د تره له مېرمنې سره د واده کولو حکم
پوښتنه
ایا د خپل تره یا کاکا له کونډې سره واده کول روادي او که ناروا ؟ او د یادونې وړ خبره ده چې د همدې سړ ي مور د ده د کاکا دویمه ښځه وه او له دواړو ښځو نه یې اولادونه پیدا شوي دي .
ځواب
محرمات د نکاح دوه ډوله دي ؛ نسبي او رضاعي او د تره ښځه په دې دواړو کې نه را ځي ؛ ځکه چې هغه محرمات چې په نسب سره ثابت دي اوه قسمه دي او ټول یې الله (ﷻ) په پاک قران کې په دې آیت شریف کې ذکر کړي دي :
((حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَإِنْ لَمْ تَكُونُوا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَنْ تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ))[النساء : ۲۳]
مانا او تفسیر : په تاسو باندې حرامې کړي شوې دي ستاسو میندې او ستاسو لوڼې او ستاسو خویندې او ستاسو عمه ګانې او ستاسو خاله ګانې او ورېرې او خورځې او ستاسو هغه میندې چې تاسو ته یې(خپلې) شودې در کړې دي او ستاسو رضاعي خویندې او ستاسو خواښې ګانې او ستاسو هغه پرکټۍ چې ستاسو په کوټو کې او سېږي چې ستاسو له هغو مېرمنو نه پیدا شوي دي چې تاسو ور سره جماع یا کور والی کړی وي ، خو که چېرې تاسې له هغوی سره جماع نه وي کړي بیا پروا نه لري ( یعنې بیا هغوی په تاسو باندې حرامې ندي ) او ستاسو هغه نګیندې چې ستاسو د سکه زمنو مېرمنې دي او بل دا چې (په تاسو حرام کړی شوي دي چې) دوه خویندې
( په نکاح کې) جمعه کړي مګر هغه چې په خوا تېر شوي دي .
او د حرمت دا پورته ډولونو ته ناسکه مور هم ور زیاتوو چې حرمت یې په قران کریم کې له دې آیت نه مخکې بیان شوی دی ، او همدا رنګه پورتني ټول قسمونه د رضاعت له لارې حرام ګرځي ، او په دې اقسامو کې د تره ښځه نده را غلې ، او دا چې د ده تره د ده له مور سره نکاح کړې ده د هغه له بلې ښځې سره د ده په نکاح هیڅ تاثیر نه غورځوي په دې مانا چې سړي کولی شي چې د خپل هغه تره له ښځې سره واده و کړي چې د ده له مور سره یې واده کړی وي .
نو فتوا دا ده چې سوال کونکي ته روا ده چې د خپل تره له ښځې سره واده و کړي که چېرې د رضاعت یا بل مانع وجود و نه لري
والله سبحانه وتعالی أعلم