د واکمن او وکړو ترمنځ د اړیکې اساس

Egypt's Dar Al-Ifta

د واکمن او وکړو ترمنځ د اړیکې اساس

پوښتنه

د حاکم او  د وګړو ترمنځ د اړیکې اساس څه دی؟

ځواب

د حاکم او وګړو تر منځ د اړیکو اساس د دوی ترمنځ عقد دی، چې هغه د وګړو له لوري د امر منل او اطاعت دی، الله ﷻ فرمايي: ﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ﴾ [النساء: 59]، ژباړه: "اې مؤمنانو! د الله، رسول او هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي"، او رسول الله ﷺ فرمایی: «اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا، وَإِنِ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ، كَأَنَّ رَأْسَهُ زَبِيبَةٌ» [رواه البخاري]، ژباړه: "اي مؤمنانو دخپل مشرانو  خبرې واورئ او اطاعت یې وکړئ اګر که حبشي په تاسو کي مشر شي که سر ېی پشان د ماشې هم وي"،   د حاکم له اړخه لازمه ده چې د خلک د عمومې مصلحت او د شریعت مقاصدو مطابق حکم وکړي چې د عدالت د تامینول  او د ظلم او بې عدالتۍ له منځه وړل، او د دین حراست او ساتنه، او له بهرني او داخلي خطرونو څخه د ټولنې د امنیت او ثبات وساتنه ده ، اللهﷻ فرمايي: ﴿يَادَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى﴾ [ص: 26]،ژباړه: "اې داؤده! موږ ته په ځمکه کي خليفه ګرځولى یې، له دې كبله ته د خلكو په منځ کي په حقه فيصلې وکړه او د نفسي غوښتني پيروي مه كوه"، خو اسلام د حاکم اطاعت د هغه د عدل په مقابل کې نه دی ګرځولی، مګر چې د امت امور یاید تنظیم شي، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته په نصیحت کې فرمایي: «مَنْ رَأَى مِنْ أَمِيرِهِ شَيْئًا يَكْرَهُهُ فَلْيَصْبِرْ، فَإِنَّهُ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا، فَمَاتَ، فَمِيتَةٌ جَاهِلِيَّةٌ» [متفق عليه]، ژباړه: که څوک د خپل امیر څخه داسې څه وګوري چې خوښ یې  نه نشې، نو صبر دي وکړي ، یقیننا هغه څوک چې ځان د جماعت څخه یوه پنحه هم جلا شي،که مړ شو، نو دهغې مرګ د جهالت دی".

Share this:

Related Fatwas