ایا په هغو پیسو باندې زکات شته چې د...

Egypt's Dar Al-Ifta

ایا په هغو پیسو باندې زکات شته چې د واده لپاره د کور اخستلو ته جمعه شوې وي

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د۲۰۰۴ میلادي کال د (۳۰۶) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

پوښتنه دا ده چې د واده لپاره  د کور اخستلو او نورو مصارفو ته یوه اندازه پیسې جمعه شوې دي چې شرعي نصاب ته هم رسېدلې دي او کال هم ور باندې تېر شوی دی ، ایا په نوموړو پیسو زکات شته او که نه او که وي  نو د تېرو کلونو د زکات ادا کولو طریقه را ته بیان کړي ؟

ځواب

    په اسلامي سپېڅلي شریعت کې د زکات د فرضیت سبب دا ده چې : یو څوک د نصاب په اندازه مال و لري یو کال ور باندې تېر شي ، د خلکو له پورونو نه خالي وي او له اصلي حاجت  نه هم زیات وي ؛ ځکه چې قرضدار او اصلي حاجت  لرونکی مال  دا سې دی لکه نشت .

علامه ابن ملک الکرماني   چې د حنفي علما و له جملې څخه دي ، د اصلي حاجت او ضرورت په اړه ډېر په زړه پورې دقیق  علمي بیان کړی دی چې وا يي :
٫٫ اصلي حاجت دې ته وا يي چې له انسان څخه  هلاکت دفعه کوي حقیقتا : لکه نفقه ، استوګن ځای ، وسله ، او  د اوړي او ژمي ضروري جامې ، او یا تقدیرا : لکه قرض ، ځکه قرض هم له هغو حاجتونو څخه دی چې باید د نصاب له پیسو نه ور کړل شي تر څو د پوروړو  څخه خپل ځان او زندان ته د تللو نه  خلاص کړي چې دا هم دا سې ده لکه هلاکت ، او لکه کسبي وسایل ، د کور سامان ، د سپرلۍ وسیله او د عالم لپاره کتابونه ؛ ځکه چې جهل هم یوه نوعه هلاکت بلل کېږي ، نو که له هغه سره دومره پیسې وي چې په همدې حوایجو او ضروریاتو کې یې و لګوي نو داسې شوي لکه چې هیڅ پیسې و نه لري ، لکه چې له یوه سړي سره د څکلو لپاره یوه اندازه اوبه وي نو دا اوبه په نه اوبو شمېرل کېږي چې په دې صورت کې هغه ته تیمم روا ګرځي ٬٬ اهــ . ([1])
موږ ګورو چې علامه کرماني رحمه الله په دې تصریح کړې ده چې که څوک یوه اندازه پیسې و لري او هغه یې د دې لپاره ساتلې وي چې بیا یې په را تلونکي کې په خپلو اصلي ضرورتونو کې مصرف کړي نو که یو کال وروسته هم له ده سره نوموړې پیسې وی   زکات  نه پرې لازمېږي .
خو په ده باندې په البحر الرائق ۲جلد ۲۲۲صفحه کې دا سې اعتراض وارد شوی دی : هغه قول چې په المعراج او البدائع کې را غلي د ده له دې خبرې سره مخالف دی دا سې چې :٫٫ ان الزکات تجب في النقد کیفما أمسکه للنماء أو للنفقة ٬٬ آهــ .     ترجمه  : زکات په نغدو پیسو کې واجب ګرځي   که هغه د ګټې لپاره ساتل شوې وي او یا هم د نفقې لپاره .
ابن عابدین رحمه الله وروسته له را نقلولو د دې اقوالو دا سې وا يي : ٫٫ لکن حیث کان ما قاله ابن ملک موافقا لظاهر عبارات المتون فالأولی التوفیق بحمل ما في البدائع و غیرها علی ما اذا أمسکه لینفق منه کل ما یحتاجه ، فحال الحول وقد بقي معه نصاب ، فانه یزکي ذلک الباقي وان کان قصده الانفاق منه أیضا في المستقبل ؛ لعدم استحقاقه صرفه الی حوائجه الأصلیة وقت حولان الحول ، بخلاف ما اذا حال الحول وهو مستحق الصرف الیها ٬٬ آهــ .
 ژبــــاړه : خو دا چې د ابن ملک خبره د متونو له ظاهري عبارتونو سره موافقه او برابره ده ، نو غوره دا ده چې د دې دواړو عبارتونو تر منځ داسې توفیق او جوړښت را منځ ته کړو چې د بدائع او نورو قول په هغه حالت حمل کړو چې یوه سړي د دې لپاره پیسې جمعه کړي وي چې هر کله یې ضرورت پیدا شي نو له هغو نه به یې مصرفوي ، چې بیا هغه د نصاب په اندازه وي او کال ور باندې تېر شو ، نو له دغو باقي پیسو نه زکات ور کوي اګر که یې دې پیسو ته په اینده کې د نفقي اراده هم وي ؛ ځکه چې د یوه کال په تېرېدلو سره هغه پیسې په اصلي حوایجو کې د مصرف مستحقې و نه ګرزېدلې ، دا پيسې دا سې نه دي له هغه چې یو کال ور باندې تېر شي خو په اصلي حوایجو کې د مصرفولو وړ   وي .
د پور تني بیان څخه وروسته د نوموړې پوښتنې په اړه خبره دا    ده چې :
هغه پیسې چې د واده لپاره کور اخستلو او د واده نورو مصارفو ته ساتل شوې دي  هغه له اصلي حوایجو او ضروریاتو څخه دي نو په هغو کې زکات نه واجبېږي .
 

     والله سبحانه وتعالی أعلم


-------------------------------------
([1]) حاشیه ابن عابدین ۲/۶
Share this:

Related Fatwas