د تورې آیتونه او د عفوې او بخښنې آیاتونه
پوښتنه
آیا د تورې آیتونو د عفوې او بخښنې آیتونه منسوخ کړي؟
ځواب
ځواب:
د تورې آیتونو د عفوې او بخښنې آیتونه نه دي منسوخ کړي، او د تورو آیتونه لکه خدای ﷻ دا قول: ﴿فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ﴾ [التوبة: 5]، ژباړ: "نو مشركان ووژنئ چيري چي يې ومومئ"، او د عفوې آيتونه لکه الله ﷻ دا قول: ﴿خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ﴾ [الأعراف: 199]، ژباړه: "د نرمۍ عفوه كولو لاره غوره کړه، د ښو چارو ښوونکی اوسه، او له ناپوهانو سره مه نښله"، د تورې آیتونو باندې د ځان څخه د دفاع په حالاتو کې عمل کیږي، او د عفوې آیتونو باندی بیا په ټولو حالاتو کې عمل کيږي، او د دوی تر منځ تعارض نشته چې وویل شي چې له دې آیتونو څخه یو یې بل منسوخ کړی، لکه څنګه چي د اصول فقه علماوو هم دا شرط ګرځولې چې د دواړو دلائلو يو جمع کول سره ناشوني وي، ، او نبي کریمﷺ په ټولو آیتونو په پرلپسي توګه عمل کړي،نبی کریم ﷺ له مشرکین سره د ځان څخه د فاع لپاره د بدر احد او خندق د جنګونو څخه وروسته اوربند کړی او د هغوی سره یې د حدیبیی د سولي تړون هم کړی، او بیا چې کله قریشو سوله ماته کړې نبی کریمﷺ مكه يې هم فتحه كړه او د طلقاء په مشهور حديث کي هغوی ته عفو هم وکړه ،علماء په دې اتفاق دي چې د جنګ او سولې خبره حاکم او د هغه پالیسي ته پرېښودل کېږي چې د خلکو ملي ګټې په نظر کې ونیسي.