په غصب شوې ځمکه کې د لمونځ کولو حکم
پوښتنه
په هغه جومات کې د لمونځ کولو حکم څه دی چې په غصب شوې ځمکه باندې جوړ شوی وي ؟
ځواب
هیڅوک شرعا دا حق نه لري چې د نورو خلکو شتمني او جایدادونه غصب یا په ناحقه او په زور تر لاسه کړي او بیا په هغو باندې جومات جوړ کړي چې خلک لمنځونه پکښې وکړي ؛ ځکه چې الله (ﷻ) پاک دی او له پاک شي نه پرته بل څه نه قبلوي . الله جل جلاله دا سې ویلي دي :
((لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ))[التوبة : ۱۰۸]
مانا او تفسیر : ته (د مانځه لپاره) په دې (ضرار جماعت کې) هیڅکله مه درېږه ، (هغه د قبا) مسجد چې له لمړۍ ورځې نه په تقوا سره جوړ کړی شوی دی ډېر غوره دی په دې باندې چې ته په هغه کې و درېږې (او لمونځ وکړې )دقبا په دې مسجدکې سړي دي چې مینه لري چې (خپل ځانونه) ډېر پاک کړي او الله (ﷻ) له پاکانو سره منیه لري .
او د پردۍ ځمکې غصب کول شرعا حرام دي ؛ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په دې اړه داسې ارشاد کړی دی :
(مَنْ ظَلَمَ قِيدَ شِبْرٍ مِنَ الأَرْضِ طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ) رواه الشیخان .
ژباړه : څوک چې په ظلم سره یوه لویشت پردۍ ځمکه را خپله کړي په ورځ د قیامت به تر اوو ځمکو پورې د هغه په غاړه کې ځوړنده وي . ([1])
فقهاوو دا سې عبارتونه ذکر کړي دي چې ځمکه هغه وخت جومات ګرځي چې خلک په هغه کې لمنځونه و کړي ، او یا دا چې د هغې خاوند و وایي چې :
ما دا ځمکه جومات و ګرځوله . نو په دې وخت باید چې نوموړی سړی د دې ځمکې صحیح او حقیقي مالک وي تر څو بیا هغه د جومات لپاره وقف کړي او د ټولو قفهاوو په اتفاق سره دا رایه ده چې څوک یو شي وقف کوي نو باید چې د وقف کولو په وخت کې د هغه شي مالک او څېښتن وي .

اوس راځو دې خبرې ته چې ایا په دې جومات کې مونځ کېږي او که نه ؟
نو امام نووي رحمه الله په خپل کتاب : المجموع شرح المهذب : دریم جلد ۱۶۴ صفحه کې را نقل کړي دي چې په مغصوبه ځمکه باندې لومنځ کول په اجماع سره حرام دي ، او د فقهاو تر منځ اختلاف په دې کې را غلی دی چې ایا په دې ځمکه باندې لمونځ صحیح دي او که نه او ثواب لري او که نه .

او عز بن عبد السلام په خپل کتاب قواعد الأحکام کې لیکي چې که څوک په یوه جومات کې اعتکاف و کړي او بیا وروسته معلومه شي چې دا جومات په غصب شوې ځمکه باندې جوړ شوی دی نو اعتکاف یې باطل شو.
والله سبحانه وتعالی أعلم .
([1]) حدیث امام بخاري او امام مسلم په خپلو صحیحینو کې له عائشې صدیقې نه روایت کړی دی.
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Urdu
Swahili
Hausa