صدقه جاریه

Egypt's Dar Al-Ifta

صدقه جاریه

پوښتنه

د صدقه جاریې ډولونه کوم دي؟

ځواب

 د خير هغه چارې چې د صدقه جاریه په شکل پکې د مال لګول صحیح کیږې ډېر او آسانه دي، او  صدقه جاریه يو له هغو نېکو اعمالو او قرباتو څخه ده چې له لارې يې بنده الله تعالی ته نږدې کېږي او مړي ته له دې دنيايي ژوند څخه له انتقال وروسته ګټه رسوي؛  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله چې یو څوک مړ شي، د هغه عمل بندیږي پرته له دریو عملونو څخه:  پرته له صدقه جاریه، او  هغه علم چې ګټور وي، او یا صالح اولاد چې د هغه لپاره دعا وکړي.» (امام مسلم روایت کړی). او صدقه جاریه وقف ته ویل کیږي،

 او دا لازمه ده چې وقف معین وي داسی څه وی چی بیع یې جواز لري، د عین یا اصل په پاتې کېدو سره ترې ګټه اخيستل کېږي، او دا چې په هغه کې د چا حق نه وي، او د ځینو فقهاوو په نزد د پیسو او خواړو وقف هم روا دی.

Share this:

Related Fatwas