د وینو مصونیت

Egypt's Dar Al-Ifta

د وینو مصونیت

پوښتنه

ترهګرو ډلو د وینې د مصونیت مسئله څنګه کم ارزښتنه کړې؟

ځواب

افراطي ډلو د الهي شریعت له هغو مقاصدو څخه چې د ټولو الهي پیغامونو او کتابونو له لارې راوړل شوی، سترګې پټې  کړي دي، چې په هغې کې د انسان د وینې او د هغه د حرمت ساتنه هم شامله ده،او همدارنګه افراطي ډلو د خلکو په تکفیر او په کوچنۍ شبه او ګمان د هغوی دین په باطلو کې زیات والی کړې، او دا  د وینې او د هغې مصونیت د کم ارزښتنه کیدو لامل شوی، او د دې ډلو تاریخ او حاضر د بی ګناه خلکو  د وژلو، انفجارولو او ذبح کولو شاهد دی،

څوک چې د دوی په تګلاره عمل نه کوي، په هغه د کفر حکم کوي ، نو له اسلام څخه یې باسی او په ناحقه یې وینه حلاله ګڼي. سره له دې چې شریعت د ژوند ساتنې او د وینې مصونیت ته خورا ډیر  درناوۍ کړي دی، الله تعالی فرمایلی: ﴿مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا﴾ [المائدة: 32]، ژباړه: « چا چي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي وګڼه لكه چي هغه ټول انسانان ووژل او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي وګڼه لكه چي هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه» ابن عباس «رضی الله عنه» وایي: چاچې یو ژوندی وواژه، او د هغه حرمت یې ترپښو لاندې کړ، نو هغه داسې ده لکه ټول خلک یې چې وژلي وي، او همدارنګه ورڅخه روایت چې وایي: «إن الله تبارك وتعالى قد حرم عليكم دماءكم وأموالكم وأعراضكم إلا بحقها»(رواه البخاري)، ژباړه: «اللهﷻ په تاسو ستاسو وینې مالونه  او آبرو(عزت) حرام کړی مګر په حق سره» او همدا راز ویلې دي: «د دینا زوال الله تعالی ته د مومن له ناحقه قتل څخه آسانه ده » (ابن ماجه روایت کړي)، نو سپڅلی شریعت په یو لور دی او دا ډلې په بل لور.

Share this:

Related Fatwas