د عالمانو او حاکمانو ترمنځ د اړیکو ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د عالمانو او حاکمانو ترمنځ د اړیکو اصل

پوښتنه

د علماوو او حاکمانو تر منځ د اړیکو اصل څه دی؟

ځواب

ځواب:

د علماوو او حکامو ترمنځ اړیکه کې اصل په دې  اعتبار چې علماء رعیت دي لومړۍ د علماوو له لور د حکامو  اطاعت کول دي، الله تعالی فرمايی: ﴿أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ﴾ [النساء: 59]، ژباړه: "د الله، رسول او هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي"، او بیا د نصیحت ادا کول دي لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ» [رواه مسلم]، ژباړه:  "دین نصیحت ده" مونږ وویل: چا ته؟  حضرت ﷺ وفرمایل: "د خدایﷻلپاره، د هغه کتاب ته، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانانو مشرانو او د دوی عامو خلکو ته"، او علماء باید حاکمانو ته د مشورې ورکولو په وخت کې د نصیحت  اصول او آداب مراعات کړي، كوم چې له رسول الله ﷺ څخه روایت شوی دی، لكه څنګه چې وایي: «مَنْ أَرَادَ أَنْ يَنْصَحَ لِذِي سُلْطَانٍ فَلَا يُبْدِهِ عَلَانِيَةً، وَلَكِنْ يَأْخُذُ بِيَدِهِ فَيَخْلُوا بِهِ، فَإِنْ قَبِلَ مِنْهُ فَذَاكَ، وَإِلَّا كَانَ قَدْ أَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ» [رواه ابن أبي عاصم]، ژباړه:  " څوک چې غواړي هغه چا ته نصیحت ورکړي چې د واک خاوند وي نو  باید په عامه توګه یې څرګند نه کړي، بلکې هغه له ​​​​لاسه ونیسي، او  یوازې په تنهایی کي ورته نصیحت وکړي، که قبول یې کړ نو  مراد یې حاصل شو ، او که قبول یې نه کړ نو ده خپل مسئولیت ترسره کړي"  خو د واکمنانو له لوري که بیا چيري ښه نظر، ګټوره مشوره او مخلص نصحیت ولیدل شي، نو په دوی حق دی چې عمل پری وکړي لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ﴾ [آل عمران: 159]، ژباړه: " او د دين په چارو کي هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه"، له رسول اللهﷺ څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: «الكَلِمَةُ الحِكْمَةُ ضَالَّةُ المُؤْمِنِ، فَحَيْثُ وَجَدَهَا فَهُوَ أَحَقُّ بِهَا» [رواه الترمذي]، ژباړه: " د حکمت(نيكه خبره) د مومن له لاسه ورک شوی شې دی،په هر ځای کې چې هغه ومومي، چیرې چې ومومې هغه یې ډیر حق لري".

Share this:

Related Fatwas