له میراث نه د ښځینه و یا بل چا د مح...

Egypt's Dar Al-Ifta

له میراث نه د ښځینه و یا بل چا د محرومولو حکم

پوښتنه

موږ د ۲۰۰۷ میلادي کال د (۲۳۳) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

    ایا ! له میراث څخه د ښځو محرومول یا بې برخې کول جواز لري او که نه ؟
    او ایا ! پلار حق لري چې خپل اولادونه له میراث نه بې برخې کړي او د ترکې مال ټول د هغوی مور ته ور کړي چې هغه بیا په نوموړي مال کې د خپلې خوښې سره سم تصرف و کړي ؟

ځواب

    له میراث څخه د ښځو محرومول او همدارنګه د اولادونو له رضایت پرته ټوله ترکه د هغوی مور ته ور کول او هغوی له میراث نه بې برخې کول او دا سې نور د میراث د هغو احکامو مخالفت کول چې الله (ﷻ)فرض ګرځولي دي دا په حقیقت کې د جهالت د زمانې میراث بلل کېږي چې د اسلام سپېڅلی دین نازل شو تر څو دا ډول جاهلي میراث ، عادات او رواجونه یې له بیخه و وېستل او د تل لپاره یې تر خاورو لاندې خښ کړل ، نو هغه څوک چې د جاهلیت د وخت دا ډول میراث بیا را ژوندی کوي هیڅ کله به خدای (ﷻ) د هغو په ژوند کې برکت وا نه څوي ، او دا په واقعیت کې په باطله توګه سره د خلکو د مالونو خوړل دي چې لویه ګناه او قران کریم یې د مرتکب په اړه ډېر سخت وعید او شدید عذاب بیان کړی دی ؛ ځکه چې په سورت نساء کې د میراث له آیاتونو نه وروسته الله جل جلاله داسې فرمایلي دي :

    ((تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ))[النساء : ۱۳ــ ۱۴]

    مانا او تفسیر : دا(پورته بیان شوي احکام) د الله (ﷻ) حدود او پولې دي او څوک چې د الله (ﷻ) او د هغه د رسول (صلی الله علیه وآله وسلم) اطاعت او پیروي و کړي ، دا سې جنتونو ته به یې داخل کړي چې (تر قصرونو) لاندې یې ویالې بهېږي ، دوۍ به د تل لپاره په دې (جنتونو) کې وي ، او دا لویه کامیابي ده ، او هغه څوک چې د الله (ﷻ) او د هغه د رسول (صلی الله علیه وآله وسلم)نافرماني و کړي او د هغه له حدودو نه تجاوز و کړي ، اور (د جهنم) ته به یې دا خل کړي ، تل به په دې اور کې وي او ده لره سپک کونکۍ عذاب دی .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas