د معیوبینو حقونه

Egypt's Dar Al-Ifta

د معیوبینو حقونه

پوښتنه

 آیا  معیوبین د زکات مستحق دي؟

ځواب

 هغه څوک چې د خپلې نفقې او د خيل عیال(کورني) د نفقي اړتیاوو لکه خواړه، جامې، کور، درملنه، تعلیم او داسې نور حاجتنو د پوره کولو توان ونلري، نو هغه ته زکات تر هغه وخته پورې ورکول روا دي چې هغه د خپلو احتیاجاتو د پوره کولو توان پیدا کړي، په دې کې اعتبار د شخص حالت ورکول کیږي پرته له دې چې دې ته وکتل شي چې دی ماشوم، او معیوب او یتیم دی؛ او که یو سړی د هغې طبقي څخه  وي چي الله تعالی په دې قول کې  ذکر کړي دي: ﴿إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللهِ وَاللهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴾ [التوبة: 60]، ژباړه: " بېشكه دا صدقې خو په اصل کې د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چي زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو(د مریانو مكاتبانو)د ازادولواو د پوروړو د مرستي لپاره د خداى په لار کې او په مسافر پالنه کي د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى".

نو زکات هغوی ته ورکول کیږي، او که چیري د هغو د مستحقینو څخه په هېڅ یو کي هم شامل نه وي، نو هغه ته تنها د معلولیت له وجې  مستحق نه بلل کیږي.

Share this:

Related Fatwas