د زکات په پیسو د یو طبي ماشین اخستل...

Egypt's Dar Al-Ifta

د زکات په پیسو د یو طبي ماشین اخستل

پوښتنه

ه اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :
یو دوست غواړي چې د خپل زکات له پیسو څخه د یوه خیره روغتون لپاره طبي ماشین واخلي ، هغه غواړي معلوم کړي چې کولی شي د خپل فرضي زکات په پیسو دا ماشین واخلي او که نه ؟
 

ځواب

اصلي خبره دا ده چې زکات یوازې هغو اتو صنفونو ته ور کول کېږي کوم چې الله (ﷻ) په پاک قران کې ذکر کړي دي او په لانې توګه دي :

((إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ))[التوبة : ۶۰]

معنا او تفسیر : حقیقي خبره دا ده چې صدقې ( د زکات مالونه ورکول کېږي ) فقیرانو ته او مسکینانو ته او د زکات راغونډونکو ته او مؤلفة القلوبو ته (لپاره د دې چې زړونه یې له اسلام سره الفت پیدا کړي) او (مکاتبینو ته) (له غلامي نه د هغوی ) د غاړو ( خلاصولو لپاره) او پوروړو ته (او همدارنګه د زکات مال صرفېږي) د الله په لاره کې او (هغو) مسافرو ته (چې مال ور سره نه وي) ، (نوموړی زکات ) د الله (ﷻ) له (لوري دغو مصارفو ته یوه مقرره شوې) فریضه ده ، او الله په هرڅه ښه پوه دحکمت خاوند دی .

په دې معنی چې د زکات په پیسو پکار ده چې د ودانۍ له جوړلو مخکې انسان جوړ او ودان شي ؛ علماو کرامو په زکات کې تملیک شرط بللی دی مګر په هغه صورت کې چې ممکن نه وي ، لکه د (في سبیل الله ) په مصرف کې ، او محققین علماء بیا د في سبیل الله مصرف یواځې جهاد ، علم او د الله لوري ته دعوتول بللی دی ؛ځکه لکه څرنګه چې دین ته عوتول او را بلل په توره سره کېږي همداراز په ژبه هم تر سره کېدلی شي ، لکه چې الله (ﷻ) د عظیم الشان قرآڼ په اړه ویلي دي :

((فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا))[الفرقان : ۵۲]

معنا او تفسیر : نو ته د کافرانو پیروي مه کوه او له هغوی سره جهاد کوه په دې (قرآن) سره لوی جهاد .

خو ځینو علماء بیا د ( سبیل الله )د مصرف ساحه پراخه بللې ده او هغه یې د ضرورت په وخت کې ټولو د خیر کارونو او د انسانانو عامه مصالحو ته ور شامل کړی دی ، آن تر دې چې که د تملیک شرط وجود هم و نه لري .
امام کاساني رحمه الله په (بدائع الصنائع) کې ویلي دي : د الله (ﷻ) قول (وفي سبیل الله) عبارت دی له ټولو د خیر له کارونو څخه ؛ نو په دې کې ټول هغه حاجت من خلک دا خلېږي چې د الله د اطاعت او پیروي په لاره کې سعې کوي او د خیر کارونه پر مخ بیایي .
او امام فخر الرازي رحمه الله تعالی د دې آیت په تفسیر کې دا سې وایي : ( پوه شه چې د (في سبیل الله) له ظاهري لفظ نه دا سې نه را معلومېږي چې یوازې تر ټولو غازیانو پورې دې منحصر وي ؛ نو د همدې معنا له مخې قفال په خپل تفسیر کې له ځینو فقهاو څخه را نقلوي چې هغوی دا جواز ور کړی دی چې د زکات مال په ټولو د خیر په لارو کې مصرفولی شي لکه د مړو کفنونه د قلعاګانو یا مرګزونو جوړونه او د مساجدو ابادونه ؛ ځکه چې (في سبیل الله )قول عام دي او ټولو ته شامل دي ) اهـ .
د ضرورت او حاجت په وخت کې په دې خبره باندې عمل ممکن دي ، یعنې په هغه صورت کې چې د دا ډول خیریه کارونو د ودانولو او روانولو لپاره د صدقو او خیراتونو مالونه وجود و نه لري نو بیا کولی شي چې د فرضي زکات له پیسو څخه په هغو کارونو کې ګټه واخستل شي چې د عامه مسلمانانو خیر او مصلحت پکې وي لکه وړیا مرستندویه روغتونونونه او داسې نور عام منفعته کارونه ، خو باید چې دا هم په پام کې و نیول شي چې د فقیرانو او ضرورت منو د جامو ، خوراک ، سرپنا ، معیشت ، تعلیم او د ژوند ټول ضروري امور باید چې تر بل هر څه په لمړي مقام کې په نظر کې و نیول شي ؛ چې تر څو د زکات هغه اصلي او اساسي حکمت رامنځ ته شي کوم ته چې رسول الله صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم په خپله خبره کې اشاره کړې ده چې وايي : ( تؤخذ من أغنیائهم فترد علی فقرائهم ) ژبـــــــــاړه : د زکات پیسې د هغوی له شتمنو څخه اخستل کېږي او بیر ته یې خوارانو ته ورکول کېږي .
او د وړیا علاج روغتونونو جوړل یا هغو ته طبي سامان آلات رانیول که څه هم په هغه کې د ناروغه خوارانو او غریبانو تداوي او علاج تر سره کېږي خو بیا هم د تملیک خبره برای راست نه رامنځ ته کېږي یعنې د زکات پیسې مخامخ د فقیرانو ملکیت نه ګرزي او نه هغوی ته لاس ته ورځې کوم چې د زکات اصلي مقصد او هدف دي ؛ نو له همدې وجې نه یوازې د حاجت په وخت کې د اصلي قاعدې په خلاف په استثنايي توګه دا جواز ور کړي شو .
او کله چې موږ په دې رایه باندې عمل وکړو نو هغه به داسې وي چې دا ډول خیریه ودانۍ ، روغتونونه ، طبي وسایل او نور ټول به د مسلمانانو د ټولي په ملکیت کې وي ، لکه عامه لارې او پولونه ، او دا د غیر مسلمانانو لپاره د لارو او پولونو د استعمال مانع نه ګرځې ، او دا سوال هم نه واردېږي چې د زکات له مال نه باید یواځې مسلمانان استفاده و کړي ؛ ځکه چې یو ملکیت د شي ده په ابتدا کې او یو له هغه نه استفاده او ګټه اخستنه ده روسته له هغه چې آباد او جوړ شي نو ملکیت یې د مسلمانانو ده خو ګټه غیر مسلمان هم ترې نه پورته کولی شي ؛ دا داسې ده لکه یو مسلمان چې د زکات مال واخلي او بیا غیر مسلمان ته په هغه باندې مېلمستیا برابره کړي ، او د دې په جواز کې خو هیڅ اختلاف نشته ، او یوه ثابته فقهي قاعده ده چې (یجوز في الدوام ما لا یجوز في الابتداء) یعنې هغه څه چې په شروع کې ناجایز وي وروسته په دوام او استمرار کې جایز ګرځې .

نو بنا پر دې سره د پورتنۍ پېښې په اړه فتوا دا ده چې که چېرې نوموړې شفاخانه دا ډول طبي ماشین ته ضرورت لري او د خریداري بله لاره یې نه وي نو کولی شي چې له زکات ور کونکي څخه د زکات په بدل کې نوموړی ماشین واخلي چې د هغه د قیمت په اندازه به یې زکات ادا شوی وي ؛ چې په دې سره به په هغه رایه عمل شوی وي چې مخکې یې موږ وضاحت و کړ ، که څه هم غوره خبره دا ده چې دا کار د وقف په توګه کې را منځ ته شي ، په دې معنا چې دا به جاریه صدقه وي او هر څوک چې په دې سره تداوي کېږي ثواب به یې وقف کونکي ته ورکول کېږي ترڅو چې زوړ شي او بېخې له کاره و غورځېږي ، او روغتون په دې صورت کې یوازې لکه د وقف د نګران په توګه له دې ماشین څخه استفاده کوي او د هغه د مشرف په توګه یې ساته کوي .

والله سبحانه وتعالی أعلم

 

Share this:

Related Fatwas