د تروریزم ارجاف(ویرونې) او جهاد تر...

Egypt's Dar Al-Ifta

د تروریزم ارجاف(ویرونې) او جهاد ترمنځ توپير

پوښتنه

د تروریزم، ارجاف او جهاد ترمنځ څه توپیردی؟

ځواب

ځواب:

تروریزم  یا ترهګرې چې به عربی ژبه کې د (الإرهاب) یا هم (الإرجاف) په معنا راځي په ټولنه کې د وګړو ترمنځ د تراوتریخوالي د افعالو لکه وژنه ویره د ترهګری تکفیري فکر خپرول او د شایعاتو په خپرولو سره د ګډوډی حالت رامنځه کول او د خپلو ځانګړو سیاسي موخو ترلاسه کولو دپاره په مشروع قانونې حکومتونو د خلکو باور کمزوري کولو ته ویل کیږي.

په داسې حال کې چې د جهاد کلمې اصل جهد هڅې او مشقت څخه دی او له همدی  څخه د نفس جهاد او متجاوز دښمن سره جهاد د هغوی له شره خلکو او وطن خلاصول  او د خپل ځان څخه دفاع کول چې یو فطری منل شوي  خبره ده. او لکه څنګه چې قرآن کریم کې راغلی دي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ﴾ [التوبة: 73]. ژباړه «ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم) له کفارو او منافقانو د دواړو سره په پوره طاقت مقابله وکړه او له هغوی سر ډیره سخت جلند وکړه ».

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایې: یو ټولکۍ جنګیالي چې جنګ څخه راستانه شول نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم یې هرکلی ورکړ، او ورته ویې وفرمایل: «راغلئ په خیر سره له کوچنې جهاد څخه لوی جهاد(جهاد اکبر)ته هغو ویلو: نو لوی جهاد کوم دی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د یو بنده له خپل خواهشاتو سره جهاد کول ».

نو جهاد  شرعا د متجاوز مقابله او دفع کولو ته ویل کیږي په داسي حال کي چي کوم د تاوتریخوالی او ورانکارۍ افعال چې افراطی ډلې ترسره کوی هغه ارهاب او ارجاف یعنی تروریزم او ترهګري ده ولو که دوی هر څومره دروغ ووایې چې هغه جهاد دی خو په حقیقت کې د دوی مقابله او مخ نیولی اصلي جهاد دی.

  

Share this:

Related Fatwas