر کې داسې راځي :
(أَفْلَحَ وَأَبِيهِ إِنْ صَدَقَ)أَوْ ( دَخَلَ الْجَنَّةَ وَأَبِيهِ إِنْ صَدَقَ)
ژبـــــــــاړه : د هغه په پلار ! که هغه رښتیا وايي نو کامیاب به شي . او بل روایت داسې راغلی دی چې : د هغه په پلار ! که هغه رښیا وايي نو جنت ته به داخل شي .
ابن ماجه رحمه الله په خپل کتاب سنن کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه ویلي دي : یو سړي رسول الله صلی الله علیه آله وسلم ته راغی او ویې ویل : اي د الله رسوله ! ما ته خبر راکه چې څوک ډیر غوره ده چې زه ور سره ښه معامله او نېګه ملګرتیا وکړم رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ور ته و ویل : هو ستا په پلار ، ته دې خبر یې چې مور دې ډېره حقداره ده ، حدیث ترپایه .
امام احمد بن حنبل رحمه الله له ابو الشعراء نه او هغه له خپل پلار څخه روایت کوي چې هغه ویلي دي :
(قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَمَا تَكُونُ الذَّكَاةُ إِلاَّ فِى الْحَلْقِ أَوِ اللَّبَّةِ قَالَ « و أبيك لَوْ طَعَنْتَ فِى فَخِذِهَا لأَجْزَأَكَ)
ما وویل :
اي د الله رسوله ! ایا حلاله نه وي مګر د مرۍ په پورته ځای او د مرۍ په بیخ کې، هغه و ویل : ستا په پلار،که په ورانه کې یې زخمي کړې هم تا ته به جایز وګرځې .
او په بل ځای کې روایت کوي چې :
(أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أُتِىَ بِطَعَامٍ مِنْ خُبْزٍ وَلَحْمٍ فَقَالَ « نَاوِلْنِى الذِّرَاعَ ». فَنُووِلَ ذِرَاعاً فَأَكَلَهَا. ثُمَّ قَالَ « نَاوِلْنِى الذِّرَاعَ ». فَنُووِلَ ذِرَاعاً فَأَكَلَهَا ثُمَّ قَالَ « نَاوِلْنِى الذِّرَاعَ ». فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّمَا هُمَا ذِرَاعَانِ. فَقَالَ وَأَبِيكَ لَوْ سَكَتَّ مَا زِلْتُ أُنَّاوَلُ مِنْهَا ذِرَاعاً مَا دَعَوْتُ بِهِ.)
رسول الله صلي الله عيه وآله وسلم ته یو چا ډوډۍ او غوښه راوړه نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته و ویل : ما ته وزر را کړه . نو وزر یې ور کړ او هغه یې و خوړ ، بیا یې و ویل : وزر را کړه ، نو وزر یې ورکړ او و یې خوړ ، بیا یې و ویل : وزر راکړه ، نو سړي ورته و ویل ای د الله رسوله په حیوان کې خو دوه وزرونه وي بله خو نشته چې در یې کړم ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ور ته و ویل : ستا په پلار ، که ته چوپ شوی وی نو ما به تر هغو پورې دا وزرونه را اخستل تر مر کومه مې چې در څخه غوښتل .
اما مالک رحمه الله په الموطأ کې هغه واقعه بیانوي چې د اسماء بنت عمیس رضي الله عنها امیل یې پټ کړی وو نو ابو بکر رضي الله عنه ورته و ویل :
(وَأَبِيك مَا لَيْلُك بِلَيْلِ سَارِقٍ)
ژبــــــــاړه : ستا په پلار ، چې ستا دا شپه د غله شپه نده . یعنې کله یې چې هغه و لیده چې په شپه کې یې لمنځونه کول نو ابو بکر رضي الله عنه ور ته وايي چې غل په لمنځونو باندې څه کوي غل خو خوبونه کوي او یا د خلکو مالونه غلاکوي .
ـــ امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی روایت کړی دی چې وروسته له هغه چې مېلمنو ډوډۍ و خوړله نو ابو بکر رضي الله عنه له خپلې مېرمنې څخه پوښتنه وکړه چې دا څه دي ؟ هغې ور ته و ویل :
(لاَ وَقُرَّةِ عَيْنِى لَهِىَ الآنَ أَكْثَرُ مِنْهَا قَبْلَ ذَلِكَ بِثَلاَثِ مَرَّاتٍ)
ژبــــــــــاړه : نه د خپلو سترګو په یخوالي ، دا د مېلمستیا ډوډۍ اوس له خوراک نه وروسته درې برابره له هغه نه زیاته ده چې مخکې له خوراک څخه څومره وه .
امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (شرح صحیح مسلم) کې ویلي دي : دا قسم نه دی بکې د عربانو دا عادت وو چې په خپلو خبرو کې به یې را وستله ، او له دې نه به یې غرض حقیقي قسم نه وو، او په غیر الله باندې له قسم څخه چې کومه نهې او یا منعه راغلې ده هغه د هغه چا لپاره ده چې قصد او مراد یې حقیقي قسم او لوړه وي ځکه چې په دې صورت کې بیا د مخلوقاتو تعظیم او له الله عز وجل سره یې برابرول را منځ ته کېږي ، او دا د دې سوال لپاره ښه په زړه پورې جواب دی . اهــ
امام بیضاوي رحمه الله ویلي دي : دا ډول الفاظ د هغه څه له جملې څخه دي چې په خبرو کې یوازې د تاید او اثبات لپاره زیاتولی شي او د قسم لپاره نه وي ، کټ مټ لکه د ندا یا اواز کلمه چې یوازې د خاص کولو لپاره کارول کېږي او هدف نداء نه وي . اهــ ([1])
نو بنا په دې پورتني بیان سره موږ دا وایو چې : د هیله مندي یا د خبرې د تاید لپاره په رسول الله په کعبه په قرآن ویلو او دا سې نورو الفاظو استعمالولو سره چې غرض یې قسم نه وي ، سړي نه ګنهګارېږي او دا یو روا کار دی شرعا هیڅ مانع نه لري ځکه چې د رسول الله صلی الله عیه وآله وسلم په مبارکو خبرو کې هم استعمال شوی دی همدا رنګه صحابه کرامو هم کارولی دی او دا هغه خبره ده چې خلک ورسره عادت شوی دی او له شریعت سره کوم مخالفت نه لري ، او په حرمت یا شرک باندې یې هیڅ دلیل وجود نه لري ، او مسلمانانو ته ندي پکار چې بې علمه په الله جل جلاله پورې له خپله ځانه خبرې جوړې کړي ؛ ځکه چې الله ویلي دي :
((وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ)) [النحل : ۱۱۶]
مانا او تفسیر : او تاسو مه وايي هغه څه چې په دروغو سره یې ستاسو ژبې توصیف او بیانوي ، چې دا حلال دی او دا حرام دی ، لپاره د دې چې له ځانه په الله (ﷻ) پورې درواغ جوړکړۍ ، بېشکه هغه کسان چې په الله (ﷻ) پورې درواغ پورې کوي (د الله له عذاب نه به) خلاصون و نه مومي .
یو هوښیار مسلمان ته ندي پکار چې په خپلو وروڼو باندې د کفر یا شرک تور و لګوي ؛ ځکه چې په دې سره به خپل ځان په لوی عذاب او مصیبت کې اخته کړي او په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم دا سې ویلي دي :
(إِذَا كَفَّرَ الرَّجُلُ أَخَاهُ فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا) ([2])
ژبـــــاړه : کله چې یو سړی خپل ورور کافر و بولي نو یو له دوۍ دواړو څخه په کفر اخته شو . په دې مانا چې که څوک بل چا ته و وایي چې ته کافر یې نو که دی رښتیا وايي هغه ورور یې کافر دي او که هغه کافر نه وي نو مسلمان ته کافر وی کفر دی نو دی خپله کافر ګرځي .
والله أعلم
([1]) مراجع : فتح الباري د ابن حجر العسقلاني .
([2]) دا حدیث امام مسلم رحمه الله د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړی دی .