د وریزو یا آبرو د اضافه وېښتانو لرې کولو حکم
پوښتنه
ایا د سترګو له پاسه وروځو د شاو خوا اضافه وېښتانو لرېکول حرام دي ؟
او ایا د دواړو وروځو یا حاجبینو تر منځ د اضافه ویښتانو لرېکول
حرام دي ؟
او ایا د دواړو وروځو یا حاجبینو تر منځ د اضافه ویښتانو لرېکول
حرام دي ؟
ځواب
امام بخاري او امام مسلم رحمهم الله له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه حدیث روایت کړی دی چې هغه و ویل :
((لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُوتَشِمَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ . فَبَلَغَ ذَلِكَ امْرَأَةً مِنْ بَنِى أَسَدٍ يُقَالُ لَهَا أُمُّ يَعْقُوبَ ، فَجَاءَتْ فَقَالَتْ إِنَّهُ بَلَغَنِى أَنَّكَ لَعَنْتَ كَيْتَ وَكَيْتَ . فَقَالَ وَمَا لِى لاَ أَلْعَنُ مَنْ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - وَمَنْ هُوَ فِى كِتَابِ اللَّهِ ( وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا )] الحشر : ۷))
ژباړه : الله (ﷻ)لعنت کړی دی په هغو ښځو چې په ستنو یا نورو شیانو سره په بدن خالونه وهي او په هغو ښځو چې و غواړي په بدن یې خال و وهل شي ، او په هغو ښځو چې د نورو ښځو د مخ اضافه وېښته لرې کوي او په هغو ښځو چې و غواړي چې د مخ وېښتان یې لرې شي ، او په هغو ښځو چې د نورو ښځو د مخې د غاښونو تر منځ فاصله جوړوي تر څو بیا وړه او ښکلې معلومه شي ، او په هغو ښځو چې و غواړي چې غاښونه یې دا ډول ور جوړ کړی شي مانا دا چې په فاعله او مفعوله دواړو د خدای جل جلاله لعنت دی ، او هغوی چې و غواړي دا کار د ښکلا لپاره تر سره او د الله جل جلاله په خلقت کې تغیر را ولي ٬٬ کله چې دا خبره د بني اسد د قبیلې یوې ښځې ته چې ام یعقوب نومېده ورسېده ، را غله او عبد الله رضي الله عنه ته یې و ویل چې : ما ته دا خبر را ورسېده چې تا په دغو دغو ښځو باندې لعنت ویلی دی ! هغه په ځواب کې ور ته و ویل : زه به څرنګه په هغه چا لعنت نه وا یم په چا باندې چې د الله رسول صلی الله علیه وآله وسلم لعنت ویلی دی او هغه د خدای جل جلاله په کتاب قران کریم کې وجود لري [وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا مانا : او هغه څه چې رسول (صلی الله علیه وآله وسلم) یې تاسې ته در کوي وایې خلۍ او له هغه څه نه چې تاسې منعه کوي پرې یې دۍ ]
نمص : د وروځو د ویښتانو وېستلو ته وا يي ، او دا چې له وروځو نه پرته د نور مخ د وېښتانو وېستل هم تر دې حکم لاندې را ځي او که نه نو په دې کې له ژبپوهانو نه دوه قوله را غلي دي چې بیا په همدې اساس او همدې بنا د علماوو تر منځ د حکم په اړه اختلاف را منځ ته شوی دی چې ایا د نور مخ د وېښتانو وېستل حرام دي اوکه مباح ، اونامصه چې دنامصات مفرد دی هغې ښځې ته وا یي چې یا خپل او یا د نورو ښځو وېښته په تار یا بل څه سره باسي او لرې کوي ، او متنمصه بیا هغې ښځې ته وا یي چې بل چا ته امر کوي چې دا کار تر سره کړي .
او په کوم معین کار باندې چې د الله (ﷻ)او یا د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم له لوري لعنت ویل شوی وي دا د دې نښه وي چې دا کار په دین کې لویه او کبیره ګناه بلل کېږي ، نو د پېغلې یا ناواده شوې ښځې لپاره دا کار حرام او ناجایز دی مګر په هغه صورت کې چې د کوم علاج لپار ه ضرورت ور ته پیښ شوي وي، یا په وروځو کې عیب وي هغه له منځه وړي او یا هم څو ویښتان چې له وروځو نه ډیر اخوا دېخوا وتلي وي او غواړي چې برابر یې کړي ، او له دې نه پرته نور دا کار هیڅ جواز نه لري .
او هغه میرمن چې واده شوي وي او خاوند و لري نو که چېرې د هغې خاوند د وروځو د وېښتانو د جوړولو اجازه ورکړي ، او یا هم دا سې علامه وي چې خاوند یې له دې کار څخه نه منعه کوي نو بیا د جمهورو فقهاو په مذهب دا کار جواز لري ؛ ځکه چې د وروځو د وېښتانو جوړول هم یو ډول ښایست دي او شریعت ښځو ته دا امر کړی دی چې خپلو مېړونو ته ځانو نه ښکولي او ښایسته کړي تر څو د هغوي د عفت سبب و ګرځي .
د جمهورو فقهاو دلیل دا دی چې له بکره بنت عقبه نه روایت شوی دی چې هغې له عائشې صدیقې رضي الله عنها نه د ځان ښایسته کولو او جوړولو په اړه پوښتنه وکړه ، نو هغې ورته و ویل : که ته خاوند و لرې او و کولی شې چې د خپلو سترګو ګردي را وباسې او له خپل لمړني حالت نه یې ښه جوړکړې نو دا کار و کړه
همدا رنګه په خپل دلیل کې دا روایت ذکر کوي چې :
أخرج الطبري عن امرأة أبي اسحاق أنها دخلت علی عائشة رضي الله عنها ـــ وکانت شابة یعجبها الجمال ــــ فقالت لها : المرأة تحف جبینها لزوجها ؟ فقالت : أمیطي عنک الأذی ما استطعت .
ژباړه : طبري رحمه الله د ابي اسحاق له مېرمنې نه روایت کوی چې هغه د عائشې رضي الله عنها کوټې ته وره غله ــــ او هغه یوه ځوانه ښځه وه چې ښایست یې ډېر خوښېده ــــ پوښتنه یې وکړه او و یې ویل : ښځه خپل تندی خپل خاوند ته ښایسته کولی شي ؟ نو عائشه رضي الله عنها ور ته و ویل څومره دې چې وس کېږي له خپل ځان څخه ضرر او ناخوښه څیزونه لرې کړه .
والله سبحانه وتعالی أعلم