د فطر د صدقي یا سرسایې له خپل وخته ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د فطر د صدقي یا سرسایې له خپل وخته د تاخیر حکم

پوښتنه

موږ د ۲۰۰۸ میلادي کال د (۱۷۲۸) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

    زموږ د کلي په جومات کې د فطر یا واړه اختر د صدقي یا سرسایې لپاره یو صندوق ایښودل شوی وو تر څو خلک په هغه کې د فطر صدقې جمعه کړي او بیا وروسته په مستحقینو باندې وویشل شي ، او دا کار د واړه اختر تر نیمې شپې پورې پای ته و رسېده ، او س د سهار له اتو بجو نه د اختر د لمانځه تر وخته پورې په دغه صندوق کې نورې شپږ زره مصري پونډه جمعه شوي دي ، نو موږ په دې پیسو باندې څه و کړو ؟ ایا موږ په دې باندې څاروي واخلو حلال یې کړو او په غریبانو یې غوښې وویشو او که نه خپله همدا پیسې ور و وېشو ؟

ځواب

    د مالکي ، شافعي او حنبلي مذهب جمهور علماء او همدارنګه الحسن بن الزیاد له حنفیانو څخه په دې مذهب دي چې : د فطر د زکات د وجوب وخت تنګ ده او پراخه نده ؛ نو هغه څوک چې خپله د فطر صدقه یا سرسایه بې له عذر نه د اختر د ورځې د لمر لوېده نه وروسته و باسي نو ګنهکار بلل کېږي او صدقه ور کونه یې ادا نه بلکې قضاء بلل کېږي ، خو دا په داسې حال کې چې د حنفي مذهب د جمهورو علماو مذهب دا دی چې د فطر د صدقې د وجوب وخت پراخه دي ؛ ځکه چې دلته امر په ادا کولو باندې مقید په وخت پورې نده نو په هر وخت کې یې چې و باسې ادا بلل کېږي او قضاء نه بلل کېږي ، خو عیدګاه ته له تلو مخکې ادا کول یې مستحب دي .
    او فقها ټول په دې متفق دي چې د وخت په وتلو سره د فطر صدقه نه ساقطېږي ؛ ځکه چې هغه د اداکونکي په ذمه کې د مستحقینو او حاجتمنو لپاره واجب شوله ، نو دا د هغوی له لوري په ده باندې قرض و ګرځېدله چې یوازې په ادا کولو سره ساقط او له لمنځه ځي .
    شیخ الاسلام بیجوري چې شافعي مذهبه دي په خپله حاشیه شرح ابن قاسم الغزي علی متن أبي شجاع کې ویلي دي : د فطر د زکات وېستل په اول د رمضان کې هم جایز دي ، او سنت دا دی چې د اختر له مانځه نه مخکې ادا شي که چېرې د اختر لمونځ په اول د ورځې کې ادا کېده ، او که چېرې د اختر لمونځ د ورځې آخر وخت ته وروسته کړی شو نو بیا مستحب دا ده چې د فطر زکات د ورځې په لمړي وخت کې ادا کړی شي ، او د اختر د ورځې ورستۍبرخه یعنې د لمر لوېده نه لږ مخکې وخت ته یې ځنډول مکروه دي ، او له دې وروستي برخې نه یې اړول یعنې د لمر لوېده څخه یې وروسته کول حرام دي او د فطر صدقه دا سې نده لکه د مالونو زکات ځکه د مالونو په زکات کې تاخیر جواز لري په دې شرط چې خلک له ډېر شدید ضرر سره نه وي مخامخ . اهـ ، د فطر د صدقې په تاخیر کې چې کومه ګناه را غلې ده هغه په هغه صورت کې ده چې اختیار ، عمد او استطاعت درې واړه موجود وي ، نو که یو څوک یې په ادا کولو باندې قادر نه وي او یا یې هېره شوې وي نو په ده باندې واجبه ده چې و یې باسې نو د جمهورو فقهاوو په نزد به قضاء وي او د حنفیانو په نزد به ادا وي .
    نو بنا په دې سره : کوم مال چې په صندوق کې موندل شوی دی په همدې خپل حال یې د فطر د صدقې په مستحقینو وېشل واجب دي ، او په هغو به هیڅ شی نه اخیستل کېږي .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas