په مسجدونو کې د ښځو لپاره له سړیو نه د مخامخ زده کړې حکم
پوښتنه
که چېرې ښځې د جومات له ملا نه په دا سې حال کې زده کړه کوي چې د هغه او ښځو تر منځ حایل یا پرده نه وي نو دا شرعا جواز لري او که نه په دا سې حال کې چې دلته ځینې خلک شته چې دې کار ته حرام وا يي ؟
ځواب
د اسلام له لمړي عصر نه بیا تر اوسه پورې مسلمانان په دې عقیده دي چې مجردد ښځو موجودیت له سړیو سره په یوه ځای کې په خپل ذات کې حرام نه دي ،او هغه څه چې په دې مسئله کې حرام دي هغه اجتماعي کیفیت دی چې د اسلام له سپېڅلي شریعت سره اړخ نه لګوي ؛ د مثال په توګه : چې د ښځو هغه اندامونه لوڅ وي چې په اسلام کې یې لوڅول جواز و نه لري ، یا دا چې دا اجتماع په یوه ناروا شي باندې وي او یا د یوه ناروا کار لپاره وي او یا په نوموړې غونډه کې محرم خلوت را منځ ته شي . او علما وو په دې باندې تصریح کړې ده چې محرم خلوت په خپل ذات کې هغه ته وا يي چې د ښځو او سړیو تر منځ سریښوالي او یو له بل سره لمس او لګېدل را منځ ته شي نه دا چې مجرد سړي او ښځې په یوه ځای کې را غونډ شوي وي .
او په همدې خبره لاندې نبوي احادیث دلالت کوي :
• : و في الصحیحین عن سهل بن سعید الساعدي قال : « لما عرس أبو أسيد الساعدي دعا النبي صلى الله عليه آله و سلم وأصحابه فما صنع لهم طعاما ولا قربه إليهم إلا امرأته أم أسيد»
ترجـــــمة : په بخاري او مسلم شریف کې له حضرت سهل بن سعید الساعدي رضي الله عنه نه روایت دی چې هغه ویلي دي : کله چې ابو أسيد الساعدي رضي الله عنه په خپل واده کې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم او صحابه را دعوت کړل ، نو هغه په خپله نه مېلمنو ته څه ډوډۍ تیاره کړه او نه یې ور وړاندې کړه بلکې دا کار د هغه ښځې ام أسيد و کاوو یعنې ډوډۍ یې هم تیاره کړه او هم یې مېلمنو ته ور وړاندي کړه .
امام بخاري رحمه الله دې موضوع ته د ـــ باب قیام المرأة علی الرجال في العرس و خدمتهم بالنفس ــــ تر عنوان لاندې ځانګړي باب جور کړی دی آهـــ .
علامه قرطبي رحمه الله په خپل تفسیر کې وايي چې : زموږ علما و ویلي دي چې له دې حدیث نه دا را معلومېږي چې ناوې کولی شي چې په خپل واده کې د خپل خاوند او د هغه د ملګرو خدمت و کړي آهــ .
ابن بطال په بخاري شریف په خپله شرحه کې دا سې ویلي دي : له دې نه دا سې را څرګندېږي چې د ښځو او سړیو تر منځ انفصال په یوه ځای کې او یا هم په مخامخ چلند په مومنانو ښځو باندې فرض ندی ، بلکې دا ډول حجاب یا انفصال د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم تر مبارکو مېرمنو رضي الله عنهن پورې خاص وو ، همدا ډول په قران کریم کې را غلي دي چې :
((وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ))الأحزاب : ۵۳
مانا او تفسیر : او کله چې تاسې له هغوي (د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم له مبارکو مېرمنو نه ) د ضرورت د یوه شي غوښتنه کوۍ نو په پرده کې یې ترې و غواړۍ .
حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله په ٫٫فتح الباري ٬٬ کې دا سې لیکلي دي : له نوموړي حدیث څخه د دې جواز ثابتېږي چې ښځه د خپل مېړه او د هغه د مېلمنو خدمت کولی شي ، خو دا خبره هم باید په پام کې و نیول شي چې دا کار په هغه صورت کې کولی شي چې څه فتنه نه را منځ ته کېږي او ښځه کولی شي چې خپل د ستر ځایونه پټ و ساتلی شي ، او له دې نه دا هم را معلومېږي چې مېړه کولی شي خپله مېرمن دې ته په ورته کارونو کې استخدام کړي آهـــ .
په صحیحینو کې له ابو هریره رضي الله عنه نه د ابو طلحه الأنصاري رضي الله عنه هغه قصه د یادولو وړ ده چې یوه مېلمه ته یې ډوډۍ ور کوله :
((أنهما جعلا یریانه أنهما یأکلان ، فباتا طاویین)) (1)
ژبـــــــــاړه : دوۍ دواړو شروع وکړه او مېلمه ته یې دا سې ښودله چې دوۍ ډوډۍ خوري ، نو دواړو شپه په لوږه تېره کړله .
او د ابن أبي الدنیا په روایت کې د دې مېلمستیا په اړه د حضرت أنس رضي الله عنه په حدیث کې دا سې را غلي دي چې :
((أن الرجل قال لزوجته : أثردي هذا القرص وآدمیه بسمن ثم قربیه ، وأمر الخادم يطفئ السراج ، وجعلت تتلمظ هې وهو حتی رأی الضیف أنهما یأکلان )) آهـــ . (2)
ژبــــــــاړه : سړي خپلې مېرمنې ته و ویل : دا ډوډۍ میده کړه او په غوړیو کې یې غوړه کړه بیا یې مېلمه ته را مخکې کړه ، او خادم ته یې امر وکړه چې ډېوه مړه کړي ، او دوۍ دواړو د ډوډۍ خوړلو ځانګړي حرکات تر سره کول پرته له دې چې ډوډۍ و خوري ، آن تر دې چې مېلمه و لیدل چې دواړه یعنې کوربه هم ډوډۍ خوري .
له دې نه ظاهري دا سې را معلومېږي چې دوۍ ټول په یوه کاسه را غونډ شوي وو .
او کله چې سبا هغه نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم ته ور غي هغه ور ته و ویل چې : بېشکه ستاسو د نن شپې له هغه کار نه چې له مېلمه سره مو تر سره کړ الله (ﷻ) خوښ شو .
او د دوۍ دواړو په باره کې دا آیت شریف نازل شو چې :
((وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ))(الحشر:9)
مانا او تفسیر : او هغوی ( مهاجرینو ) ته په خپل ځان باندې ترجیح ور کوي که څه هم هغوی په خپله د فقر او حاجت په حالت کې وي .
• وفي البخاري عَنْ عَوْنِ بْنِ أَبِى جُحَيْفَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ آخَى النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - بَيْنَ سَلْمَانَ ، وَأَبِى الدَّرْدَاءِ ، فَزَارَ سَلْمَانُ أَبَا الدَّرْدَاءِ ، فَرَأَى أُمَّ الدَّرْدَاءِ مُتَبَذِّلَةً . فَقَالَ لَهَا مَا شَأْنُكِ قَالَتْ أَخُوكَ أَبُو الدَّرْدَاءِ لَيْسَ لَهُ حَاجَةٌ فِى الدُّنْيَا . فَجَاءَ أَبُو الدَّرْدَاءِ ، فَصَنَعَ لَهُ طَعَامًا...الی آخر الحدیث . (3)
ترجــــــــمه : په بخاري شریف کې حدیث دی چې عون بن أبي جحیفه له خپل پلار نه روایت کوي چې هغه ویلي دي : نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم د سلمان او أبي درداء په منځ کې وروري جوړه کړه ، نو سلمان رضي الله عنه د ابي درداء رضي الله عنه کره د هغه پوښتنې ته وره غی ، هلته یې ام درداء چې د ابې درداء مېرمن ده په ناسنګار شویو جامو کې و لیدله . ور ته و یې ویل چې دا څه در پېښه ده ، هغې ور ته و ویل چې ستا ورور ابو درداء د دنیا کارونو ته اړتیا نه لري . کله چې ابو درداء را غی او سلمان ته یې ډوډۍ برابره کړه .... د حدیث تر پایه .
حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې ویلي دي چې : په دې حدیث کې ځینې فواید او استنباطات شته .... او لکه له نامحرمې ښځې سره مخامخ خبرې کول او له هغې نه د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې په هغه کې مصلحت وي (جواز لري ) آهــ .
او دا چې ښځې کولی شي چې شرعي علوم او دیني مسایل له عالمانو نه حاصل کړي نو په دې اړه د حضرت ابي سعید الخدري رضي الله عنه په حدیث چې په بخاري کې را غلي په لاندې ډول دی :
((عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ . قَالَتِ النِّسَاءُ لِلنَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - غَلَبَنَا عَلَيْكَ الرِّجَالُ ، فَاجْعَلْ لَنَا يَوْمًا مِنْ نَفْسِكَ . فَوَعَدَهُنَّ يَوْمًا لَقِيَهُنَّ فِيهِ ، فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ ....)) (4)
ژبـــــــاړه : ابو سعید خدري رضي الله عنه وایي چې : ښځو نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم ته و ویل چې له تا نه په علم حاصلولو کې سړي په موږ غالبه شوي دي ، نو ته موږ ته له خپله لوري یوه ځانګړی ورځ و ټاکه . چې بیا هغه صلی الله علیه وآله وسلم ښځو ته یوه ورځ تعین کړه او په هغه ورځ کې به یې له دوی سره لیدل ، چې دوۍ ته به یې وعظ او اوامر بیانول ...
او هغه حدیث چې نسائي او ابن حبان له ابي هریره رضي الله عنه نه روایت کړی دی :
((ان النبي صلی الله علیه وآله وسلم قال « موعدكن بيت فلانة ».))(5)
ابو هریره رضي الله عنه وا يی چې نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم دغو ښځو ته و ویل : ستاسو د وعدې ځای د فلانۍ کور دي
مسلمانې ښځې تل له سړیو سره په عامه او ټولنیز ژوند کې برخه لرله او دا کار باید چې په داسې حال کې تر سره شي چې ښځه خپل شرعي لباس او حجاب په کامله توګه سره مراعت کړي او د اسلام سپېڅلي حدودو او آدابو پوره حفاظت او ساتنه و کړي ، آن تر دې چې ځینو ښځینه صحابیاتو د حسبې یا امر بالمعروف او نهې عن المنکر دندې هم تر سره کړي دي ، لکه څرنګه چې طبراني په المعجم الکبیر کې له ابي بلج یحیی بن ابي سلیم رضي الله عنه نه حدیث را وړی دی چې راویان یې ثقه دي ، هغه وا يي :
رأیت سمراء بنت نهیک ـــ وکانت قد أدرکت النبي صلی الله علیه وآله وسلم ــــ علیها درع غلیظ بیدها سوط تؤدب الناس وتأمر بالمعروف و تنهی عن المنکر . (6)
ژبــــــــــاړه : سمراء بنت نهیک ــــ چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یې لیدلی و ــــ ما و لیدله چې ځغره یې اغوستې وه ، په لاس کې یې دوره وه خلک یې سمول او د نېکي لار ښوونه یې کوله او له بدیو نه یې خلک منعه کول .
نو له دې کبله هیڅوک نه شوي کولی چې له دې واقعیت نه انکار وکړي چې هغه په نبوي سننو سره ثابت او په اسلامي تاریخ کې ذکر شوی دی ، او دا هم سمه نده چې موږ هغه تقالید او عادات چې په ځینو معینو وختونو او ځاینو کې رواج دي د دین او شریعت په مقابل کې حاکم و ګرځو ، بلکې شریعت به تل لوړ او بل هیڅ شی په هغه باندې نه شي لوړېدلی ، او دا هم جایز نده چې یو څوک د ځان لپاره د تقوا یوه لاره غوره کړي او بیا نور خلک په هغې عمل کولو سره مجبوره وي او هم په ځینو کارونو کې له حد نه زیات تشدد و کړي چې بلاخره هغه الهي رحمتونه چې په هغو کې پراخي، یسر او آساني ده په لوی لاس په انسانانو باندې تنګ ، عسر او سختي و ګرځوي ، نو له همدې کبله کومه خبره چې په پوښتنه کې را غلي ده هغه جواز لري او په هغې کې هیڅ حرمت وجود نه لري .
والله سبحانه وتعا لی أعلم
-----------------------------------------------
(1) بخاري او مسلم شریف
(2) پورتنی مرجع
(3) صحیح بخاري شریف
(4) صحیح البخاري .
(5) سنن نسائي او صحیح ابن حبان .
(6) المعجم الکبیر د تبراني رحمه الله تصنیف