د جَماعت د مانځه لپاره ستره یا مخي ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د جَماعت د مانځه لپاره ستره یا مخي ته دیوڅه درول

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د(۷۵۲) شمېرې فکس اطلاع تر لاسه کړه چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ترلاسه شوی دی او مضمون ېې په لاندې ډول دي :

د ماسخوتن د نمانځه په جمعه و لاړ وو چې یو کس غوښتل چې د نمونځ کونکو تر مخ تېر شي ، په دې وخت کې یو له مقتدیانو څخه هغه ته له لاس سره اشاره وکړه تر څو هغه د صفونو په وړاندې له تېرېدلو نه منعه کړي ، خو نومړی کس د مقتدي دې اشارې ته هیڅ اهمیت ور نه کړ او د نمانځه له مخې تېر شو ، له نمانځه نه وروسته د نمونځ کونکو له لوري له نومړي سره د هغه په دې عمل لویه لانجه را منځ ته شوله ، موږ هیله لرو چې په دې اړه د اسلام د سپېڅلي شریعت حکم بیان کړۍ ؟

ځواب

له حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی هغه ویلي دي :

( أقبلت راکبا علی حمار أتان . و أنا یومئذ قد ناهزت الاحتلام ، و رسول الله صلی الله عیه و آله و سلم بمنی إلي غیر جدار ، فمررت بین یدي بعض الصف و أرسلت الأتان ترتع فدخلت في الصف ، فلم ینکر ذلک علي . )   رواه الشیخان
ژبـــــاړه :    زه په خره سپور را غلم ، او نوی بلوغ ته نږدې شوی وم ، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په منی کې داسې لوري ته  نمونځ کاوه چې دېوال یې مخې ته نه و ، نو زه د ځیې صف له مخې تېر شوم او خره مې خوشې کړه چې وڅرېږي او خپله په صف کې داخل شوم، نو هیچا هم ز ما دې عمل ته بد و نه ویل .
امام نووي رحمه الله تعالی په خپل کتاب « شرح صحیح مسلم» کې ویلي دي :« له دې حدیث نه دا سې را معلومېږي چې د وړو نمونځ صحیح دی ، او دا چې ستره (د مونځ کونکي مخې ته د تقریبا نیم متر شي درول ) د امام   د هغه چا لپاره ستره کېدلی شي چې شا ته ولاړ وي » اهـ   ، او حافظ ابن حجر په خپله شرحه « فتح الباري » کې داسې ویلي دي : (ابن عبد البر ویلي دي : د ابن عباس رضي الله عنهما دا حدیث د أبو سعید رضي الله عنه هغه حدیث ته تخصیص ور کوي چې ٫٫ اذا کان أحدکم یصلي فلا یدع أحدا یمر بین یدیه ٫٫ ژباړه : کله چې ستاسو یو کس نمونځ کوي نو هیڅوک دې نه پرېږ دي چې د هغه په مخ کې تېر شي . ؛ ځکه دغه وروستنی حدیث تر امام او منفرد ( هغه څوک چې ځان ته مونځ کوي ) پوري خاص دی ، خو که یو څوک د مقتدي په مخ کې تېرېږي نو هغه ته هیڅ ضرر نه رسوي ؛ او دا د  هغه حدیث له مخې چې روایت ېې ابن عباس رضي الله عنهما کړی دی ، ابن حجر رحمه الله زیاتوي چې عبد البر  رحمه الله وايي : په دې ټولو خبرو کې د علما و تر منځ خلاف و جود نه لري .)
نو بنا په دا پورته بیان سره دا چې سُترَه د امام او منفرد لپاره روا شوې ده ، او که یو څوک د مقتدیانو د صفونو له مخې تېرېږي نو پروا نه لري ؛ ځکه چې ستره د امام ستره د مقتدي ده ، خو د دې نه دا نه څرګندیږي چې خلک دې د صفونو په مخ کې بې له ضرورت او بې له ترتیبه تېرېږي او را تېرېږي ، بلکې مانا ېې دا ده چې دا کار باید یوازې د ضرورت په وخت کې تر سره شي ، لکه چې یو سړي غواړي د اودا سه ځای ته ور شي او یا هم خپل سامان را اخستلو ته ورځي چې د صف له مخې تېرېدلو نه پرته بله لار ممکنه نه وي او یا هم دا چې په یوه صف کې ځای خالي وي او دې ېې غواړی چې ډک ېې کړي او داسې نور ؛ او دا ترتیب د دې لپاره چې بې له معتبر ضرورت او حاجت څخه باید د  نمونځ کونکو په نمانځه کې خلل را منځ ته نه شي .
 
    و الله سبحانه و تعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas