د زکات په پیسو د غریبانو اړتیاوې پو...

Egypt's Dar Al-Ifta

د زکات په پیسو د غریبانو اړتیاوې پوره کول

پوښتنه

د زکات په پیسو د مسکینانو د غوښې او چرګانو اړتیاوې پوره کول څه حکم لري؟

ځواب

خیریه موسسې کولی شي د خپلو زکات پیسو یوه برخه د غریبانو لپاره د غوښې او چرګانو پیرودلو لپاره تخصیص کړي په دې صورت کي که دا د غریبو مستحقینو لپاره غوره وي؛ خیریه بنسټونه د غریبانو لپاره د اړتیا وړ شیانو په اخیستلو کې د وکیلانو په څیر دي، که د غریبانو اړتیا د هغوی د اړتیاو توازن او د هغې د لومړیتوبونو له مخې په پام کې ونیول شي، نو دومره شیانو اخیستل څومره چې د هرې کورنۍ اړتیا وي او د دې پیرودلو لپاره یوه برخه اموال اختصاص کولو کې هیڅ ممانعت نشته، او دا د «عینی» صدقې له باب څخه شمیرل کې کله چې د فقیر د اړتیا په پوهیدو، او هغوی د غوښتونو په پوره کولو د هغوی مصلحت پکې متحقق شي. او دا همدا رنګه  د مقاصدو د نظر کولو له باب څخه ګڼل کیږي ځکه چې په دې سره د بې وزلو او اړمنو اړتیاوې پوره کېږي.

Share this:

Related Fatwas