ایا نافرمانه ښځه د عدت په موده کې د نفقې حق لري ؟
پوښتنه
د اسلام د سپېڅلي شریعت له مخې د هغې ښځې حکم څه دی چې خپل خاوند یا مېړه ته اجازه نه ور کوي چې له هغې سره جماع یا کوروالی و کړي : ایا دا مېرمن ناشزه یا د مېړه نافرمانه بلل کېږي او که نه ، او ایا د جامو، مؤجل مهر او د عدت په وخت کې د نفقې مستحقه ده او که نه ؟
ځواب
فقها و ویلي دي چې هغه ښځه چې بې له عذر او شرعي علت څخه د خپل مېړه نافرماني کوي هغه په لویه او کبیره ګناه کې واقع ده ؛ ځکه چې له نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم څخه په ښځه باندې د مېړه د حقونو په اړه ډېر روایتونه را غلي دي ؛ عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم نه روایت کوي چې هغه ویلي دي :
((إِذَا صَلَّتِ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِى الْجَنَّةَ مِنْ أَىِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ )) ([1])
ژبـــــاړه : کله چې یوه ښځه خپل پنځه وخته لمنځونه ادا کړي ، او د رمضان روژې و نیسي او د خپل شرم ځای یا عورت حفاظت و کړي او د خپل خاوند یا مېړه اطاعت و کړي ، ور ته و به ویل شي چې له هرې دروازې د جنت نه چې ستا خوښه وي جنت ته داخله شه .
او فقها و رحمهم الله ویلي دي چې خپل مېړه له ځان سره له جماع او کوروالي نه منعه کول حرام او ناجایز دي او دلیل یې د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم دا قول دي چې وایي :
((إِذَا دَعَا الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ إِلَى فِرَاشِهِ فَأَبَتْ أَنْ تَجِىءَ لَعَنَتْهَا الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى تُصْبِحَ)) کما فی الصحیحین ([2])
ژباړه : کله چې یو سړی خپله مېرمن خپل فراش (کورالي) ته را و بولي او هغه له دې کار نه انکار یا منعه و کړي نو ملایکې تر سهاره پورې په هغې لعنت وايي .
نو له ناروا کارونو پرته نور په ټولو حالاتو کې په مېرمن د خپل مېړه اطاعت واجب دی ، او که چېرې بې له شرعي عذر څخه مېرمن له خپل خاوند سره له جماع کولو نو نه ډډه کوي دا مېرمن ناشزه یا د خاوند نافرمانه بلل کېږي ، او ناشزه ښځه په مېړه د نفقې او مصارفو حق نه لري ، اما نفقه د عدت ، جامې او مؤجل مهر دا درې واړه بیا د طلاق تر حالاتو پورې اړه لري داسې چې : که مېرمن مطالبه کړي وي چې زه خپل مېړه ته د طلاق په مقابل کې له خپلو ټولو حقونو نه تنازل کوم نو په دې صورت کې د عدت په وخت کې په مېړه د هغې نفقه نشته او همدا رنګه د جامو او موجل مهر په اړه چې له هرې اندازې نه د تېرېدلو په سر د دواړو موافقه را غلي وي هماغه اندازه ساقطېږي که هغه ټول وي او یا هم یوه برخه وي ، الله (ﷻ) په دې اړه داسې ویلي دي :
((وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا مِمَّا آَتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَنْ يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ )) (البقرة :229).
مانا او تفسیر : او تاسې ته حلال او روا نه دي چې هیڅ شي له هغه څه نه چې دې ښځو ته مو (په مهر کې ) ور کړي دي بیر ته واخلۍ ، مګر په هغه صورت کې چې دا ښځه او خاوند دواړه له دې نه و وېرېدل چې دوۍ به د
الله (ﷻ)(هغه احکام او) حدود (چې د ښځې او مېړه تر منځ دي)قایم او و نه ساتلۍ شي ، نو (ای مومنانو ! ) که تاسې و وېرېدلۍ چې دوۍ دواړه به د الله (ﷻ) حدود و نه ساتلۍ شي ، نو په دواړو ګناه نشته چې دا ښځه (خپل مېړه ته د طلاق په مقابل کې) فدیه او عوض ور کړي (او ځان خلا ص کړي) ، دا د الله (ﷻ) حدود یا پولې دي نو تاسې د الله (ﷻ) له حدودو نه تجاوز مه کوۍ او هغه څوک چې د الله (ﷻ) له حدودو نه تجاوز و کړي نو دغه کسان همدوۍ ظالمان دي .
خو که چېرې طلاق خپله د مېړه له لوري را منځ ته شوی وي او د هغه مېرمن له خپلو حقونو څخه نه وه تېره شوې نو په دې صورت کې بیا نوموړي حقونه ټول په خاوند لازم دي او باید چې خپلې مطلقې ته یې ور کړي .
والله سبحانه وتعالی أعلم
-------------------------------------------------------------
([1]) روایت د حدیث امام احمد په خپل کتاب مسند کې کړی دی
([2]) روایت د حدیث امام بحاري ، مسلم او نورو کړی دی