د وطنونو ساتنه

Egypt's Dar Al-Ifta

د وطنونو ساتنه

پوښتنه

د وطنونو د ساتنې ته د اسلام د دعوت بيلګي څه دي؟  او د دې دليل څه دی؟

ځواب

 سپېڅلي شریعت د وطن د حفاظت غوښتنه کړې، د دې علامه دا ده چې د وطن سره مینه یې یو فطري غريزوي مفهوم بلل دی ، چې د یو شخص یو ځای ته د منسوبیدو له احساس څخه رامینځ ته کيږي، او د هغه شوق خپل وطن سره په ​​​​کوم ځای کې چې لوی شوې دی او هغلته ته یې زاړه او نوی یادونه، له هغې کورنۍ او خپلوانو سره تړلي دي چې هغه يې په منځ کې رالوی شوی دی،

او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په افعالو کې په ډاګه څرګندیږي، ځکه چې د وطن سره مینه د هغه له اخلاقو څخه وه؛ له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: «كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وآلِهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَدِمَ مِنْ سَفَرٍ فَأَبْصَرَ دَرَجَاتِ المَدِينَةِ، أَوْضَعَ نَاقَتَهُ، وَإِنْ كَانَتْ دَابَّةً حَرَّكَهَا» رواه البخاري.

ژباړه: "کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له سفره راستون شو، نو کله به یې چي د مدینې دیوالونه ولیدل، هغه به د خپل اوښ رفتار نور هم تیز کړ، او که هغه به حیوان وه، حرکت به یې ورکړ چي زر مدینې ته ورسیږي"

Share this:

Related Fatwas