د اولیاوو او نیکانو زیارت کول

Egypt's Dar Al-Ifta

د اولیاوو او نیکانو زیارت کول

پوښتنه

آیا د صالحینو قبرونو ته سفر کول روا دي؟

ځواب

د قبرونو زيارت په عمومي توګه حلال کار دی چې په هغې کې نارينه او ښځې مساوي دي، که په عمومي توګه حلال وي، نو که د انبياوو او يا د رسول اللهﷺ له امت څخه د صالحانو لکه د پېغمبر د آل البيت عليهم السلام او عالمانو او اولياوو په قبرونو پوري تړاو ولري نو مستحب دی. او د دې خبرې دلیل د نبی کریم ﷺ دا قول دی: «إني كنت نهيتكم عن زيارة القبور فزوروها فإنها تذكركم الآخرة» (رواه مسلم)، ژباړه:«ما تاسو د قبرونو له زیارت کولو څخه منع کړي وئ، نو تاسو د قبرونو زیارت وکړئ، ځکه چې دا تاسو ته آخرت دریادوي » او په یو روایت کې راغلي: «كنت نهيتكم عن ثلاث: عن زيارة القبور فزوروها؛ فإن في زيارتها عظةً وعبرة» رواه أحمد. ژباړه:« ما تاسو له دري شیانو څخه منع کړي وئ: د قبرونو له زیارت څخه؛ نو تاسو يې زیارت وکړئ، ځکه چې  په دې كې تاسو ته نصيحت او عبرت دی» خو د نبی کریم ﷺ دا قول: «لا تُشد الرحال إلا إلى ثلاثة مساجد: المسجد الحرام، ومسجد الرسول ﷺ، ومسجد الأقصى» (متفق عليه)،ژباړه:«د سفر عزم نه کیږي مګر درې جوماتونو ته: مسجد الحرام،نبوي مسجد او مسجد الاقصی ته» دا قول د جوماتونو زيارت کولو ته ځانګړی دی، نه قبرونو ته، او تاسو به، مثلا څوک ونه وينئ چې ووايي: زه د امام حسين عليه السلام د جومات زيارت او يا د شيخ الشاذلي رضي الله عنه د جومات د زيارت لپاره سفر کوم. بلکي د هغوی مقصد په قبر کي د هغه نيک بنده زيارت کول وي چي دا يو روا او مشروع کار دی.

Share this:

Related Fatwas