د ویرې اچونې او جهاد ترمنځ اړیکه

Egypt's Dar Al-Ifta

د ویرې اچونې او جهاد ترمنځ اړیکه

پوښتنه

د ویرې اچونې حقیقت څه دی؟ د الله په لار کې له جهاد سره یې اړيکه څه ده؟

ځواب

هغه څه چې د هغو ډلو او تروریستي سازمانونو لخوا چې د اسلام تر سیوري او د هغه د لوړ مفاهیمو لاندې ځانونه پټوي او د مقدساتو تر پښو لاندې کولو او د بې ګناه خلکو وینې تویولو د ترویج کولو په برخه کې ترسره کوي چې جهاد دی، د ناسم فهم په پایله کې غلطه خبره ده؛

دا ځکه چې هغه څه چې دوی یې کوي هغه "ارجاف(ویره اچونه)" ده چې خدای تعالی په خپل دې قول کې ذکر کړی دی: ﴿لَئِن لَمْ يَنْتَهِ المُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالمُرْجِفُونَ فِي المَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلاَّ قَلِيلًا * مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا * سُنَّةَ اللهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللهِ تَبْدِيلًا﴾ [الأحزاب: 60 - 62]، ژباړه: « كه منافقان او هغه خلك چي په زړونو کې یې فساد دى او هغه كسان چي په مدينه کې د احساس پاروونكو ګډوډیو افواهاتو خپروونكي دي، له خپلو حركتونو څخه لاس وانخلي، نو مونږ به د هغو پر خلاف د مبارزې لپاره تا را پاڅوو، بيا به هغوی په دې ښار کې په ډېره مشكله توګه ستا تر څنګ و اوسېداى شي*پر هغو به له هري خوا د لعنت ورښت وي، هر چيري چي وموندل شي وبه نيول شي او په بده توګه به ووژل شي* دا د الله کړنلاره ده چي د دغسي خلكو په باب له پخوا څخه را روانه ده؛ او ته به د الله په کړنلاره کښي هیڅ تبديلي ونه مومې»

دا یوه کلمه ده چې بد مفهوم لري، چې معناي د مختلفو ادعاوو له مخې د وینو او اموالو په حلال ګڼلو سره د یوې ټولنې د غړو تر منځ  د فتنو، اختلالات او ګډوډیو راپارول دي،

لكه : د حاکم، دولت، یا د خلکو ځینې فرقې تكفيرول. لكه ښو ته دبلنې او له بدو څخه د منع (الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر) په پلمه د مسلمانانو وینه تویول روا كول.

یا په خپلو هیوادونو کې د غیرمسلمانو یا د هغو کسانو چې اسلامي هیوادونو ته راغلي په دې بهانه وینه تویول روا ګڼل چې د دوی هیوادونه د اسلام سره جنګیږي، او دا سې د ویرې اچونې نورې ادعاوی چې شیطان د هغو ویره اچونکو کسانو په زړونو کې وراچولي،کوم چې ځینې ​​یې د صحابه کرامو او له هغوی څخه وروسته د خوارجو د ظهور لامل وه او شبهی چې پرې په ځمکه کې فساد او د حرامو وینو تویول توجیه کول.

Share this:

Related Fatwas