ځان ساتنه

Egypt's Dar Al-Ifta

ځان ساتنه

پوښتنه

اسلام د انسان او د هغه روغتبا ساتنې ته څنګه بلنه کړې؟

ځواب

 اسلام د انسان د ساتنې غوښتنه کړې؛ او د ځان ساتنه یې د خپلو هغو کلي مقاصدو څخه گرځولی چې آسمانی شریعیتونه یې د  ترلاسه کولو لپاره راغلي، دا مقاصد یې د حقوقو له رتبې څخه د الزماتو رتبې ته لوړې کړي،او سپیڅلي شريعت انسان ته د ژوند کولو په حق او د هغه د خونديتوب د حق په تایید اکتفاء نه ده کړې، بلکي په هغه باندي یې د هغو وسایلو کارول واجب کړي چي د هغه د ژوند او د بدن ساتنه کوي او له هغه څخه د اذیت او ضرر دفع کوي.  د انسان ساتنې او خوندیتوب ته د اسلام د بلنې بیلګي ډیری دي، لکه: د ناروغیو درملنې او د امراضو په وقایي او مخنیوي امر کول،  او: په ناحقه د یو نفس وژنه منع کول، او مرتکب ته یې تر ټولو سخته سزا ورکول. او همدا: خپل ځان او نورو ته د زیان رسولو منع کول؛ له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، وفرمایل: «لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ» رواه الحاكم.

ژباړ: " په اسلام کي نه خپل ځان ته ضرر رسول شته او نه بل چا ته".

Share this:

Related Fatwas